په ښه حکومتداري کښي د رياستي اډانې رول/حاجي ولي محمد

0 830

په ښه حکومتداري کښي د رياستي اډانې رول (The Roll oF State Building For Good Goverering)

حاجي ولي محمد

(۱۲ جنوري ۲۰۱۸ء) رياست او حکومت د يوه هيواد دوې بنسټيزي ستني دي،چي رياست يې د روح او حکومت يې د تن په څير چاري پر مخ وړي ، رياستي آډانه دوامداره پروسه ده چي په ملي شتمني يې پالنه کيږي ۔ حکومتونه د نظام د لاري منځته راځي او رياستي بيړۍ پر مخ بيايي،بيړۍ وان که ناجړه و،هر څه به په سيند لاهو کړي،ترڅو چي رياستي آډانه پياوړې سوې نه وي،يو حکومت هم هيواد ته وده او پرمختګ نه سي ورکولای ۔ قضا يا عدليه ته که د رياستي آډانې زړه ووايو بې ځايه به نه وي،عدليه هغه تله ده چي د توروسپين او ښو و بدو تر منځ توپير او انډول (توازن) ساتي ۔ په پرمخ تللو ټولنو کښي د رياستي آډانې جوړښت ته لومړيتوب ورکول سوی دی، زار روس پيټر اعظم يې ژوندۍ بيلګه ده چي په انجينئير واکمن هم نومول سوی دی، دئ د رومانوف کورنۍ غړی دی چي پر روس يې څه د پاسه درې سوه کلونه (۱۶۱۳ء ــــــ ۱۷ اکتوبر ۱۹۱۷ء) واکمني کړې ده ، هغه مهال روس د تاتاريانو،فرانسويانو او نورو باندنيو يرغلګرو د سياليو په ډګر اوښتی و،کله چي به پلازمينه ماسکو ته اور ولويد، سينټ پيټربرګز (ليننګراډ) ته به يې يووړ او چي نوې پلازمينه ته به اور ولويد، زړې ته به يې انتقال کړ،پيټر کبير يا پيټراعظم چي کله د واک پر ګدۍ کښيناست، تر ټولو وړاندي يې خپله پاملرنه د رياستي آډانې لور ته واړول،رياستي آډانې ملي کدرونو او ظرفيتونو ته اړتيا درلوده، دوامدارو کورنيو او باندنيو جګړو روسي ټولنه لدې نعمته بې برخي کړې وه ،هغه جرمني ته ولاړ،په ډير هنر يې په زرګونود پوهني په زيور پسوللي جرمنيان روس ته راوستل،ښه هستوګنه او لوړ معاشونه يې ورته مقرر کړل، هن تر دې چي د هغوی ميشت سيمه يې په جرمن جمهوريت ونومول، ددې کدرونو چي د ټولني مغز بلل کيږي په وسيله خپله شاته پاته او د ناپوهی په تيارو کښي ډوبه سوې ټولنه د پوهني په رڼا را پورته کړه، کتاب و قلم پر توره و توپک لوړوالی وموند، د ټولني د مغزونو او افکارو څخه د هيواد د څوکالی او پرمختګ لپاره تعميري کار واخستل سو:

دې تګلاري او مفکوري اوسنی شوروي اتحاد د نړۍ د پر مختللو هيوادونو د دويم او يا هم دريم هيواد په پوړ کښي درولی دی هغه مهال افغانانو د ډيلي ، بخارا او مشهد و نشاپور ترمنځ پر پراخه سيمه سلطنت کاوه، خونن خبره کابل ته دريدلې ده او د کابل تخت په لړزه کښي دی، د دې ناورين تر ټولو ستر لامل رياستي آډانې ته نه پاملرنه ده،د وخت يو شمير پاچهانو د قامي مشرانو او قامي لښکرو په وسيله خپلي واکمنی ته پراختيا ورکول، افراد به په ټولنه کښي پياوړي او رياستي ادارې ناموزه يا کمزوري وي ترخپلواکي وروسته غازي امان الله خان ډيره پاملرنه د رياستي ادارو پياوړي کولو ته ورواړول ،دې لړۍ هغه مهال سقوط وکړ چي غازي امان الله خان د انګريزانو په لمسون د يوې کورنۍ دسيسې قرباني سو،د انګلستان په فکر ستره ګناه يي د هغوی پر مبارزه او د خپلواکی اعلان و، نوي بيسواده امير حبيب الله کلکاني پخپله نهه مياشتيزه واکمني کښي رياستي آډانه فلج کړه او د ولسي پاڅون په توپان کښي يې د واک بيړۍ ډوبه سوه، سردار محمد نادر د کورباڼو او ملت په مرسته و همکاري ورانه سوې رياستي آډانه بيرته پر پښو ودرول او دې کار د ثورتر کودتاء تر مهاله دوام وکړ،تر دې کودتاء وروسته په دوامداره توګه رياستي آډانه د باندنيو لاملينو تر آغيز لاندي راغلې، ملي کدرونه و ظرفيتونه وژل سوي او يا هم هجرت ته اړايستل سوي دي ، که څوک ددې وران سوي هيواد سره ريشتينې خواخوږي لري،بايد خپله ټوله پاملرنه د رياستي آډاني په تيره بيا ددې آډانې عدليې څانګي ته واړوي، سينګاپور تر خپلواکي اخستلو (۱۹۶۱ء) وروسته د ملائيزيا سره کنفيدراسيون جوړ او بيرته ورڅخه بيل سو (۱۹۶۳ء)،په سلګونو هغه جنګسالاران چي د رياستي آډانې په وړاندي خنډ وو، بنديان او ورک کړل،کله چي د اتو او لسو کلونوپه موده کښي رياستي آډانه پياړې سوه،د بنديانو دوسيې محکمو ته وسپارل سوې،څوک خوشي،څوک سزا۔ په هيواد کښي عمومي انتخابات تر سره سول، لي کوان يو د لومړي ولسمشر په توګه وټاکل سو، نن سينګاپور د خوشحالی او اقتصاد په حواله د نړۍ د پرمختللو هيوادونو په کتار کښي راځي د ولسمشر ډاکټر محمداشرف غني، مخالفينو،افغان ملت او نړيوالي ټولني څخه مو هيله و غوښتنه داده چي د بشپړه وړتيا پر بنسټ دي د شفاف ميکانيزم د لاري د رياستي آډانې په جوړولو کښي ګډه مرسته و همکاري سره وکړي ، د پوهني او روزني په برخه کښي دي نظامي نصاب ته ژوره پاملرنه وسي، وسلوال ځواکونه د يوه هيواد د جغرافيايي پولو ساتونکي دي، نظرياتي پولي يې بايد پياوړي سي ،خپلواکه عدليه په امنيت راوستلو کښي بنسټيز رول لري ، سالمه ، شفافه او پياوړې رياستي آډانه د ښې حکومتداری لپاره ښه تضمين کيدلای سي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply