د مضاعف تابعیت /مهرتاج

0 680

مضاعف تابعیت

ځینې عوامل دی چې د مضاعف تابعیت د ایجاد باعث ګرځي چې د ازدواج په اثر مضاعف تابعیت دی د تابعیت په هکله د تفکر د اختلاف په نتیجه کې د معاهداتو مختلف تفسیر په نتیجه کی

ازدواج هغه وخت د مضاعف تابعیت لامل کیږي چې زوجین مخکی له ازذواج څخه د مختلفو تابعیتونو لرونکي وي او د زوج د متبوع دولت قوانین په خپل پخواني تابعیت کې د زوجې د پاتی کیدلو اجازه ورکړي او همدارنګه د زوجې متبوع دولت قوانین هم هغې ته د تابعیت د ترک اجازه نه ورکوي
ځینې هیوادونو د خاورې سیستم قبول کړی بیا ځینو د وینې سیستم قبول کړی نو کله چې د وینې د سیستم قبلونکی هیواد له اتباعو څخه د خاورې سیستم لرونکي هیواد کې ماشوم تولد شي نو دلته ماشوم دوه تابعیت خپل کړه چې دا هم د مضاعف تابعیت د رامنځته کیدو تابعیت دی
ځینې وختونه د افرادو تابعیت د معاهداتو په موجب تغیر پیدا کوي خصوصا هغه معاهدات چې چې د جنګونو څخه وروسته د غالب او مغلوب دولتونو تر منځ منعقد کیږي د سرحدونو په تغیر سره د زیات شمیر افرادو تابعیت هم عوض کیږي او هغه سیمې چې له یو هیواد څخه بل هیواد پورې ملحق کیږي د هغې سیمو ساکنین هم نوی تابعیت تر لاسه کوي مګر ځینې وختونه د تابعیت تغیر د مهاداتو د تفسیر د شعاع لاندې راځي او هر یو د ددولتونو څخه د هغې تفسیر په اساس چې د معاهدې څخه يې کوي افراد خپل تابع بولى چې مضاعف تابعیت رامنځته کیږي
لکهـ په اتلس سوه اویا میلادي کال کې د فرانسی او المان ترمنځ جنګ کې فرانسی ماته وخوړه او د فرانکفورد د معاهدې په موجب د الزاس او لوران سیمې د فرانسی څخهجدا شوی او المان پورې ملحق شوی چې تر نولس سوه څوارلس کال پورې دوام درلود د فرانکفورت د معاهدی د انعقاد څخه وروسته د المان او فرانسی تر منځ ددغې معاهدې دویمې مادې په نسبت د نظر اختلاف رامنځته شو په دې ډول چې المان د معاهدې د انعقاد په وخت کې الزاس او لوران سیمو کې یوازی د اشخاصو اقامت د الماني تابعیت د تحقق لپاره کافي دی په داسی حال کی چې د فرانسې د محاکمو لپاره د معاهدې څخه د المان داسې تفسیر د قبول وړ ندی چې په پابله کې د نوموړې سیمې خلک د مضاعف تابعیت لرونکي شول
مضاعف تابعیت د نړیوالو جرایمو یو لامل دی په اوس وخت هیڅ یوه داسې موفقنامه د هیوادونو ترمنځ د مضاعف تابعیت د موضوع د حل او فصل لپاره نده منعقد شوی خو ځینې کنوانسینونه او کنفرانسونه تر سره شوي چې کافي نه دی او د هیوادونو قوانینو هم ورته په ضمني ډول اشاره کړی نو تر کومه وخته پورې چې د تابعیت د وحدت او تغیر اصول وجود ولري مضاعف تابعیت به د ازدواج په اساس رامنځته کیږي او تر هغې چې د تابعیت د خاورې او وینې سیستمونه وي مضاعف تابعیت به د تولد په اساس وي
او تر هغې چې یو دولت یو شخص د مخکني تابعیت په ترک مشروط نکړي مضاعف تابعیت به د عدم اطمینان په اساس رامنځته کیږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply