اسلام کې د ښځې مقام څه ده /مهر تاج

0 1,735

په اسلام کې د ښځې مقام څه ده؟
مخکې له دې چې د اسلام په رڼا کې د ښځې مقام تشریح کړو، لږ به « د اسلام څخه مخکې » د ښځې مقام او حیثیت مطالعه کړو .

* رومیانو به ویل چې؛ ښځه روح نه دی.مذهبي رومانو به د ښځې اوبو ته نېږدوالۍ ستره ګناه ګڼله.

*چینایانو به ویل چې؛ ښځه هغه دردونکي اوبه دي، چې نیکمرغې پریمنځي او چینایي میړه دا حق لري، چې خپله ښځه ژوندۍ ښخه کړي.

* فارسیانو به ویل چې یو فارسي نارینه ته جایز دي، چې محرمو خپلوانو سره نکاح وکړي،د خور، لور سره به یې ودونه کول او یو فارسي حق لري چې په خپله میرمن د مرګ حکم وکړي.

*یهودو ویل : ښځه یو ملعون موجود دی ، ځکه د سرکشی لامل کېږي. ښځه به یې د حیض په وخت کې پلیته بلله او په دغه ورځو کې به یې چا د لاس خواړه نه خوړل.

*هندوانو د ښځې په اړه ویل: مرګ، دوزخ، زهر، مار او اور؛ د یوې ښځې نه بد نه دي.

هغه مهال چې هندوانو ښځه ژوندۍ سوځوله، د افلاطون په جمهوریت کې ورته له مریې نه په ټیټه سترګه کتل کېدل.

کله چې به د یوې ښځې خاوند سوځول کېږي (مرګ نه وروسته مړي سوځوي) نو ښځه یې ورسره باید ژوندۍ وسوځله یا هم خښوله. او یا به هم د ښځې سر کلوه،تر څو به چې دا ښځه ژوندۍ وه چا به ورسره نکاح نه کوله.

* نصرانیان په ۵۸۶م کال کې په فرانسه کې راټول شو، چې ایا ښځه انسان دی او که نه؟
ایا روح لري او که نه؟
که روح لري نو روح یې د انسان دی او که د حیوان؟

که د انسان روح لري،نو ایا د یو نارینه په څېر دی او که نه؟

په پای کې دوی پریکړه وکړه،چې ښځه انسان دی، خو د نارینه د جنسي غریضي اشباع او خدمت لپاره پیدا شوې.

* د انګریزانو پارلمان ـ اتم هنري ـ پریکړه کړي وه چې؛ ښځه حق نه لري چې د انجیل (العهد الحدید) ولولي، ځکه چې ښځه پلیته ده.

* بابلیانو به د عشتار خدای ته د زنا لپاره وقف کوله.

* عربانو ښځې ژوندۍ ښخولي…

ـ دا هغه زمانه وه چې ټول بشریت په خټو کې رغښت، د بشر خالق پرې رحم وکړ او په سوځنده او سوکړه ځمکه یې خپل رسول راولیږه: بشریت یې له خټو راپورته کړو او لومړی غږ یې دا وکړ :

ترجمه: ” او کله چې په ګور د ژوندیو خښو شویو نجونو څخه پوښتنه وشي، چې په کومه ګناه وژل شوي دي.“

د بشریت ناجي ښځې له قیمتي او نازکو هندارو سره تشبیه کړې چې له دوی سره نرمي کوئ، په هره غزا کې به یې امر کاوه چې ښځه باید ونه وژل شي، که څه هم ښځو به جګړو کې ګډون کاوه، د احد په غزا کې “هندې “د حمزه زړه راوویست، خلک یې جګړې ته هڅول، ابودجانه ” صحابي پرې توره پورته کړه خو کله چې باوري شو چې ښځه ده، پریېښوده، د حنین په غزا کې د خالد د لاسه ښځه وژل شوې وه، رسول ص پسې خلک واستول چې دا کار دې ولې وکړ، ایا ما درته نه و ویلي، چې په ښځو غرض مه لرئ؟

د بني عبدالمطلب سندرغاړې “سارې ” به په مکه کې رسول الله ص غانده، د بدر له غزا وروسته مدینې ته لاړه، رسول الله ص ته ورغله، ورته یې وویل، د لارې خرچه نه لرم، رسول الله ص ورته وویل: له سندرو نه څه لاس ته نه درځي؟ سارې وویل، له کومې ورځې نه چې د قریشو مشران وژل شوي ماته څوک څه نه راکوي،رسول الله ص خرچه ورکړه، ښځې بل خیانت هم وکړ؛ په مکه باندې یې د رسول الله ص د حملې خبر په خپلو کمڅیو کې ونغښت، رسول الله ص ته وحي وشوه، هغه زبیر او علي ورولیږه ورته یې بیا هم سپارښتنه وکړه، چې ښځې ته څه ونه وایاست، هم هغسې وشول.!!

د بدر په غزا کې رسول الله ص یو مشرک بندي نه فدیه وغوښته، هغه ورته کړې: ای محمده، څلور لورګانې لرم د هغوی په خاطر مې پریږده، (سړی د رسول الله ص په مرګ پسې راغلی مشرک دی،لورګانې یې هم مشرکانې دي) خو رسول الله ص پریښوده.

رسول الله ص په وروستۍ خطبه کې مومنانو ته په ښځو او له هغوۍ سره په نیکۍ سپارښتنه وکړه.

اسلام ښځې ته د ماشومتابه پر مهال احترام وکړ « په نوم یې باید پسه ذبح شي» او که څوک څلور لورګانې ولري رالوی یې کړي، پالنه یې وکړي، نو رسول الله ص به یې د قیامت په ورځ شفاعت وکړي، د پېغلتابه پر مهال یې د هغې شخصیت ته احترام وکړ « د ژوند د ملګري د انتخاب حق یې وروسپاره»

د مېرمنتابه پر مهال یې د هغې شخصیت ته احترام وکړ، « د مهر څخه نیولې تر ټولو تکالیفو پورې د میړه پر غاړه واچول» او چې کله مور شوه نو « جنت یې په دغومره طول او عرض د هغې د پښو لاندې کړ»

احناف فقهاء وایي: ښځه چې په کور کې محبوسه ده، نو هغه د نفقې په بدل کې ده، که ښځه غواړې کار وکړي نو بیا یې پر خاوند نفقه نه واجبیږي، او ښځه د کار حق لري.

نو اوس سوال دا دی، چې بل کوم مذهب او دین ښځې ته دومره حق ورکړی دی؟

هغه فیمینسټان چې د نړیوالو بشري حقوقو نعري وهي؛ یو ځل دې په خپل ګریوان کې سر ښکته کړي، د بشریت په تاریخ کې دې د ښځې مقام وګوري، ورته به جوته شي، چې د ښځې قدر او قیمت په اسلام کې دی، نه په بل کوم دین او مذهب کې!!!

د دې پر ځای چې نر وغندئ او ښځه ښکته،پورته کړئ؛ دا ووایست چې مونږ د ښځو شرعي حقوق غواړو؛ ښځې ته دې ټول هغه حقوق ورکړل شي،کوم چې اسلام ورکړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply