کورنۍ ته مو د تذکرو اخېستل ولې اړین دي!؟

0 763

الف ب. دانش

‌‌‌‌‌‌په دې کې شک نشته چې ‌‌‌‌‌‌ډېری نارینه مو تذکرې لري خو اړینه ده چې د کورنۍ ښځینه غړي مو هم تذکرې ترلاسه کړي چې څو مثبتې پایلې لري.

اول: د تذکرې په اخېستو سره د افغاني هویت شرط پوره کیږي.

دوهم: هغه خویندې چې تر اوسه ښوونځي ته ځي، د دولسم صنف فراغت یا کانکور ته د شمولیت لپاره د تذکرې درلودل اړین دي.

دریم: کله نا کله بهر ته د مریضۍ یا بل څه لپاره د پاسپورټ اخېستو پر وخت تذکره شرط ده چې ځينې بیړنیو حالاتو کې تذکره اخېستل ناشوني وي او یا ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت اخلي.

څلورم: د تذکرې په اخېستو سره په ملي پروسو (ولسمشریزې، پارلماني او ولایتي ټاکنو) کې د ګډون حق اوس په تذکرې پورې مشروط دی.

پنځم : دولت سره د اړونده کلي، ولسوالۍ او ولایت د احصایې په راټولولو کې مرسته کول دي چې انکشافي پروژې (کلیو پراختیا وزارت او داسې نور ) بیا همدې احصایې ته په کتو اړونده ولسوالۍ یا کلي ته بودیجه ټاکي.

شپږم: د ثبت و راجستر شوي کورنۍ په درلودلو سره به د سیالانو (نورو ولایتونو) سیال شی. خبرې ‌‌‌‌‌‌ډېرې سر یې یو دی بس د کورنۍ ټولو هغه غړو ته مو چې قانوني عمرونه یې بشپړ کړیدي ، تذکرې واخلئ و ما علینا الا……

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply