مدني حرکت په غیر مدني عناصرو؟!

0 901

مدني حرکت په غیر مدني عناصرو؟!
ودان روښان
مخکې له دې چې مدني حرکت وپېژنو! او هم دا و ارزوو چې څوک د مدني حرکت وړتیا او توان لري؟ ایا غیرمدني عاصر هم مدني حرکتونه کولی شي؟ له غیرمدني عناصرو د مدني حرکت تمه لکه له دالو چې څوک پلو پخوي بله کومه تمه هم کېدی شي؟ له دې ټولو مخکې به غوره وي چې په خپله د مدنيت یا تمدن او څه نا څه د مدني ټولنې په مانا پوه شو او وروسته به هڅه وکړو چې پورته پښتنو ته ځواب ومومو.
لومړی تمدن څه ته وایي؟ تمدن یانې مدني یانې ښاري په دې مانا چې له بدوي او لومړني حالته د ژوندانه پر ښاري حالت بدلېدو یا ښاري ژوند ته تمدن وایي. له دې داسې اخیسته کېدی چې له سمڅو او دښتو له ژونده ښاري ژوند ته اووښتل بیا تمدن دی خو داسې ښکاري چې دغه تعریف تر ډېره سم نه وي دا ځکه چې له بدوي حالته تر ښاري ژونده رسېدو پورې یو بل پړاو دی چې ښاري ژوند نه خو له بدویت تر ښاریت پورې واټن جوړوي چې دا په خپله یو مهم پړاو دی. همدغلته ده چې انسانان د خپلو اړتیاوو پوره کولو په موخه د کار له طبیعي مرستندویه اوزارو د کار اخیستو پرځای د دغو اوزارو طبیعي بڼه بدلوي او یا د هغو د ښې کارونې له پاره ځینې څیزونه پر خپل لاس جوړوي چې همدغه بیا د تمدن نښه بلل کېږي، د بیګې په توګه د ښکار له پاره د کاڼي ګوزارولو په موخه مچلوغزه جوړه کړي، د طبیعي بوټو پرځای ځینې بوټي په چمتو شویو ځمکو کې وکري، د ځانونو تودلو له پاره د ځینو څارویو له وړیو یا پوټکي جوړو شویو توکو کار واخلي او دې ته ورته نور کارونه، یانې د انسان د ګټې له پاره له خپلسره او طبیعي حالته بلې بڼې ته د یو توکي اړولو ته تمدن وایي د بېلګې په توګه خپلسره راشنه شوې ونه تمدن نه بلکې د هغې په پیوندولو سره د میوې په کیفیت او کمیت کې بدلون راووستل بیا تمدن دی. عادي کاڼی تمدن نه بلکې د وسلې یا د خوراک پر لوښي د هغه بدلول بیا تمدن دی. طبیعي راشین شوی لرګی تمدن نه بلکې د هغه لنډول، له هغه خاښۍ یا د ځمکې پستولو په موخه دهغه تېره کول بیا تمدن دی او دغه کارونه مخکې له هغه چې ښارونه جوړ شي خلکو کړي وو نوځکه خو ویلی شو چې تمدن له ښاریت مخکې دی. اوس راځو مدني ټولنې ته یانې مدني ټولنه څه ته وایي؟ په لنډه مانا خو د خلکو هغو ډلې یا ټولنې ته ویل کېږي چې د ټولو یا نورو کسانو د خیرښېګڼې له پاره راټولېږي او په یو کار لاس پورې کوي. د بیلګې په توګه یو څوکسان راټولېږي او د کلي لارې یا پله جوړولو ته خلک هڅوي یا ددغه کار له پاره چې د ټولو په ګټه دی له حکومت یا یو بل چا مرسته غواړي. یانې د خلکو هغه وتلي کسان چې یوازې د ځان له پاره نه بلکې د یوې ټولنې له پاره کار کوي دې ته مدني ټولنه وایي خو په لږ نوي تعریف سره د خلکو هغه ډلګۍ چې د خلکو ستونزې له حکومت سره شریکوي او په دې برخه کې مرسته غواړي نو ځکه خو د خلکو او حکومت ترمنځ پل هم ګڼل کېږي. سره له دې چې د ډېرو نورو ټولنیزو ښکارندو په شان مدني ټولنې ته هم ټولمنلی تعریف نه دی وړاندې شوی خو ځینو د مدني ټولنې نښه بیا د راکړې ورکړې یوه مامله ګڼلې یانې د ځینو څیزونو لاسته راوړلو له پاره باید ځینې څیزونه له لاسه ورکړي یانې د سوله ییز ژوند، د عدالت ټینګښت، د ودې او پرمختګ له پاره باید خپل یوه اندازه واک چې هماغه ازادي او خپلواکي ده، دولت ته ورکړي یانې په لنډه کې خلک باید د دولت قانون ومني، مالیه ورکړي، نظم ګډوډ نه کړي، پر نورو تېری ونه کړي خو په بدل کې یې دولت هم د خلکو ترمنځ عدالت تامین، د سوکاله ژوند چاپیریال ورته برابر او د ژوندانه ښه کولو له پاره یې هاند او هڅې وکړي. البته چې د مدني ټولنې ډېرې نورې نښې هم شته چې یادول یې د دغه مطلب په پولو کې ناشوني دي. خو کله چې دولت د خلکو یادو غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راشي نو خلک د دولت قوانینو په پام کې نیولو سره په داسې بڼه سوله ییز اعتراض کوي چې نورو ته په کې د زیان نه رسولو، ټولنیز نظم نه ګډوډولو او د تړون له مخې هغو ازادیو چې ترې تیر شوي ژه ژمنې سره خپل غږ پورته کوي چې دغه ته بیا مدني اعتراض وایي د بېلګې په توګه همدا څو ورځې مخکې پښتنو د پاکستان په پلازمینه کې په سوله ییز ډول مدني اعتراض وکړ او له حکومته یې د عدالت او امنیت غوښتنه وکړه، پرته له دې چې نورو ته زیان ورسوي او ټولنیز نظم ګډوډ کړي دا ځکه چې معترضین د مدني اعتراض په مانا پوهېدل او په ټوله منا مدني عناصر وو نو ځکه خو دغه اعتراض له پراخ ملي او نړیوال ملاتړه هم برخمن شو. خو ایا هغه کسان چې د مدني ټولنې ارونو ته یوه زره هم ژمن نه وي، قانون تر پښو لاندې کوي، د قانون له ترټولو ستر ماتونکي وي، د انساني کرامت او بشري حقونو ترپښو لاندې کولو، جرمونو او جنایتونو اوږده مخینه لري له دوی هم د مدني اعتراض تمه کېدی شي. په خپله هم وایي چې داسې مدني اعتراض؟! وکړي چې ماڼۍ ړنګۍ کړي، کړکیچ رامنځته، د دولت سقوط خطر هم ولري، ښکر مات کړي څه او څه … دغه حرکت ته مدني حرکت ویلی شو. هغه کسان د نورو غوږونه په غاښونو شکوي، د ډله ییزو او نسل وژنو او جنګي بې شمېره جنایتونو تور داغ پرټنده ولري هغه هم مدني اعتراض کولی شي؟ یا یې تمه ترې کېدی شي؟ ایا دا شونې ده چې څوک دې له ترخو دالو خوندور پلو پوخ کړي ایا داشونې ده چې تور کارغه یا ټپوس دې د بلبل غاړې وکړي یا دې د ښایښته کوترې په شان بچي راوړي یادې ییږ د هوسۍ بچی وزېږوي؟ دا ناشونې ده هغه څوک چې د ولسمشر امر نه مني او په غیرقانوني توګه خلک یرغمل کړي، له نامالومو سرچینو په بیخي لږ موده کې میلیاډر شي او د خپلو ناروا او نامشروع ګټو په خاطر د بې ګنا انسانانو وینې تویه کړي له هغه هم د مدني اعتراض تمه کېدی شي؟ داسې ښکاري چې که ددغه ډول مدني ضد کسانو د بغاوت مخه ونه نیول شي ښایي ستر ناورین رامنځته کړي نو ځکه خو دولت باید د خلکو سر، ناموس، مال، نظم او نورو قانوني حقونو خوندي کولو په موخه چې ددولت لومړنۍ دنده پر خپل ټول توان ددغه غویمنډ او انډوخر مخه ونیسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply