عطانور د نوروز مانورې ته ځان برابروي

0 648

د ولسمشر غني د پرېکړې خلاف ولاړ عطامحمد نور دا ځل په مزار ښار کې د نوروز مېلې ته د سیاسي مانورې په سترګه ګوري چې د بې‌بندو باره وینا په مټ به یې زرګونه ګډونوالو ته دنوي کال په لومړۍ ورځ د غني لمن بیا پر سر ور واړوي. دافغانستان د روان سیاست دا پاړکی د ولسمشرغني له‌پاره د زهرو داسې جام و چې په سر یې اړولی، خو د فزیکي ژوند پر ځای یې سیاسي ژوند تر خاورو لاندې کړ. هماغه قاطع محمد اشرف غني د سیاست پر داسې محور ولاړ دی چې د هرې شېبې زغمل یې د ده ټول دار او ندار له خاورو سره خاورې کوي.

ښاغلی نور تمه لري چې ۱۵ورځې وروسته به نوروز د نمانځنې مراسمو ته له کابله ورتلونکي پلاوي سره ګډې څڼې واچوي. د دغو مراسمو پرانیستې ته په وروستیو ۱۵ کلونو کې هر کال له کابله د ولسمشر مرستیالان او یا اجراییه ريیس ورغلي دي چې دا ځل فکر نه کېږي، د حکومت لومړني څلور مشران دې پکې برخه واخلي او که یې د ښاغلي نور په شتون او حضور کې برخه اخلي، دا به حکومت ته د ځان‌وژنې په مانا وي چې تر اوسه یې زغملی دی.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د بلخ ګوښه شوی والي د ګل سرخ د مېلې په شخوند وهلو بوخت دی او تمه یې دا ده چې د ښاغلي غني په حکومت به د نوروز پر ورځ ځانمرګی برید کوي.

سیاست له چانسونو پر وخت د ګټې پورته کولو لوبه ده چې عطامحمد نور پکې لنډ مهالې ګټه او اوږدمهالی زیان وکړ. په روانه لوبه کې د ده د دیدار د تږيو تنده ماته شوه او د ده د اپلتو له اورېدو برخمن شول. د پخوانیو شاهانو د کلیوالي لیدنو کتنو او پاچا سلامت شعارونه یې په خپلو سترګو ولیدل او ځان ورته د عطامحمد نور په جامه کې زمری ښکاره شو. د څو ولایتونو څو زره سر ناخلاصو داسې لوبې ته برابر کړ چې دوام یې د ده له‌پاره ناشونی و. له دوو میاشتنیو لیدنو کتنو وروسته په خپله ښاغلی نور په دې پوه شو چې په کابل کې ولسمشر غني او پرې را ټول یاران یې د ده نارو سورو ته د توت برابر ارزښت هم نه ورکوي؛ نو له بې‌ثمره ناستو او ویناوو لاس په سر شو. ده په لومړي ځل د خپلې را غونډې کړې شتمنۍ د کنډو کېده اندازه ولیده چې د افغانستان په سیاسي بازار کې څومره ژر خاورې ایرې کېږي.
د یوې نیمې لسیزې پخوا خلاف اوس ولس لږ تر لږه دومره هوښیار شوی چې د بل له‌پاره ان یوه ورځ هم وړیا منډه نه کوي. سره له دې چې ښاغلي نور د خپلې شتمنۍ د خوندي کولو څو میاشتنی چانس وموند، خو د پخوا خلاف له خپله جېبه د لګښت مزه یې هم وڅکله. ده په تېرو ۳ میاشتو کې په خپله سیاسي وړتیا، پوهه، سیاسي ځیرکتیا او سیاسي ادبیاتو ټول افغانان ښه پوه کړل.

هغه نه یوازې په خپل راتلونکي بلکې په جمعیت اسلامي هم قمار وواهه. د ولسمشر غني خلاف ښاغلي نور په خپلو ټولو څرګندونو کې یوازې کرکه خپره کړه او هغه سپکې سپورې یې باد کړې چې د سیاسي فرهنګ له اړخه د افغانانو ژبه نه ده. په داسې حال کې چې عطا محمد ځان د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو کاندید ګڼي، و یې نه‌شوای کړای، له خپلې سرټمبګۍ د خپل راتلونکي سیاسي دریځ په پیاوړي کولو کې ګټه پورته کړي او د یوه سیاسي بصیرت لرونکي داسې بالقوه سیاستوال په توګه ځان مطرح کړي چې په سیمه‌یزو او نړیوالو لوبو خبر دی او راتلونکی افغانستان ورته اړتیا لري.

هغه برعکس په خپلو ویناوو او ناستو کې ثابته کړه چې نه سیاسي لید لوری لري، نه يې تر مزار ها خوا فکر رسېږي، نه يې له جنګ او شخنالۍ پرته سیاسي ډیالوګ زده دی، نه د نړۍ په ژبه او سیاست پوهېږي، نه د افغانستان د امن او ښېرازي اجنډا لري، د ملت پر ځای پر توپک باور لري، د سیاست پر ځای یې جګړه خوښېږي او د افغان په پرتله یې غیر افغانان ډېر خوښ دي.
هغه په څو لاپو پټاکو کې د کابل ښار د بندولو، لس زره موټریز لاریون او په ۱۷۷ولایتونو کې د خلکو د مظاهرو خوب هم لیدلی و چې رښتیا کېدل یې بل خوب دی.
جمعیت ته یې تاوان دا دی چې د ښاغلي نور په ګډون د دغه ګوند د مشرانو وروستیو دریځونو او څرګندونو جمعیت د کوچني کېدو خوا ته روان کړی او د جنبش او وحدت په څېر به یې دوی یوازې په تاجک قوم پورې محدود کړي. د دغه ګوند غیر تاجک غړي اوس تر بل هر وخت ډېر پر دې پوهېدلي چې پر جمعیت واکمن یوازې د تاجک په نوم سوداګرۍ ته مخه کړې او له دغه قومه پرته نور ورته ارزښت نه لري. د ګوند پر مشرتابه چنګاو څو کسان په ښکاره او قصدي او یا ناپوهېدلي ډول په تذکره، له طالبانو سره د روغې جوړې او په ځینو نورو ملي مسالو کې د پښتنو پر وړاندې دریځ نیولی او د جمعیت غیرتاجکو غړيو ته اوس له خپلو پخوانیو ملګريو سره قدم وهل د هرې ورځې په تېرېدو شرم اېسي.

دوی پوهېږي چې له ګوند سره نوره ملګرتیا یې په خپلو مېشتو سیمو کې له سیاسي او ټولنیزې انزوا سره مخامخ کوي. د جمعیت پښتانه غړي اوس په خپلو سیمو کې د افغان له کلمې سره د ګوند د مهمو مشرانو د ښکاره مخالفت له کبله له بې‌سارې کرکې سره مخامخ شوي دي او فکر کوي چې په سیاسي لوبو کې د دې ماتې له کبله باید خپله سیاسي قبله بدله کړي، خو ډېر یې دا ارمان کوي چې دوی ډېر وروسته د خپل ګوند په اصلي مرامنامه پوه شول.
جمعیت چې یومهال د افغانستان شموله سیاسي تنظیم دعوا لرله، له بده‌مرغه نويو یرغملو مشرانو یې په یوه سیمه، یوه قوم او یوه کوچني نیمه سیاسي ګوند بدل کړی چې د نورو له‌پاره د ډیموکراسي نارې وهي او د ځان له‌پاره یې سوټه‌کراسي خوښه کړې. د دوی ځینو اوس ان د افغان هویت او سولې په څېر په ملي مسالو کې مخالفت ته مخه کړې چې افغانان او سوله غوښتونکي افغان خوښي یې خامخا ترې لار جلا کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply