د چنګیز پهلوان او سلطان علي کشمند مفکوره د افغان کلمې سره د مخالفت اصلي ټکی

0 1,667

د چنګیز پهلوان او سلطان علي کشمند مفکوره

د افغان کلمې له درلودونکې تذکرې سره

د مخالفت اصلي ټکی

همایون نایل

د افغان کلمې یعنې د خپل ملي هویت په ذکر کولو سره د برېښنايي تذکرو په وېش د یو شمېر قومپالو او نژاد پرستانو تعصبي نظريې او د خلکو را پارونه د ایران د هوادار چنګیز پهلوان له وخته دمخه سر چینه اخلي؛ خو د ده د لالهانده دندې (جاسوسۍ) په دور کې لکه سکروټې توندې او تیزې شوې. یعنې د افغان یا افغاني پر وړاندې د هغې مفکورې ریښې لا اوس هم شته او تر پخوا یې غښتلې کړي چې ویل به یې (ما افغانستاني هستیم) او یا باید خراساني وویل شي.
دا ځکه چې په افغانستان کې د یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې د یو لوی اکثریت قوم مقاومت او د هغوی د یوالي د له منځه تللو هڅه باید شوې وای او د ټولو هغو کړیو ګټې په ګواښ کې وې چې د جاسوسۍ افتخارات یې درلودل او د یرغلګرو ملاتړي یا د اوښتو پلونه ګڼل کېدل.
په افغانستان کې د وګړو د شمېرنې له مخې د اکثریت او اقلیت انټروال له ډېرې اوږدې مودې په همدا ډول ثابت پاتې دی چې پښتون قوم اکثر او نور قومونه په اقلیت کې راځي؛ خو څوک نه شي کولای چې د وګړو شمېرنه له پامه وغورځوي او بیا هم څوک نه شي کولای چې د اقلیت او اکثریت د دغه انټروال نښې له منځه یوسي.
د ببرک کارمل د واک ته رسېدو له پیله دا مفکوره بیخي څرګنده وه او معتصبو ډلو به قومپال هڅول چې باید د اکثریت او اقلیت انټروال نور مات شي؛ خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت په رامنځته کېدو سره روسیې او ایران غوښتل چې د افغانستان د صدر اعظم سلطان علي کشمند په واسطه د افغانستان د تجزیه کېدو او همدا راز د یاد انټروال د خواوو په بدلولو کې خپلې موخې بریا ته ورسوي. له ایران څخه راغلي کشمند دلته له شته اقلیتونو سره ژمنه کړې وه چې په هر ډول وي، دوی به اکثریت پښتون په اقلیت او اقلیت به اکثریت ته ورسوي. له همدې امله خو د خلق د دیمکراتیک ګوند غړو مخالفتونه پیل کړل او د کشمند خوله یې ور ماته کړه چې اوس هم په کګه خوله ګرځي.
د دوی پیغام غیرې پښتنو ته دا و چې باید افغان یوازې پښتون ته وکاروي او اقلیتونه ځانونه افغانستاني یاد کړي. چنګیز ځکه دا مشوره ورکوله چې دوی په ایران کې هیڅ ایراني ته داسې نه ویل چې دی ایران دی؛ بلکې د اوس په شان به یې هغه وخت هم د ایران اوسېدونکی انراني نوماو.
دوی ته یې وویل چې که د افغان پر ځای د افغانستان غیرې پښتون نژادو ته افغانستاني ووايي، د ایران په شان به ځانګړي شي او له دې سره به د ایران مرستې پر دوی لا ډېرې شي.
خو د هغه وخت غیرې پښتون جنګسالارانو دا فکر نه کاوه چې که افغان پښتون ته اطلاقوو؛ نو په خپله افغانيستاني هم بېرته هماغه د پښتون لپاره د اطلاق مانا لري او دوی پرته له دې چې افغانستاني ووایي، کولای شي چې افغاني هم ورته ووايي؛ خو د جاسوسۍ کوم جال چې د دوی پر ذهنونو او سترګو را غوړېدلی و او یا یې په زړه د غلامۍ تور مهرونه لګېدلي ول، له دغې مفکورې یې انکار نه شو کولای.
د ماندګار په نامه د ولي مسعود ورځپاڼه چې دغسې لانجمونو مضوعاتو ته ډېره لمن وي، د افغان یا افغاني کلمه به یې ممکن په کوم ځل په سؤتفاهم کې کارولي وي؛ خو نور یې له ولسمشره تر عادي افغان او ان مهاجر پورې ټولو ته همدا د افغانستاني کلمه کارولې ده.
د روسانو په مقابل کې که جهاد شوی دی، د دغوی جنګسالارانو ونډه پکې لکه د لمر په شان روښانه ده او دې ته اړتیا نشته چې ووایو، په روسانو به یې په تېروتنه کوم ډز کړی وي او که نه؟ خو دا هم څرګنده وه چې د هغه وخت مرستې له چا سره کېدې او له یرغلګرو سره د هغوی د ګازي موټرو او زرهي پوش ټانکونو، سپکو او درنو وسلو په لېږد کې چا مرسته کړې ده؟
په بلخ، کندوز، تخار، بدخشان، فراه، هرات او ورته د نورو ولایتونو کې د پښتو په کلیو چا بمباردونه او چا د پښتون قوم د په نښه کېدو هڅه کړې ده؟
هماغه خلک نن هم د افغانستاني خبره یادوي او هیڅ کله د افغان په نوم د تذکرو اخیستو ته زړه نه ښه کوي.
د ټوپک له خولې خوړونکي پرته له ټوپکه د خپلې خولې مړۍ د مار په حلق کې ویني؛ نو ځکه خو باید خپلو مخالفتونو ته په شدت ورکولو سره خپلې موخې تر سره کړی چې په کراتو یې داسې کړي هم دي. یعنې د جنګ دود، غره ته د ختلو، د لویو لارو د بندولو، د خیمو درولو او نورو مشروع او نا مشروع هڅو ګواښونه کړي دي. خو اوس ښکاره ده چې د داسې حلقو په لمنځه تلو کې بې ساری پرمختګ لیدل شوی، لاره او ګودر ترې هېر شوي؛ فکر کوي چې د خپل تور تاریخ تورې کرغېړنې پاڼې به نورې وشلوي؛ خو داسې امکان نه لري.
یوازې د خراسان خبره چې اوس یې هم د ایران جاسوسان زمزمه کوي، دوی ته د یوې موکې او بهانې په توګه ښکاري. په دې لا نه دي خبر چې خراسان د تاریخ په اوږدو کې هیڅ کله هم ځانته پاچاهي نه ده کړې او نه هم ځان ته د کوم هېواد یا مملکت سیمه ګڼل شوې ده؛ بلکې د ایران او افغانستان ترمنځ د ځینو سیمو برخه ده چې په ټوله مانا د ایران او یا د افغانستان نه ګڼل کېږي. د همدې لپاره باید جوته شي او دوی دغه مفکوره له یاده وباسي چې کواکې خراساني دې هر افغان ته وکارول شي او یا دې د هېواد نوم خراسان شي؛ په داسې حال کې چې خراسان د ایران د شمالي ولایتونو د یوه ښار نوم هم دی او په هیڅ ډول به ایران دوی ته اجازه ور نه کړی چې پرته د افغانستان له یوې برخې ایران ته له سپارلو پرته دې دوی داسې کوم اقدام وکړی.
دا دې هم په یاد ولري چې د افغان کلمه له شک پرته او د تاریخ په پاڼو کې ثابته ده چې د ټولو هغو وګړو لپاره چې په افغانستان کې مېشت دي او د افغانستان د ملي هویت پاڼه ورته ور کول کېږي، د افغان کلمه کارول کېږي او هیڅ کله یوازې د پښتون مانا نه لري.
د هغو خلکو لپاره چې غولېدلي دي، باید په دې پوه شي چې د جاسوسانو په خبرو دې نه تېر وځي او وخت دې نه ور کوي چې بیا یې د یو بدنام او غل لښکر په توګه بیا نړیوالو ته و پېژني، باید تاریخ جوړ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply