د مارچ په اتمې اته پښتنې مبارزې وپیژنئ

0 1,169

د مارچ اتمه په نړۍ کې د ښځې د ورځې په توګه نمانځل کیږي. پدغه ورځ تاسو ته د افغانستان او پښتونخوا اته هغه ښځې درپيژنو چې هرې یوې یې خپل ژوند د ښځو او ټولنې ښیگڼې او پرمختګ ته

وقف کړیدی.

نزرانه غفار یوسفزۍ

امریکا غږ

 

ثمر من الله

ثمر من الله په اسلام اباد کې د حقونو مدافع وکیله ده. هغه د پښتنو د هغو رسمونو او رواجونو چې د میرمنو او ماشومانو جینکو ضد وي او هغوي یې قرباني کیږي، د ختمولو لپاره د شلو کلونو راهېسې مبارزه کوي.

د ثمر من الله د دغې مبارې له کبله په پاکستان کې د ماشومانو جینکو په بدو کې ورکول قانوني جنایت وگرځیده. هغه د ښځو د حقونو په دغې مبارزې کې د ډیرو کامیابیو د وجې یوه د قوي ښځو گڼل نه کیږي.

شینکۍ کړوخیل

میرمن شینکۍ کړوخیل د ښځو د حقوقو یوه پېژندل شوې فعاله ده، چې تقریباً ۱۱کاله د ولسي جرگې غړې وه. کیږی،. نوموړې ددې ترڅنګ، چې د افغان ښځو د شبکې (AWN) غړې ده، څلور کاله د افغان ښځو د تعلیمی مرکز مشره او بڼسټ ایښودونکی وه.

میرمن کړوخیل له نورو متنفذو او روغتیایي متخصصینو سره په ګډه، د سینی د سرطان د آګاهی په اړوند، کلنی کمپاینونه تنظيم او «د راځۍ چې د سرطان پر وړاندې مبارزه وکړو» حرکت یی شروع کړ.

میرمن کړوخیل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د طرحې مسوده(EVAW) ترتیب کړې. میرمن کړوخیل، دښخو د حقوقو د پراختیا لپاره له ۱۹۹۰ لسیزې راپدیخوا د هڅو او ملاتړ لپاره، له بیلابیلو ملي او نړیوالو ادارو څخه معتبرې جايزې او ایواردونه هم ترلاسه کړي دي. نوموړې اوس په کاناډا کې د افغانستان سفيره ده.

نورین نصیر

نورین نصیر د پېښور په پوهنتون کې د سیاسي زدهکړو په مطالعاتي مرکز کې پروفیسره ده. هغې خپل ټول ژوند د پښتنو ښځو سره مرستې او کومک ته وقف کړیدی.
نورین نصیر چې په خپله د قبایلي سیمې سره تعلق لري، د قبایلي خویاندو لپاره یې یوه ټولنه د خور په نوم د ځینو نورو فعالو ښځو په مرسته جوړه کړیده.
نورین نصیر وایي چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه به د مشکلاتو باوجود جاري وساتي.

حمیرا حقمل

حميرا حقمل د ښځو د حقونو فعاله ده چې د افغان ښځو لپاره يی د عدالت د تامين او د حقونو لاسته راوړنو په برخه کې ډيره مبارزه کړې .

ميرمن حقمل د ښځو چارو ، د افغانستان په مختلفو پوهنتونو کې د رياست دنده تر سره کړې، د افغان خويندو يون ، د ولسواکۍ لپار د افغان ميرمنو د ملاتړ بنسټ د مشرۍ دنده هم درلوده. همدارنگه په ملي کچه د مډالونو او تقدير نامو له اخیستو سربیره يی په ٢٠٠٩ کال کې د امريکا په واشنگتن ْی سي کې د سولې او دمکراسۍ نړيواله جايزه تر لاسه کړې.

ميرمن حميرا حقمل دا مهال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاده او د ټاکنیزو شکايتونو د کمیسیون د مرستيالې او کمشنرې په توگه دنده ترسره کوي.

ثنا اعجاز

ثنا اعجاز د پښتونخوا د مرادن سره تعلق لري او دا هغه څیره ده چې د پښتنو په سیمه د هر ډول زور زیاتي او تشدد په ضد په احتجاجونو او مظاهرو کې لیدل کیږي. که هغه د پاکستان د دین ته د سپکاوې په تورد وژل شوي مشال خان لپاره د عدالت غوښتنه وي او که په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج وي.

ثنا اعجاز چې د ډیرو گواښونو سره مخ شوه، حتې په ټولنیزو رسنیو ورته هم ډول ډول اخطارونه ورکړل شول، وایي چې د حق، ریښتیاو او د حقونو لپاره به مبارزه جاري وساتي.

ډاکټر نسرین اوریاخیل

ډاکترنسرين اورياخيل وتلی سیاستواله او د ښځو د حقونو فعاله او هڅانده میرمن ده .

ميرمن اوريا خيل مبتکره ښځه ده ، د کار په ساحه کې تل نووښتونو ته ډير پام کوي.ميرمنو لپاره يی د خپل مسلک ۵۰ فیصده خدمت په داوطلبانه او وړیا ډول تر سره کړې .

د روغتونونو د ریاست دندي يی لرلې ، د کار او ټو لنيزو چارو وزيره وه، د لسګونو ستاینلکونو اوجایزو د اخسیستلو ویار لری، مختلفو ارو پایی، آسیایی او افریقایی هیوادونوته سفر ته د سفر په ترڅ کې يي په امريک کې د زړه ورې ښځې جايزه تر لاسه کړې.

آغلې اوريا خيل دا مهال د افغانستان د طبی شورا رییسه ده

شاد بیگم

شاد بیگم د خیبر پښتونخوا د دیر د سیمې سره تعلق لري او هم په دغې سیمې کې یې د ښځو د حقونو لپاره یوه غیر دولتي اداره جوړه کړیده.

شاد بیگم په خپلې سیمې کې د جینکو د تعلیم، صحت او په نورو برخو کې د مساوي حقونو لپاره فعالیتونه کوي. او د دغو فعالیتونو له کبله هغې د امریکا د بهرنو چارو وزارت د وتلې ښځو لپاره ځانگړي جایزه هم اخیستي ده.

شاد بیگم په پاکستان کې د پښتنو د احتجاج یوه فعاله برخه اخیستونکي ده او په قبایلي سیمو کې یې د بیکوره شوو خلکو سره مرستې ته هم ملا تړلي ده.

گلالۍ اسمعیل

گلالۍ اسمعیل د صوابۍ د سیمې سره تعلق لري او په شپاړس کلنۍ کې یې د جینکو د تعلیم او حقونو لپاره د یوې غیردولتي موسسه بنسټ ایښی دی.

گلالۍ د پښتونخوا یوه د هغو ښځو نه ده چې د ډیر ماشوموالي نه یې د خپلو خلکو په خاصه د میرمنو خدمت ته ملا تړلي ده او په پاکستان کې یې د ډیرو مشکلاتو سره د مقابلې باوجود خپلې مبارزې ته دوام ورکړیدی.

هغې په وروستیو کې د هغو کسانو چې په هغې یې پښتنو او دین ته د سپکاوې تور لگولی و، په ضد قانوني دعوی کړي وه او د پاکستان په تاریخ کې لمړنۍ ښځه ده چې د سایبر بلنگ یا انترنیتي ځورونې په ضد یې دعوی کړي وه او ویې گټله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply