ټاپي د هیواد د اقتصادي ډیپلوماسي یوه ستره بریا/ احمدزی 

0 1,165

مشهور لویدیځوال اقتصاد پوه  فریدریک سټار وايي، هر هغه هیواد چې وکولی شي، د انرژي د لیږد مسیر کنترول کړي، په حقیقت کې د نړۍ د یوې پراخې سیمې سرنوشت په لاس کې لري. له دې څخه جوتیږي، چې د نړۍ په سیاسي جغرافیه کې چې څومره د انرژۍ د تولید هیوادونه مهم دي، په هماغه اندازه د انرژۍ د ترانزیټ مسیرونه مهم دي.

دې ته په پام چې افغانستان د اسیا په داسې سیمه کې پروت دی چې یوې خواته یې د انرژۍ ستر تولیدوونکي هیوادونه دي او بلې خواته یې مخ پر وده هیوادونه چې ورځ په ورځ یې انرژۍ ته تنده په زیاتیدو ده ـ د سیمې او نړۍ په اقتصادي معادلاتو کې زموږ د هیواد ستراتیجیک ارزښت په ډاګه کوي. د نړیوالتوب په دې ګړندي بهیر کې هیوادونه یو د بل تر څنګ د مشترکو منافعو په اړه فکر کوي، ولسمشر غني په وار وار د سیمې د هیوادونو تر منځ په اقتصادي راکړه ورکړه او ګټورو اړیکو ټینګار کړیدی؛ خو له بده مرغه په افغانستان کې جنګ او نا امنۍ ددې لامل شویدي، چې د سیمې هیوادونه په مشکله باور کولی شي. زه په اطمینان سره وایم، چې که ولس او دولت په ګډه ددې پروژې د بریالي تطبیق لپاره لاسونه سره ورکړي، په لسګونه دا ډول اقتصادي فرصتونه به سر راپورته کړي، چې د افغانستان د ځپل شوي اقتصاد لپاره یې د بعث بعدالموت په توګه یادولی شو.

د ټاپي پروژې پایپ لاین چې د ۱۸۰۰ کیلو متره په اوږدوالي  د افغانستان هرات،  فراه، کندهار، کوټې او ملتان له لارې تیریږي او په هندوستان پایته رسیږي، په کال کې به ۳۳ ملیارده متره مکعبه ګاز یادو هیوادونو ته لیږدوي، په تطبیق یې ټولټال لس ملیارده ډالره لګښت راځي، یوه له سترو اقتصادي پروژو او د سیمې د ډیرو هیوادونو ارمان وو چې بلاخره په واقعیت بدل شو.

افغانانو ته د دې پروژې ګټې:

1- لدې پروژې څخه افغان دولت د کال ۵۰۰ ملیونه د ترانزیټ خالص عاید تر لاسه کوي.

1- په زرګونو هیوادوالو ته ددې پروژې د تطبیق په ډانه کې د کار زمینه برابریږي.

2- افغانان لدې پایپلاین څخه په اسانۍ سره د خپلې اړتیا وړ ګاز ترلاسه کولی شي.

3ـ ددې پروژې په تطبیق سره به په سیمه کې د یو بل په چارو کې مداخلې او تقابلي سیاست ضعیفه او په مشترکو اقتصادي ګټو به تفاهم ته زمینه برابره شي.

4- ددې پروژې په بریالیتوب سره به نور هیوادونه هم دې ته زړه ښه کړي، چې د افغانستان له لارې د نړۍ نورو سیمو ته خپل اقتصادي نفوذ پراخ کړي، چې په حقیقت کې به افغانستان د یو اقتصادي پل حیثیت غوره کړي.

5- لکه څنګه چې د وسله والو طالبانو په اعلامیه کې ددې پروژې اهمیت په ډاګه شوی، دوی یې نه یوازې مخالفت ونکړ؛ بلکه د خپل نفوذ په ساحو کې یې ددې پروژې د ساتنې ژمنه هم وکړه، په ډاګه کوي، طالبان چې د اقتصادي پروژو دښمنان بلل کیدل، ورو ورو پدې باور پیدا کوي، چې اقتصادي ځان بساینه زمونږ د فعلي ستونزو د حل یوازینۍ لاره ده او په مخالفینو کې دا ډول طرز فکر ایجادول د دایمي سولې او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.

په پای کې ویلی شو، چې د ټاپي پروژې تطبیق د هیواد په اقتصادي او سیاسي تاریخ کې یوه له نه هیریدونکو پیښو څخه ده، افغانان باید د دا ډول سترو فرصتونو په قدر پوه شي، خدای مکړه که دا پروژه ناکامه شي، موږ به نه یوازې دا پروژه له لاسه ورکړو، بلکه دې ته ورته د ډيره سترو اقتصادي پروژو مخنیوی به مو کړی وي. همدا اوس ایران ټاپي ته ورته د یوې بلې پروژې کارونه چې (IPI) یې بولي د پاکستان تر پولې رسولي دي او بې صبرانه منتظر دی، چې ټاپي ناکامه کړي او له خپلې خاورې څخه هند او پاکستان ته ګاز ولیږدوي، که پخوا د نړیوالو اقتصادي بندیزونو له امله دا پروژه ممکنه نه وه؛ خو اوس چې پدې هیواد نړیوال بندیزونه پای ته رسیدلي ددې پروژې تطبیق شونی دی. افغان ولس باید په دې پوه شي، چې بخت همیشه د چا په دروازه کې نه ودریږي، د شته لاسته راوړنو قدر وکړي او په مثبتو کړنو کې په کلکه د دولت ملاتړ وکړي.

همدارنګه د دولت مخالفین هم باید نور سر ګریوان ته ښکته کړي، څه چې وشول ګټه یې زمونږ دښمنانو ته ورسیده، د روانو جګړو څخه زمونږ یوازینۍ لاسته راوړنه دا وه چې هدیرې مو تر ښارونو لویې شوې، هغه زلمیان چې پنځه وخته به په مسجد کې څنګ په څنګ په لمانځه ولاړ وو، نن د یو بل له لاسه په یوه او بل نامه په هدیره کې یو د بل تر څنګ په ابدي خوب ویده دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply