د افغانستان او پاکستان د پلاويو تر منځ د سولې او پخلاینې د عمل پلان یا(APAPPS) په پروګرام د دواړو لورو د پلاوو تر منځ خبرې اترې روانې وې چې بیا هم د پاکستان حکومت له لوري و نه منل شوې، دا خبرې له ناکامۍ سره مخامخ شوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بهرنیو چارو د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشري د افغان او پاکستاني پلاويو په خبرو کې په مهمو برخو کې د دواړو خواوو پرمختګ نه تر سترګو کېږي او لا هم پاکستان چمتو نه دی چې د افغانستان له خوا د ترهګرو د ورسپارل شوي نوملړ په اړه اقدام وکړي.
پاکستانۍ دې نیوز ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان – پاکستان د سولې او پیوستون لهپاره د عمل پر پلان دوه ورځنۍ خبرې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ ودرېدې، د دواړو خواوو تر منځ ژور اختلاف ولیدل شول او حتا دوی و نهشوای کړای چې د خپلو خبرو په پای کې ګډه اعلامیه خپره کړي.
د افغانستان له لوري یو ځل بیا له پاکستانه یوازېنۍ غوښتنه تکرار شوه چې د ترهګریزو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي او په دې اړه باید لاسلیک شوې ژمنه ورکړي چې د ترهګرو د ځپلو لهپاره به اقدام کوي، خو پاکستان بیا غواړي غر په پر پټ کړي او یا تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړي او یوازې د ژبې پر سر د کلماتو په لوبولو د ترهګرو د ځپلو ویناوې کوي.
وروسته له دې د افغانستان زغم هم پای ته رسېدلی او افغانان به تر هغه پورې له پاکستان سره خپل اړیکې خوږې نه کړي تر هغه چې دغه ترهګر او ټروریسټپاله هېواد له خپلو ناوړو کړنو لاس په سر نهشي.
دا یوازې پاکستان هم نه دی چې د افغانستان پر وړاندې په دې تپل شوې جګړه کې لاس لري. د دې تر څنګ انګلستان او امریکا متحده ایالات چې د پاکستان اصلي باداران ګڼل کېږي په دې جګړه کې پوره پوره ونډه لري او نه غواړي چې په افغانستان کې روانه نیابتي او ناوړه جګړه پای ومومي.
افغانان نه غواړي چې له هغه هېواد سره خبرو اترو ته کښېني او یا له هغو ډلو سره خبرې اترې وکړي چې د پردي هېواد په لمسون خپل هېواد د اور لمبو ته غورځوي، خو له دې سره سره بیا پاکستان په وار وار پلاوي را ولېږل او ژمنه یې وکړه چې د ترهګرۍ په ځپلو کې به له افغانستان سره پوره پوره همکاري کوي. د دې غوښتنو پر بنسټ افغان حکومت هم یو ځل بیا وغوښتل چې له پاکستان سره مذاکرات پيل کړي چې اوس بیا پاکستان په خپل خره سپور دی او له خپل انسانوژونکي سیاسته لاس نه اخلي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت اړوند یوه چارواکي دې نیوز ورځپاڼې ته ویلي «دا نه وایم چې خبرې مطلقې ناکامې شوې، دا ویلای شم چې خبرو پایله ور نه کړه او له بشپړې درېدا سره مخ شوې. دواړو خواوو ومنله چې لا هم د خبرو لهپاره ځای شته، لا هم په راتلونکي کې خبرو ته هیله شته، خو د نورو خبرو لهپاره نېټه مالومه نه ده.»
پاکستان لا هم له خپل ناوړه سیاسته نه اوړي، خو نړیوال په تېره بيا د امریکا متحده ایالات هم د پاکستان پر وړاندې بیا نرم شوي او لا یې هم د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ځپلو لهپاره اقدام نه دی کړی. د افغانستان په دننه کې وروستي ترهګریز بریدونه ښيي چې پاکستان باید د نړۍ د یوه ترهګر هېواد په توګه د ټولې نړۍ له سیاسي، اقتصادي او ډيپلماتیکو اړیکو بېبرخې شي، خو لا يې هم د نړۍ ابر قدرتونه یې ملاتړ کوي او دا ترهګریز هېواد هڅوي چې د دوی د ځینو موخو لهپاره په سیمهیزه کچه ستونزې جوړې کړي.
د یادونې وړ ده چې د سولې او پیوستون لهپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان (APAPPS) له ترهګري سره د مبارزې، د جګړې د کمېدو، سولې او پخلاینې، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د ګډې اقتصادي پراختیا په اړه د دوو هېوادونو د همکاري د عمل ګډ پلان دی، خو له بېباوره هېوادونو سره د دا ډول پلانونو پر سر خبرې او عملي کول یې په ډیپلوماټیکه فضا کې یوه لویه تېروتنه ده، ځکه دغه هېوادونه انساني مفکورې نه لري او یوه انسان ته د انساني کرامت او ارزښت په سترګه نه ګوري؛ نو بيا څنګه کولای شي چې د افغانستان د همېشنۍ سولې و پخلاینې په اړه فکر وکړي.
افغانان باید د یووالي او یو ملت کېدو په اړه فکر وکړي، یوازېنۍ مفکوره چې کولای شي افغانان د سیمهیز خوږ او د لویو خوږانو د ماموریت له پلي کېدو وژغوري هغه یووالی او یو موټیتوب دی. تر دې مهاله هم د نړۍ لوی خوږان د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه اراده نه لري. نه پوهېږو چې دغه خوږان به کله په افغانستان زړه سوځوي او تر کله به خپلو شومو موخو ته د رسېدو لهپاره افغانان قرباني کوي. افغانان نور د داسې تپل شویو جګړو چې نړیوال په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالات یې رهبري کوي ورته د زغملو نه دي او که چیرې امریکا متحده ایالات غواړي دا تپل شوې جګړه پای ومومي اوسېدا یې اړینه او پرته له هغه کولای شي افغانستان نور افغانانو ته پرېږدي.
په همدې حال کې د افغانستان حکومت باید د نړیوالو د قناعت تر څنګ د پاکستان په اړه چې سیمهیز خوږان ترهګر، انسانوژونکی، د انسانیت او بشریت دښمن دی او د نړۍ ځینې لوی خوږان يې ملاتړ کوي باید د افغانانو د یووالي لهپاره کار وکړي او د لستوڼي مار پر وړاندې کلکه مبارزه تر سره کړي.
افغانان باید لکه څنګه چې د انګليسي، روسي لښکر پر وړاندې سره یو شول او نړۍ ابر ځواکونو ته یې ماتې ورکړه او په نړۍ کې یې د دښمن پر وړاندې د مبارزې کارنامې پرېيښې دي، دا ځل هم باید د دې نړیوال ترهګر پر وړاندې ودرېږي او پرېنهږدي چې د انسانیت او بشریت دښمان یې ژوند واخلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320