دوکــتـور حمـید الـکـوزي/ټول ټاکني باید په خپل وخت وشي

0 1,276

په ګران هیواد افغانستان کی اوسني سیاسي بهران یواځي د ټول ټاکنو له لاري حل کيدلاي شي، ټول ټاکني هغه مثبت اوحقوقي رکن دي چي د هیواد اساسي قانون اولس ته کامل حق ورکړي دي تر سو وکولای شي خپل راتلونکي اولسمشر د خپلو رایو په کارولو سره وټاکي.

دټول ټاکنو یواځني هدف دا دي چي د هیوادوالو دغوښتنو پربنیاد په هیواد کښي د سالم بدلون لپاره په سولیزه توګه سیاسي قدرت داسي چاه ته وسپارل شي چي داولس لخوا یی زیاتي رایی تر لاسه کړي وي او اولسمشر ټاکل کیږی۰ بله خوا دافغانستان مظلوم او بي چاره اولس د تل په شان  له امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره قرباني ورکړي د ټول ټاکنو په پروسه کي اي برخه آخستي او خپلي رایي کارولي دي، د شپاړسو کلنو په درشل کي دافغانستان اولس د ټول ټاکنو په اساس دوه ځله اولسمشر ټاکلي دي او د دریم ځل لپاره یی دوه ځله په ټول ټاکنو کي ګډون وکړ، چي په نتیجه کي د محترم ډاکتر عبیدالله او محترم ډاکتر اشرف غني تر مینځ د اولس د رایو لاسته راوړلو پر سر لوي اختلاف را سرګند شو. محترم ډاکتر عبدالله ټینګار کاوه زما رایی زیاتی دي زه باید اولسمشر شم، او محترم ډاکتر اشرف غني ټینګار کاوه چي زما رایی زیاتي دي او زه باید اولسمشر شم، چي بیا د شاغلي جان کري په وساطت دیوه تفاهم په اساس د ملي وحدت حکومت مینځ ته راغي او محترم ډاکتر صاحب اشرف غني د اولسمشر په حیث او محترم ډاکتر صاحب عبدالله د رئیس اجرائیه په حیث مظلوم او جنګځپلي اولس ته ور معرفي شول.

داچي د پخواني اولسمشر محترم حامد کرزي او د ملي وحدت په حکومت کښي لاسته راوړني اویا غفلت شوي دي، دا زمونږ بحث نه دي، د ګران هیواد د سیاسي ثبات لپاره اړيڼه ګڼم چي اوس مهال د ملی وحدت د حکومت مشران د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون ټولي تخنیکي ستونزي په لیوالتیا سره حل کړي ځکه دا داولس غوښتنه ده ، او بل دا چي یواځني لاره دټول ټاکنو بنسټ دي چي په هیواد کی پر سولیزه توګه د قدرت د سپارلو لپاره لاره برابره وي. په هیواد کښي د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون اوسني تخنیکي ستونزي او ټول ټاکنو ته پاتي کمه موده دا هغه مهم موضوعات دي چي هیوادوال یی له تشویش سره مخامخ کړی دي، تر هر سه مهم دا چي هیوادوال د تل په شان د سالم بدلون غوشتنه کړي هغه دا چي اجتماعي عدالت ، تل پاتی سوله او د اداری فساد له مینځه وړلو ته سترګي په لاره انتظار باسي، خو لبده مرغه چارواکي لکه دتل په شان لوټه په اوبو کښي ایښودل او بیا پري تیریدل غوره ګڼلي دي.

په حقیقت کښي د خجالت او د عار ځاي دا دي چي دنیاوال افغانستان د کونډو، یتیمانو او یو جنګځپلي هیواد په حیث پیژني، اما د۱۶ کلونو په درشل کي چي هر سوک د ارګ اولسمشر شوي دي صرف د اقتدار د بقی لپاره او خپل سلیقوی رفتار او کیردار ای په نظر کي نیولي دي. که واقعیت ته ځیر شو په نړي کي داسي هیواد نشته چي یو قوي محکم سیستم و نلري، زمونز په هیواد کي د اولسمشر چي دوره ختمه شي نو د سیستم دوره هم ورسره ختمه شي، او یا که مو اولسمشر وفات کیږي نو سیستم هم ورسره وفات شي، ځکه هر سوک چي واک ته رسیدلي دي نیت صرف د اوبونه تیریدل دي او نه د بنسټونو جوړول.

که د هیواد تاریخ ته په ځیر شو که اسلام پاله وو، اوکه چپیان وو ټولو په ټول ټاکنو ټینګار کولو، اخ کاشکي په تیرو ۱۶ کلونو کی په هیواد کښي صرف د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون لپاره کار شوي وي، نو راتلونکو نسلونو ته به مو د هیواد دسیاسي نظام د بدلون لپاره د یوه قوی او محکم سیستم خاوندان وو، لبده مرغه یو قوي او مستحکم بنسټ جوړ نشو، بلکه له ستونزو نه ډک کمیسیون د افغانستان داولس پر برخه شو.

زما مشوره اولسمشر ډاکتر صاحب اشرف غني او رئیس د اجرائیه ډاکتر صاحب عبدالله ته، مهربانی وکړي دټول ټاکنو د کمیسیون تخنیکي ستونزو ته مثبت ځواب ورکړي، او ټول امکانات مو په کار واچوي چي ټول ټاکني پر خپل وخت په هیواد کښی سرته ورسیږي ، چی په دغه کار کي ستاسي هم خیر دي او د هیوادوالو غوښتنه هم ده، د هیواد د ابادي پر موخه تر سلیقوي اختلافاتو سخه تیر شي او په ملي فکر راټول شي ، پاتي شوي وخت مو یواځي د ټول ټاکنو د شفافیت لپاره وکار وي، او ستاسي ښاغلیو او عالی جنابانو لپاره غوره موقع ده چی سرله اوسه په مدني ټولنه،اجتماعي بنسټونو،،سیاسي ګوندونو،علماو کرام، ناحیوي شوراګانو،،ښاري شوراګانو او دعام اولس ته په عملي توګه ثابته کړي چي تاسي د شفافو ټول ټاکنو داجراء کولو لپاره ژمن یاستي نو اولس ستاسي ښاغلیو عملي ګام ته سترګي په لاره دي.

د سوکاله او اباد افغانستان په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply