د ښاغلي اتمر سفر او د سعودي رول دواړه مهم دي/ اېمل پیاوړی

0 867

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر داسې مهال سعودي عربستان ته رسمي سفر کوي چې تر بل هر وخت د افغانستان په وسله والو مخالفینو، طالبانو، ترهګرو او د هغوی پر پلویانو د کلابندۍ کړۍ راتنګه شوې، ځکه له یوې خوا د هېواد د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري طالب وسله وال عملاً د جګړې په ډګر کې له ماتې او نهیلۍ سره مخ دي او له بل لوري د ملي یووالي حکومت د فعالې ډیپلوماسۍ له امله د ترهګرۍ او ترهګرو ملاتړی پاکستان تر نړیوال فشار لاندې دی چې تر بل هر وخت ځان زیات منزوي احساسوي.

په دغه حساس پړاو کې سعودي عربستان ته د ښاغلي اتمر سفر ځانګړی ارزښت لري، ځکه چې نوموړی د حکومت د فعالې ډيپلوماسي او د خپل پیاوړي منطق او استدلال پرمټ سعودي مقامات له افغانستان سره په  بېلابېلو په ځانګړي ډول نظامي همکاریو او د سولې پروسې ملاتړ ته لا ډېر هڅولی او قانع کولی شي.

باعزته او تلپاتې سوله چې د افغانستان د خلکو او افغان دولت له مهمو لومړیتوبونو او غوښتنو څخه ده، نو دغه لومړیتوب ته د رسېدو په برخه کې سعودي ته د ښاغلي اتمر سفر له دې امله هم ارزښتناک دی چې یاد هېواد د خپل هغه نفوذ او اغېز له امله چې ورڅخه برخمن دی په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په برخه کې پام وړ رول لرلی شي.

د افغان حکومت د فعالې ډیپلوماسۍ او له سعودي عربستان سره د افغانستان د دوستانه اړیکو له برکته لا وار دمخه د طالب وسله والو او د دوی د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د سعودي عربستان د مقاماتو رسمي دریځ تر پخوا لا زیات روښانه شوی دی او باور دی چې د ښاغلي اتمر د سفر له برکته به په دې برخه کې لا ډېر وضاحت او قاطعیت راشي، ځکه پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو وروستیو وحشتونو او جنایتونو د دوی پر ضد د ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول د سعودي عربستان په ګډون د اسلامي هېوادونو کرکه راپارولې ده.

د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ ټول هېوادونه اوس دې پایلې ته رسېدلي دي چې ترهګري نه یوازې د سیمې او امنیت د ثبات او پرمختګ لپاره تهدید او د بشریت د ژوند پر وړاندې لوی خطر دی، بلکې سعودي عربستان ترهګریزو فعالیتونو ته له دې امله هم اندېښمن دی چې ترهګر خپلې ناوړه او د اسلام او بشریت ضد کړنې د اسلامي ارشاداتو د ناسم تعبیر له امله توجیه کوي او په دې ډول دوی کوښښ کوي چې په سیمه او نړۍ کې د اسلام مقدس دین روښانه او ځلنده تصویر متضرر کړي، مګر دسعودي په ګډون هیڅ اسلامي هېواد به ترهګرو ته د دې اجازه ورنه کړي چې د خپلو غیر انساني او غیر اسلامي کړنو د توجیه او تعبیر لپاره له اسلامي لارښوونو او په لویه کې د اسلام مقدس دین ارشاداتو څخه ناوړه ګټه واخلي.

د ترهګرو د ځپلو او د ترهګرۍ د نابودۍ لپاره تر بل هر وخت د سیمې او نړۍ هېوادونو لا ډېرې او جدي مبارزې ته اړتیا ده. داسې مبارزه لکه افغان مېړني او زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه یې چې له هر ډول تفکیک پرته پرمخ وړي او باور دی چې د ښاغلي اتمر سفر او د سعودي عربستان پرېکنده دریځ به د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې پام وړ رول ولري چې له امله به یې نه یوازې په افغانستان، بلکې ټوله سیمه کې امنیت او ثبات تامین او د ترهګرۍ شومې پدیدې تهدید او خطرونه دفع شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply