د سیاستونو سم مدیریت او پایله

0 601

د سیاستونو سم مدیریت او پایله
ډاکتر همدرد
ټوله نړۍ کې دا اصول دي او یا په بله اصطلاح د ډيپلوماسۍ اصل همدا دی چې له ګټو او وخت سره سم سیاستونه بدلیږي، ځینې هغه هېوادونه چې ځان حاشیې ته کوي او ځان بې پرې ښيي داسې مسایل شته چې باید پکې ځان ښکیل کړي.
د دې تر څنګ ځینې نور هېوادونه له ځینو نورو سره د ګډو ګټو او مشترکاتو له اړخه ځینو سیاستونو احتیاط کوي، خو کله چې د تلې پله درنه وګوري هغې خواته ځي، د سیاستونو د ښکته پورته کیدو دا لړۍ له پيړیو راهسې دوام لري او لا به نور دوام پیدا کړي، خو په دې عصر کې مهم او تکړه هغه کس دی چې سیاستونه سم مدیریت کړي.
که ووایو چې افغانستان په تېرو لسیزو کې سم مدیریت نه درلود او یا د ځینو داخلي جنجالونو له کبله سیمه ییز او بهرني سیاستونه سم نه دي مدیریت شوي، دا به مو مبالغه نه وي کړي، ځکه موږ د سیمې او نړۍ هېوادونو له پامه غورځیدلي و او یواځې یې د خپلو سیاستونو او مارکیټ لپاره کارولي یو.
خو اوس دې هر څه توپير کړی، اوس یو بل غازي امان الله خان پیدا شوی، له غازي سره یې توپير په دې کې دی چې داخلي جنجالونو ته نه تسلمیږي او مخ پروړاندې یې د سیمه یزو او نړیوالو سیاستونو مدیریت ته بډې وهلي او دا مدیریت یې داسې برابر کړی چې د ځینو هېوادونو چیغې ووتي او ځینې نور هېوادونه د افغانستان په ارزښت پوه شول او هڅه کوي چې نږدې ملګری یې پاتې شي.
ولسمشر غني هغه د کورنۍ، سیمه ییز او نړیوالې اجماع خبره یې چې کړې وه، اوس یې پایلې ښکاره شوې، ولسمشر په سیستماتیک ډول د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې ښکیل کوي، ګډې ګټي یې رامنځ ته کوي او داسې سیاست مخ ته وړي چې هېوادونو ته د افغانستان د جغرافيي ارزښت په ډاګه کړي.
افغانستان هغه هېواد دی چې د اسلام او اسلامي هېوادونو لپاره یې زیاته قرباني ورکړې او لا هم دا قرباني روانه ده، کلونه وړاندې جګړه د حق او باطل وه چې اسلام په خطر کې و، افغانانو ګټلې او نړۍ زبرځواکونه یې مات کړل، اوس چې کومه جګړه ده د اسلام د نوم بدۍ لپاره همدا افغانان دي چې قرباني ورکوي او ترهګر نه پریږدي چې اهدافو ته ورسیږي.
نړۍ کې د اسلامي هېوادونو یووالی اړین دی چې د ټولو هغو توطیو مخه ونیسي چې یهود او نصارا یې د اسلامي هېوادونو لپاره برابروي، خو دا چې ځینې هېوادونه د نورو نااسلامي هېوادونو تر اغیز لاندې دي، د هغوی په دستور یې اسلامي هېوادونو کې د اسلام په نوم تاوتریخوالی پيل کړی او د دوام لپاره یې له هرې ممکنې لارې کار اخلي.
د اړتیا له مخې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي هېوادونو ایتلاف رامنځ ته شو، خو دې ایتلاف داسې کوم ښکاره پایله نه ده ورکړې چې وښيي، اسلامي هېوادونه په ګډه د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي او د هغو ترهګرو ډلو پروړاندې به دریږي چې د اسلام تر نامه لاندې اسلامي هېوادونو کې فعالیت کوي او مسلمانان وژني.
اسلامي هېوادونو کې د سعودي عربستان رول تر بل هر چا مهم دی، ځکه اسلام له سعودي راپورته شوی، هملته کعبه او مدینه ده او زموږ د خوږ پيغمبر خاوره ده، فتوا هم له دې خاورې اغیزمنې وي او نور اسلامي قوانین هم.
ولسمشر محمد اشرف غني اوس کار کوي او تر ډیره بریالی شوی هم دی چې سعودي عربستان په دې قانع کړي چې د افغانستان او افغانانو لاسنیوی وکړي او د ترهګرو له شره یې خلاص کړي، دا هېواد کولای شي چې د اسلام په رڼا کې مفتیانو ته لارښوونه وکړي چې د افغانستان د جګړې په تړاو فتوا ورکړي چې ناروا ده، ځکه د دغې جګړې قربانیان مسلمان افغانان دي او له اسلام سره هیڅ اړخ نه لګوي.
د عربو ملګرتیا له افغان حکومت سره اړینه ده، که سعودي له افغان حکومت سره ملګرتیا وکړي په دې سره د ترهګرو ملا ماتیږي او د جګړې دوام لپاره یې په اسلام کې هیڅ ډول پلمه نه پیدا کیږي، له دې هم سترګې نه شي پټيدلی چې سعودي تل له اسلام پالو ډلو سره همکاري کړې او په یو نه یو ډول یې د هغوی ملاتړ کړی، خو که په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف له افغان حکومت سره ودریږي، دا ډیر تاثیر لري.
اوس تازه چې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سعودي ته تللی و، هلته یې سعودي چارواکي قانع کړي چې دا جګړه پردۍ ده او د اسلام د بدنامولو لپاره یې مسلمانان خپل منځو کې سره اچولي او زیات قرباني یې مسلمانان دي.
سعودي پریکړه کړې چې له افغان حکومت سره به په ګډه ټول هغه ترهګر له منځه یوسي چې له سولې تېښته کوي او په جګړه ټینګار کوي، د سعودي دا ژمنه ډیر کار کوي، له یوې خوا دا چې سعودي د افغانستان جګړه ناروا وبلله چې ترهګر د اسلام په نوم په ناسمه لار روان دي او د اسلام له دایرې وتلي دي.
له بلې خوا د سعودي عربستان ملاتړ د ترهګرۍ پرضد له افغان حکومت سره د افغان ځواکونو او نورو عامو افغانانو هغه باور لا پسې ډیروي چې ترهګرې ډلې د افغانستان د بربادۍ او اسلامي ارزښتو د له منځه وړلو لپاره ایجاد شوي او په دغه جګړه کې د اسلام لپاره هیڅ ګټه نشته، خو تاوان یې زیات دی.
سعودي عربستان په نورو برخو کې هم له افغان حکومت سره ژمنې کړي، خو دا ژمنه یې ډیره مهمه وه او افغان حکومت له کلونو راهیسې په دې کار کاوه چې څنګه کیدای شي ترهګرۍ ضد مبارزه کې سعودي د ځان ملګری کړي.
سعودي دغه راز ژمنه کې چې د اسلامي هېوادونو ایتلاف چې مشري یې سعودي عربستان کوي، یوه غونډه به جوړه کړي چې افغانستان به یې هم په اجنډا کې شامل وي او اسلامي هېوادونه به قانع کړي چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره ريښتنې مبارزه وکړي او هغه هېوادونه چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، باید فشار پرې راوړل شي چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.
د افغان حکومت هغه سیاست به پایله ورکړي چې له لومړي سره په سیمه ییزه او د اسلامي هېوادونو په اجماع بوخت و، ولسمشر باوري دی چې کله د سیمه ییز او اسلامي هېوادونو اجماع رامنځ ته شي، ترهګري خپله له منځه ځي، ځکه ترهګر یواځې د افغانستان نه بلکې د ټولو اسلامي او غیرې اسلامي هېوادونو لپاره ګواښ دی.
(لوی افغانستان اوونیزه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply