د افغانستان له‌پاره د پاکستان نوې تګلاره

0 641

د افغانستان له‌پاره د امریکا د نوې تګلارې تر اعلان وروسته پاکستان د افغانستان په تړاو نوې پالیسي جوړونې ته ملا تړلې چې پر بنسټ یې ۱۵کلنې راشې درشې ته نوی لوری ورکړي. پاکستان د تېرو ۱۵ کلونو په لړ کې په افغانستان کې منفي تصور خپل کړی او له دښمنۍ ډکه څېره یې بربنډه کړې. برعکس هند خپل رول اغېزمن کړی او د مهم دوست په څېره کې را څرګند شوی دی. پاکستان له دې اړخه نه جبرانېدونکی زیان کړی او د ۳۰ کلونو خواري یې په سیند لاهو شوې.
پاکستان هڅه کوي چې په کابل کې له لاسه وتونکې ګټې بېرته خوندي کړي. اسلام‌اباد په تېرو ۶۶ میاشتو کې هڅه وکړه چې له افغانستان سره د خبرو اترو زمینه برابره کړه چې په کابل کې له څو خونړیو بریدونو وروسته یې دغه خوب رښتیا شو.

موخه یې د کابل او امریکا په اهدافو له ښکېلو غاړو سره د مخامخ ډیالوګ پیلول وو. پاکستان چې د نوي کال په لومړۍ ورځ د ټرمپ تر ټویټ وروسته د امریکا په خطرناکو ارادو یقیني شوی وتوانېد او په کابل کې له افغان او امریکايي چارواکيو سره خبرو اترو ته بهانه پیدا کړي. د ولسمشر غني له خوا له پاکستان سره درول شویو خبرو او اسلام‌اباد ته د امریکايي چارواکيو د ورتګ کموالي هغه هېواد وارخطا کړی و او په دې برخه کې له هند سره د واشنګټن او کابل د اړیکو لا غوړېدا له کلکې ننګونې سره مخامخ کړی ښکارېده.

په دې وروستیو کې بیا نږدې هره اوونۍ د کابل هوايي ډګر د پاکستاني چارواکيو د تلو را تلو شاهد وي. د پوځ مشر یې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې وروسته بیا کابل ته را رسېدلی چې د افغانستان او سیمې له پوځي مشرانو سره د افغانستان او سیمې په ټیکاو خبرې وکړي. پاکستان او ایران تل د افغانستان پر سیمه‌یز حل ټینګار کړی او باور یې دا دی چې په دغه ډول سیمه‌یزو خبرو اترو کې دوی په اسانه خپل زین کړي اسان ځغلولای شي. جنرال باجوه چې د پاکستان د نظامیانو پلار بلل کېږي، هڅه وکړه چې په سیمه‌یز ډیالوګ کې ایران او ترکیه هم را کاږي او چین یې وار له مخه ورته په موضوع کې ښکېل کړی. په دې لړ کې ښاغلي باجوه په کابل کې د ایران او ترکیې له سفیرانو سره ولیدل او له دواړو یې په افغان سوله کې د کړو «نه لیدلو» هڅو له کبله د مننې او ستاینې الفاظ واورېدل. پاکستاني رسنیو دغه خبر په غټو ټکيو کې را اخیستی دی او خوشاله دي چې په کابل کې یې پوځي چارواکيو وکولای شوای د پاکستان ګټو ته لوری ورکړي او د کابل پر ځای د دوی ستاینه کېږي.

باجوه او ډلې یې له جنرال نیکولسن څخه هم د ورته مننې تمه درلوده او هڅه یې وکړه چې پاکستان د روانې ترهګرۍ ضد جګړې قرباني وښيي. دغه په پرله‌پسې هڅه کوي د امریکا بدل شوی نظر او ترحم بېرته خپل کړي، خو جنرال نیکولسن وايي چې پاکستان باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې خپل چلند جدي او د حقاني په ګډون ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي.

پاکستان په تېرو اویاوو کلونو کې د خپلې پوځي ډیپلوماسي له کبله په سیمه‌یزه کچه ښه لوبه کړې او د لسیزو له‌پاره یې پر ارادو ان ستر قدرتونه سم و نه پوهېدل. د هغوی وېره دا ده چې د افغانستان، هند او امریکا په نوي درې اړخیز سیاست او ښکېلتیا کې به دوی هغې ګوښه کندې ته ور ټېل وهل شي چې بېجینګ او ماسکو یې د را بهر کولو وړتیا نه لري. په وروستیو څو میاشتو کې چې له واشنګټن او کابل سره د اسلام‌اباد په اړیکو توره ورېځ خپره شوې پاکستاني چارواکي د داسې روښنايي د موندلو په لټه کې وو چې له برکته یې د دوی له سترګو پناه سټراټېژیو ته لار ومومي. له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۶ پورې په افغانستان کې د روان کړکېچ په تړاو د امریکا او پاکستان راشه درشه له څو کوچنیو خوابدیو پرته توده وه او د اوباما له برکته پنجاب ځان په ګټه کې لیده، خو د ټرمپ له راتګ سره پرې رڼا ورځ تیاره شوې او وېره یې د ټاکنو په درشل کې د امریکايي بریدونو د زیاتېدو مخنیوی دی چې له څلورو کلونو وروسته بیا د پاکستان پر خاوره پیل شوی دی. د امریکا د نوې تګلارې پر اساس به دغه هېواد په ترهګرو پسې ان د پاکستان لویو ښارونو ته سر ور وغځوي او په دې برخه کې د ځمکني ځواک په توګه لږ تر لږه په قبایلي سیمو کې ان د افغان ځانګړو ځواکونو د کارېدو د امکان خبره هم کېږي.

د امریکا نوې تګلاره پر جګړې او زور تمرکز لري چې ډېر کله تر پولو اوړي او پاکستان هڅه کوي چې د امریکا پر وړاندې دفاعي سیاست غوره او له افغانستانه وخت تر لاسه او په موقع لوبه وکړي. دوی ته بیا وخت په لاس ورغلی او کوښښ کوي چې له افغانستان سره پیل کړې راشه درشه د ولسمشرانو کچې ته لوړه او د امریکا او نړۍ فشارونه بېرته قابو کړي. افغانستان د تحلیل کونکو په اند تېروتنه کوي چې له پاکستان سره یې یو ځل بیا د خبرو اترو پر مېز چنې وهل پیل کړې دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply