د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو منطق پوهېږئ؟/ جان اغا بهار

0 982

د الکټرونيکي تذکرو د وېشلو او برابرولو د پلان مساله له ننه ۸ کاله وړاندې په ۲۰۱۰۰ ز کال کې راپورته شوه، د هغه وخت د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژي پخواني وزير امیرزي سنګین په یوه غونډه کې رسنيو ته ویلي وو چې افغان دولت پر خپلو هېوادوالو برېښنايي پېژندپاڼې يا تذکرې وېشي.

د برېښنایي پېژندپاڼو کمال او د ګټنې منطق په دې کې دی چې په دغو پېژندپاڼو کې به د يوه کس ټولې کره ځانګړنې او ان د هغه د سترګو او ګوتو نښې هم ځای پر ځای وي چې په ښه توګه د یو شخص د هويت تثبیت کوي او په عین وخت کې د هر ډول نیرنګي، فریبکاري او چالاکي مخه نيسي، له پولیسو سره به د مظنونانو په برخه کې ځانګړې مرسته کوي چې په پایله کې به د جرایمو ګراف راټیټ شي، ځکه هغوی چې جرایم کوي یا یې د کولو معنوي عنصر لري؛ نو وېره او ترس به ورسره وي چې د جرمي عمل تر ارتکاب وروسته حتمي نيول کېږي او د فرار او یا پټ پاتېدو چانس یې بېخي کم دی، ځکه په پېژندپاڼه کې یې د ګوتو، سترګو او نورو نښې درج دي او په پای کې به د خپل عمل سزا وګوري، لکه ښه بېلګه یې هالینډ یادولای شو، دا تېر کال هلته د هغه یو زندان دروازې هم وتړل شوې، ځکه چې خلکو جرم نه کاوه، داسې نه ده چې انسان دې بېخي جرم نه کوي، بلکې د جزا حقوقپوهان پر دې نظر دي چې همدا انسانان او دا ټولنه وي، په راتلونکي کې به هم جرایم تر سره کېږي او د جزا حقوقو د لوستلو یا منځ ته راتګ په اهدافو کې هم دا خبره ذکر ده چې د جرایمو د همېشه‌والي له حيثيته، مانا دا چې په تېر کې هم جرایم تر سره شوي، اوس هم او په راتلوونکي کې به هم تر سره کېږي، ځکه د دې علم لوستل مهم دي.

په هالینډ کې برېښنایي پېژندپاڼو دا ګټه کړې چې څوک دې جرایم تر سره نه کړي، ځکه چا چې د جرم کولو هڅه کړې یا یې جرم انجام کړی، نيول شوی او د جرمي عمل سزا یې ليدلې؛ نو بالاخره د هغو هېوادو د وګړيو پر دې فورموله خپله عقیده جوړه کړه چې نور باید جرم تر سره نه کړي، ځکه بې‌پلټنې او بې‌رسیده‌ګي نه پاتېږي، لوڅېږي.
خو زموږ هېواد کې چې کله د الکټرونیکي تذکرو د وېشلو د طرحې خبره وشوه، ګاونډي هېوادونه وپوهېدل چې د دوی منحوس او لوېدلي اهداف په افغان دولت د دننه بې‌غیرته او بې‌وجدانه چارواکيو په اساس نور نه‌شي تر سره کېدای، ځکه د دوی هر شیطاني حرکت او پټ مردود عملونه د برېښنایي پېژندپاڼو په مټ لوڅېدای شي او کله چې دوی نيول کېږي، د حساب‌دهي په وخت کې د هغه هېواد څېره لوڅېده، ځکه یې د دې ملي ګټن محوره پروسې پر وړاندې د خنډونو او تاخراتو مسایل چې کورنۍ جامې یې ور واغوستې او په یو چل دا مساله را منځ ته کړه چې په دې کې دې اسلام، افغان او د هر قوم ژبه، یا ملیت ولیکل شي چې دا مساله پراخه شوه او دا دی تر ننه یې دوام کړ چې عبدالله عبدالله یې هم د وېشلو پر وړاندې راپورته شو.

له دې امله پرديو کړيو د کورنيو چاپلوسانو په مټ کلونه خنډونه جوړ کړل او مخه يې ډب کړه چې د پېژندپاڼو له نعمته محروم شو، ځکه په دغو پېژندپاڼو کې یو برېښنايي چيپ وي چې په پېژندپاڼو سربېره به پکې د موټر چلولو لېسنس، د ګاډو جواز سیر، د ټاکنو له‌پاره د کارټ مالومات او د ګڼو ټګيو برګيو مخه به نيسي، له پوليسو سره به هم د مشکوکو کسانو په پلټلو کې مرسته کوي او د موبايل سيمکارټونه به هم په پېژندپاڼه ثبتېږي چې د ناخوالو مخه ونيسي.
اوس تاسې وواياست؟
چې ګاونډي هېوادونه دا هر څه برداشت کولای شي او یا ورته دا د منلو وړ ده!؟ نه هيڅکله نه.
چې په هر قیمت او قرباني کېږي د دې ملي پروسې د تامین او وېشلو د تضمین لهپاره خپل غږونه اوچت کړئ او پر وړاندې یې د جبر ټول دېوالونه ونړوئ چې له ګڼو نوادرو او ناخوالو مصوون شو، دا یو بل فرصت وګڼئ.

دا موقع باید په هيڅ ډول له لاسه ور نه کړو. زه په باوري توګه دا ډاډ درکوم چې د دې روانو دردبدریو او ناتارونو ګراف به د پام وړ ورسره راټیټ شي. دلته خلک خپل هوس او فردي ګټو لېوني کړي دي، ستاسې غم ورسره نه‌شته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply