د سر څېړونکي عبد الله بختاني خدمتګار جنازه د یکشنبې په ورځ سهار لس بجې د جلال اباد شیرزي لوبغالي کې وشوه چې افغانستان وتلو لیکوالانو او ادب د لارې په سلګونو لارویانو پکې ګډون کړی و.
سرڅېړونکی عبدالله بختانی پرون شنبه د درې نوي کلونو په عمر وفات شو .
بختانی په پښتنو کې د ویښو زلمیانو د غورځنګ وروستی غړی ګڼل کیده.
هغه په خپل ژوند له سلو ډېرعلمي او تحقیقي کتابونه لیکلي وو.
جنازه کې د ولسمشر سلاکار او کابل پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون وویل” د بختاني مړینه د پښتو ژبې او ادب لپاره یوه لویه ضایع ده خو د خدمتګار کړي خدمتونه به هیڅکله هیر نه شي، هغه روان کیسه لیکونکی، د اثارو تصحیح کوونکی او مورخ و.”
جنازه یې د یکشنې په ورځ د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ په پلرنۍ هدیره بختان کې خاورو ته وسپارل شوه.
سرمحقق بختانی خدمتګار د پښتو ټولنې او د افغانستان د علومو اکاډیمۍ غړی و.
او همدا شان د کابل پوهنتون استاد پاتې شوی.
هغه د زيري جريدې او د هېواد دولتي ورځپاڼې مسؤول مدیر په توګه کار کړی وو او هم د ننګرهار او پکتیا مجلو مشري کړې وه.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې د مرحوم خدمتګار په مړینه خواخوږي څرګنده کړې ده.
ښاغلي عبدالله ویلي ” استاد عبدالله بختاني خدمتګار لسګونه کاله د پښتو او دري ژبې لپاره د خدمت مټې را نغاړلې وې او د علومو اکاډمۍ په اډانه کې یې د پښتو ادبیاتو او ګټورو عملي اثارو په لیکلو کې یې د پام وړ هڅې وکړې”.
اجرائیه رئیس ویلي،چې د پښتو ادبیاتو لپاره د استاد بختاني هڅې او هاند د هېرولو نه دي او له شک پرته چې مړینه یې د پښتو او دري ادب لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320