منظور: زموږ احتجاج څرګنده کړه چې پښتانه ترهګر نه، ترهګرۍ ځپلي دي

0 1,065

د پښتون لاریون سرلاری منظور پښتین وایي، احتجاج یې لویه ګټه دا وکړه، چې خلکو ته یې د پښتنو اصل څېره څرګنده کړه او نړۍ ته یې وښوول، چې پښتانه ترهګر نه بلکې ترهګرۍ ځپلي دي.

ښاغلي پښتین د وي.او.اې ډیوه خبریال عدنان بېټني ته په مرکه کې ویلي، د احتجاج په وخت یې چې کومو پاکستاني چارواکو ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې، ټولو مثبت ځواب ورکړ او د تر سره کولو ژمنې یې ورسره وکړې.

“زه هیله من یم چې غوښتنې به مو عملي شي، ځکه چې زموږ سوچ او فکر مثبت دی، خو که عملي نه شي یوه میاشت وروسته به بیا پښتنو ته [د لاریون] پیغام ورکوو”

پښتین وایي د دوی احتجاج دا خبره درواغ ثابته کړه، چې وایي پښتانه اتفاق نه لري. وایي له ډېرې مودې وروسته پښتنو د خپلو حقونو لپاره ږغ پورته کړ او یوولس ورځې یې په سوله ییز ډول احتجاجي ناسته وکړه:

“پښتنو په لاریون کې زموږ ډېر زیات ملاتړ وکړ. له کوټې تر ږوب، وزیرستان، بنو، کوهاټ، نورنګ، لکي مروت، کرک، پېښور، مردان، چارسده، سوابۍ، سوات او تر کراچۍ پورې د هر ځای پښتنو زموږ ملاتړ وکړ، چې ټول مظلوم ولس یې مننه کوي. ډېر کم شمېر غیرپښتنو هم د انسانیت په خاطر زموږ ملاتړ وکړ، چې کورودانی یې وایو”

منظور پښتین له خپلو ملګرو سره وړمه ورځ له اسلام اباده ډېره اسماعیل خان ته لاړ او نن د دوشنبې په ورځ خپلې سیمې جنوبي وزیرستان ته ستون شوی دی. هغه پر خپل فېسبوک لیکلي، چې ډېره اسماعیل خان ته به ژر را ستون شي او خپله نوې تګلاره به اعلان کړي:

“په کوټه، پېښور او واڼه کې به درې څلور ورځې وروسته جلسې اعلان کړو، خو ګورو چې هلته انتظامات څنګه کنټرول کېدای شي، د جلسو نېټې به وروسته اعلانوو”.

د وزیرستان دغه ځوان رهبر وایي، د دوی د غوښتنو پر عملي کېدو څه نه څه کار پیل شوی دی، چې وایي په دې لړ کې بې درکه شوي کسان خپلو کورونو ته ستنېږي او له وزیرستانه د ماینونو پاکېدل هم پیل شوي دي.

منظور پښتین وایي د احتجاج په نتیجه کې حکومت ته وړاندې شوې پینځه غوښتنې چې یې حل شي، تر هغه وروسته هم د پښتنو متحد ساتلو ته ډېره اړتیا ده او دوی به په دې برخه کې خپلې هلې ځلې روانې ساتي.

ډیوه رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply