پۀ عمر پخه ښځه د ګلانو هټۍ ته راغله / زاهد الله رښتین

0 1,825

پۀ عمر پخه ښځه د ګلانو هټۍ ته راغله،
سلام يې واچه وۀ زیاته يې کړه زویه یو ښايسته د ګلونو ګېډۍ، چې پۀ ټوله هټۍ کې دې سارئ ونۀ لري غواړم ؤپېرم،
تر څنګ د مې ګلونو ښکلې ګېډۍ ايښې وه را پورته مې کړه ورته مې وویل دغه دي مورجانې تر دې نور ښکلي ګلان نۀ لرم
ؤيې ویل ډېر ښکلي دي کټ مټ لکه زما ګران؛
خو پۀ څو پۀ روپۍ دي زویه؟
ورته مې ویل مورجانې ۹۰ افغانۍ.
پۀ خبرو کې را ؤلوېده زویه دومره نۀ لرم که نه تر هغۀ دې ډېرې ځار وي
ورزیاته مې کړه مورجانې ستا لۀ پارۀ مې ۹۰ افغانۍ کړۀ که نه لۀ ۱۲۰ افغانیو يې کم نۀ پلورم
ډېر ټينګار یې کوۀ
ورزیاته مې کړه مورې زۀ ځان نۀ شم تاواني کؤلای څۀ زور او جبر خو نۀ دی وړیا خو يې نۀ شم درکؤلای مۀ لمانځه دا د ميینانو ورځ څۀ فرض خو نۀ ده
بوډۍ ښځې چادري پورته کړه
پۀ ژړغوني غږ يې وویل زویه!
دا مې زوی ته وړم پۀ قبر يې ورته ږدم خبرې ورسره کؤم خلک وايې نن هغه چاته باید ګلان او ډالۍ ورکړې چې مينه ؤرسره ؤلرې ما مخکې دا ورځ نۀ پېژنده
زما زوی چې کله ژوندی وۀ هره ورځ مو د مينې وه لۀ موږ نه پۀ کې د مینې ورځ ؤرکه وه د مينې ورځ مو نۀ پېژنده ستا پۀ څېر ښکلی زوی مې وۀ د کابل پۀ بمي چاودنه کې مې زوی شهید شو؛
بې زویه شؤم
سلګو واخيسته رڼې اوښکې يې پۀ مخ راروانې وې زما هم بې اختیار اوښکې لۀ سترګو بهېدې
د ګلانو ګېډۍ يې پۀ غېږ کې ونيؤله پيسې يې راکړې د بخښنې تر څنګ مې پیسې هم بېرته ورکړې
بوډۍ ښځې د مننې پۀ کؤلو لۀ هټۍ ؤوته
پۀ څوکۍ کېناستم پۀ شا شا مې پسې کتل
دا شېبه مې د ژؤند تر ټولو ترخه شېبه وه چې ما ؤليده.
پای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply