استاد مجروح د معاصرې غربي فلسفې استازی او وصلوونکی و

خوشال خلیل

0 953

نن د پوهاند سید بهالدین مجروح د شهادت پنځه دېرشم تلین دی. دېرش کاله پخوا په دغه ورځ د علم او رڼا دښمنانو د سولې او انساني ژوند ارمانجن افغان فیلسوف په دې خاطر شهید کړ چې رڼا رانشي او په تپه تیاره کې خپل تور کاروبار روان وساتي او د ټولنې له ناپوهۍ نه په استفادې دهغوی برخلیک په خپل لاس کې ولري. دوی مجروح وواژه خو د هغه د فکر رڼا یې ونشوای وژلی او دغه رڼا یې تر ننه د تیارو د پلویانو سترګې برېښوي.

ډاکټر بهاولدین مجروح هغه روښانفکره افغان دانشور و چې قومي، نژادي او ژبني تعلقاتو نه ازاد و او انسان ته یې یوازې د هغه د انسانیت په خاطر درناوی درلود او د هغه د ښیرازۍ او غوړیدو لپاره یې د فکر لارې رڼا کولې تر څو دغه انسان له خپل انانیت او خودۍ نه تېر او یو متعالي انسان شي.

اروښاد مجروح غرب کې زدکړې وکړې او له غربي ارزښتونو، فرهنګ او علم سره اشنا شو، خو لکه د نورو ډېرو روښانفکرانو په څیر نه و، چې کله د غربي فرهنګ په ارزښتونو کې ډوب شي خپل ارزښتونه هیر او له خپل اصل نه بیګانه شي، هغه له خپل اصل یعنې خپل بومي فرهنګ او زاړه شرقي تمدن سره اړیکه پرې نه کړه. هغه د مډرنیزم پلوي او د معاصرې غربي فلسفې استاد و چې تر څنګ یې د خپلې ټولنې او فرهنګ مثبت ارزښتونه هم پالل او ځلول. هغه په افغانستان کې د معاصرې غربي فلسفې استازی او وصلوونکی و. هغه شرقي عرفان نه زدکړه کړې وه  او  د قوي ټولنیزې پوهې څښتن او په خپل وخت کې یې د خپلې ټولنې نه ژور درک او پوهه درلوده. هغه یو داسې روښانفکر و چې د خپلې موجوده ټولنې ناخوالو ته په کتو یې د بدلولو هڅه کوله او فکر یې کاوه چې لیکنې به یې د ټولنې تفکر او ذهنیت ور بدل کړي. سره له دې چې هغه غربي فلسفه په علمي او اکاډمیک ډول ولوسته خو تر څنګ یې په اسلامي عرفان کې هم خپله مطالعه او څیړنې جاري وساتلې او لکه د نورو په څیر یې د دغو دواړو ترمنځ خپله لار ورکه نه کړه.

د مجروح پيژندل او د هغه اثارو او لیکنو سره پاتې کېدل موږ ته راښيي چې غربي فلسفه څنګه زموږ وطن ته څنګه راغله او دلته یې څنګه جرړه وغځوله او څنګه یې په محلي ظروفو کې خپلو خلکو ته وړاندې کړه چې ځوان قشر ورسره اشنا او د تحلیل او تفکر قوه په کې وروزي. موږ چې په افغانستان کې د معاصر فلسفي بهیر په اړه مطالعه کوو نو پيل به یې له مجروح کوو او د مجروح له پيژندو پرته موږ په خپل هېواد کې د معاصرې فلسفي بهیر او دلته په ټولنه کې د هغې په اړه انګیرنو او جرړو غځولو باندې نه پوهېږو.

دېرش کاله پخوا د ځانځانۍ ښامار مجروح له ستونې تېر کړ خو د هغه فلسفي افکار، اثار او کتابونه زموږ له ټولنې سره دومره ژورې اړیکې لري چې حتا اوسني وخت کې چې افغان انسان له ډېر متضاد فکري، سیاسي او ټولنیز حالت سره مخ دی، همدا مجروح دی چې امید ورکوي، د ازادۍ په ارزښت یې پوهوي او د ځان ځانۍ له ښامارانو یې خبروي.  و دا د ویاړ ځای دی چې نن دا زمینه مساعده شوې ده چې مجروح او د هغه فکر بیا خلکو ته معرفي شي او هغه رڼا چې مجروح غوښته شغلې وکړي او د ټولنې کنګل فکرونه وېلې او د یوې ښیرازه انساني ټولنې ارمان ته د رسېدو لپاره ورنه استفاده وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply