په تللو پلونو بېرته مه را ګرځئ/ ژ: حمیدالله حمیدي

0 1,106

یو کس غواړي خپله دنده پرېږدي او بل ځای په نوې دنده پسې وګرځي، خو ملګري یې ورته وايي تر څو دې چې بله دنده نه ده پیدا کړې دا مه پرېږده. د دندې د پرېښودو پر ځای یو څو ورځې رخصتي واخله او په دنده پسې وګرځه، هسې نه چې «هم د لوړې له خیراته پاتې شې او هم د شش ګاو له تویه».

کېدای شي، نوې دنده دې خوښه نه شي دا خو به دې له لاسه نه وي ورکړې، شاته پلونه باید ونه نړوې! دا ښه خبره ده او متل هم پر ځای دی، خو نه په ټولو مسايلو کې. ډېر کله د دې لپاره چې تاسو یو مسیر طی کړی، شاته پاتې پلونه باید ونړوی څو د شاته راتلو او پخواني ژوند ته د ګرځېدو فرصت ونه لری.

یوه خبره مو باید په یاد وي چې د دې ټولو پرېکړو لپاره باید دقیق فکر وکړی او په پوره احتیاط سره ګام اوچت کړی. که مو د ژوند په اړه په پوره دقت سره فکر کړی وي او کلک هوډ او ځانګړې موخې ولری، نو بیا د دې لپاره هېڅ دلیل هم نه پاتې کېږي چې ستاسو ژوند په شا روان وي. تاسو باید پرمختګ وکړی. په ډېرو څیزونو فکر کول او په یوه وخت کې د زیاتو موخو ټاکل تاسو له اصلي موخې ګرځوي او لاره درباندې ورکوي.

هېڅکله هم مه وایی چې «له خبریالۍ سره مینه لرم، خو که خبریال نه شوم معلمي خو کولای شم». نه! دا خبره سمه نه ده، که په زړه کې له خبریالۍ سره مینه لری؛ بیا نو په ټوله پیاوړتیا سره هماغه مسیر تعقیب کړئ، له مخې مو هر ډول خنډ لرې کړئ او مخ ته ولاړ شئ، تر دې چې بریالي شی. هېڅکله هم په یوه پرېکړه کې دوه زړه توب مه کوئ. دومره خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ او د ستونزو پر وړاندې ودرېږئ چې په پای کې درته یوه دروازه خلاصه شي او د هیلو لمر مو ژوند ته رڼا در وبښي.

که مو په مالي برخه کې د پانګونې پرېکړه کړې وي او فکر کوی چې اتیا سلنه ګټوونکي یاست، یوه ثانیه هم ځنډ مه کوئ. کېدای شي په نړۍ کې په سلګونو داسې برخې وي چې تاسو پکې پانګونه وکړی، خو تاسو یې د یوې په اړه پرېکړه وکړئ او په هماغه برخه کې پانګونه وکړئ. که تاسو د یوه مناسب څه پر ځای په لسو نورو فکر کوی، ښايي يوازې خپل وخت ضايع کړئ.

کېدای شي ځینې کسان وي چې تاسو له ستونزو سره مخ کړي او یا مو هم د کارونو پر وړاندې خنډ وګرځي، هڅه وکړئ له دې ډول کسانو ځان لرې وساتئ. تاسو باید پوه شی چې دا کار لویې حوصلې او اوږده صبر ته اړتیا لري او تاسو بايد له دې دواړو برخمن وی. سمه ده چې د بریا سړک له خطرونو ډک وي او تاسو بايد په پټو سترګو پرې مزل ونه کړی.

که فکر کوئ، چې اوسنۍ دنده مو په زړه پورې ده، ښه معاش لری او غواړی په بله دنده پسې وګرځی، نو تر هغه وخته بايد خپله اوسنۍ دنده له لاسه ور نه کړئ چې په نوې دنده کې مو ځان کلک کړی نه وي.

که غواړئ چې په یوه معتبره تحصيلي څانګه کې زده کړې وکړی نو له داسې کسانو سره مشوره وکړئ چې په همدې څانګه کې يې زده کړې کړې وي. د هغوی تجربې وپوښتئ او ځانونه ډاډمن کړئ چې په يوه بې ګټې تحصیلي څانګه کې خپل وخت او انرژي ضايع نه کړی. هغه پلونه، چې بیا پرې را ګرځېدل درته ګټه نه لري او له خپلې موخې مو لرې کوي، ړنګ کړئ. په دغو پلونو بيا راګرځېدل د تل لپاره هېر کړئ څو وکولای شی چې خپل مسیر تعقیب کړی او موخې ته ورسېږئ. هڅه مو باید دا وي چې تل پر مخ ولاړ شی، نه داسې چې د ناکامۍ حس درسره پیدا شي او بېرته شاته را وګرځی. پوهان وایي، سپوږمۍ ته ختل موخه وټاکئ، که ور ونه رسېدی د ستورو له کاروان سره خو به یو ځای شی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply