ټايګر دا ځل په نوي زور کې راځي

0 1,204

د جې‌کې شروف د زوی ټایګر شروف یوازې نوم ټایګر نه دی، بلکې داسې فلمونه هم جوړوي چې کار کول په کې د هنديانو په خبره، د ټایګر زړه غواړي.
تازه خبر دا دی چې د ټایګر شروف د باغي فلم دویمه برخه باغي۲ را روان دی.
د دې فلم په اړه اوازې ډېرې دي، خو تازه یې د یوې سندرې لنډه صحنه خپره شوې چې په ټول هند کې یې شور جوړ کړی دی.

د دې فلم لومړنۍ سندره “منډیاں تو بچ کې رهیں” اوس په ټلوېزیونو هم خپره شوې چې د موسیقي تړون یې سندیپ شرود کړی او نوراج هنس او پلک موچل په خپلو جادوګرو غږونو کې ویلې.
دا سندره تازه خپره شوې خو تر پنځو میلیونونو زیاتو کسانو لیدلې او تر خوا یې په میلیونونو نورو خپره کړې ده.

په باغي۲ فلم کې د شردها کپور پر ځای دیشا پټاني مرکزي رول لوبولی او د مارچ په دېرشمه نېټه به نندارې ته وړاندې شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply