د دعوت خپلواک رسنيز مرکز سره زما اړيکه / هلمند پردیس

0 878

مخکې تر دې چې زه د دعوت خپلواک رسنيز مرکز سره په خپلو اړیکو وغږيږم، غواړم د دغه رسنيز مرکز په ځينو ارزښتونو او خدمتونو يو څه ووايم. دعوت خپلواک رسنيز مرکز په حقیقت کې يو خپلواک او د رسنیو په ډګر کې يو بې پرې او ازاد رسنيز مرکز دى. د دغه مرکز هڅې او پرمختګونه ټول د افغانستان او افغان درديدلي ولس سره تړلى او د دوى اواز دى. نو ځکه د دغه مرکز مشر محمد طارق بزګر صاحب په خپلو شخصي، مادي او معنوي توان سره دغه دروند بار ته دا نهه ويشت کاله کېږي چې مټ ورکړى دى، زما د خبرو هدف هم همدا دى، چې دغه رسنيز مرکز په ټوله مانا خپلواک دى.

 دا چې څرنګه دغه رسنيز مرکز لا تر اوسه خپلواک پاتې شوى دى، د کاميابۍ راز يې په خپله د دغه رسنيز مرکز مشر محمد طارق بزګر صاحب دى. د ده ډېرې هڅې، زيار، د خپل ولس او وطن سره بې انتها مينه دا هغه څه وو، چې محترم بزګر صاحب په دغه لار کې سترې مادي او معنوي قربانۍ ورکړي دي، او دغه رسنيز بهير يې تر هدف رسيدو پورې له ستونزو او مشکلاتو بهر کړى دى او همدا علت دى، چې نن يې موږ تاسې نهه ويشتمه کليزه لمانځو.  محترم مشر بزګر صاحب سره د ډېرو نورو ښو خاصيتونو لرلو تر څنګ يو بل ارزښتمن خاصيت دا دۍ، چې هغه ريښتوني وطندوسته شخصیت دى، او هغه د خپلې همدغې وطندوستۍ له برکته د وطنپرسته فکرونو په روزلو کې هم موثر ګامونه اوچت کړي دي.  هغه سره د احمد، محمود، د قوم، قبيلې، ژبې او نژاد تعصب نشته، نو ځکه ده سره د دعوت خپلواک رسنيز مرکز په همکارۍ کې د افغانستان د هر قوم وروڼه ملګري او همکاري کوي، او بزګر صاحب دا خبره په حقیقت کې په اثبات رسولي ده، چې يو شاعر يې په خپل شعر کې وایي.

چې نشه د استبداد لري په سر کې

ما ته يو دى که مغل دى که افغان

 پوره يوه لسيزه مخکې چې کله ما د مسافرۍ په درشل قدم کيښود د وطن بېلتون مې د زړه دننه د خپل وطن سره د مينې داسې اورونه بل کړل، چې زه يې ليکلو ته اړ ايستم. ليکل مې شروع کړل، که څه هم زه له ماشومتوبه په خپل کلى مين وم، حتا له کلى بهر به مې له دوستانو سره هم شپه نه کوله زړه به مې تنګيده.  خو چې کله مسافر شوم، نو د وطن دا مينه او دردونه مې دوه چنده او سل چنده شول، او همدغه د وطنپرستۍ احساس او مينه وه، چې ما به د انترنيت له لارې خپل احساسات او د زړه خواله د خپل ولس او وطن سره شريکول. شپږ کاله پخوا د دعوت ميډيا خپلواک رسنيز مرکز سره اشنا شوم، او دغه رسنيز مرکز ته به مې خپلې نميګړې ليکنې ورليږلى او د دغه همکارۍ په نتيجه کې له محترم مشر بزګر صاحب سره معرفي شوم، او وخت ناوخت به يې زه هڅولوم، چې زما ليکل ښکلي او په تول پوره دي، خو زه وروسته پوه شوم، چې هغه وخت زما ليکلو بلا تيروتنې لرلې، کيداى شي اوس يې هم لري، خو زه محترم بزګر صاحب زړه ماتى نه کړم، او هر وخت يې مناسبې لارښونې راته کړى دي، او همدا د ده د لارښونو برکت و، چې څلور کاله مخکې بيا د دعوت خپلواک رسنيز مرکز سره رسمي همکار شوم، خو د دغه همکارۍ اجوره ما هم نه ده اخيستي، د دې لپاره ما دوه دلايل لرل، يوه وجه دا وه، چې ما خپله هغه مينه چې له خپل ولس او وطن سره لرله او لرم يې، ما بايد دا په عمل کې اثبات رسولى واى، ځکه چې افغان وطن او ولس پر موږ حق لري، چې خدمت يې وکړو، او همداسې مې وکړل، او دا مې ستر ارمان هم وو، چې خپل وطن او وطنوالو ته د خدمت جوګه شم. او بله وجه يې د محترم مشر بزګر د کار او خدمت څخه متاثره کيدل ؤ، چې ده هم له چا څخه په دغه بهیر کې اجوره نه ده اخيستي او خپل وطن او وطنوالو ته يې دا نهه ويشت کاله وړيا خپل رسنيز خدمتونه وړاندې کړي دي.

په پای کې زه مشر بزګر صاحب ته دوعاګانې کوم، چې ستر رب العزت يې عمر ډېر او ارمانونه يې پوره شه، او لوى خداى دې موږ ته هم دا توفیق راکړي، چې په دغه بهير کې ورسره ريښتوني ملګري پاتې شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply