اتم د مارچ د ښځو نړیواله ورځ که سمبولیک دود!/ نویده خوشبو

0 1,964

هرکال په ټوله نړۍ کې د مارچ له اتمې نیټې څخه د ښځې د ورځې په نوم درناوی کیږي. له لویدیځ څخه نیولې تر ختیځ څخه او له جنوب څخه نیولې تر شرق څخه دغه ورځ په بیلابیلو هیوادونو کې په مختلفو بڼو لمانځل کیږي. امریکا، او لویدیځه نړۍ دا ورځ داسې مهال لمانځې چې ښځو ته د ژوند نږدې ټولې اسانتیاوې برابرې دي، له ښوونځیو نیولې تر پوهنتونو، روغتیایې اسانتیاوو، کاري فرصتونو او سیاسي فعالیتونو پورې له پوره حقوقو برخمنې دي، خو زما خور، مور او وطنواله لا تراوسه د انسانیت له حق څخه برخمنه نشوه، نورې ازادۍ او فعالیتونه خو پرځای پریږده. مونږ دغه ورځ داسې مهال لمانځو چې لاهم ښځه پیغور بولو، د کور یې بولو ، د ماشومانو د ساتنې یا څوکیداره یې بولو.

دا ورځ داسې مهال لمانځو چې د ارزګان په لوی ولایت کې یو نارینه زمونږ استازیتوب کوي. پارلمان تر لسو ډیرو نارینه وزیرانو ته رایه ورکړه خو یوه میرمن یې ونشوای زغملی او دلیل به یې همدا وي چې میرمن ده، خو نن همدغه ولسي جرګه د رواج او دود له مخې یوشمیر میرمنو ته د ګلانو ګیډې ورکړې او ورسره یې عکسونه واخیستل او عکسونو سره یې ولیکل چې ولسي جرګې د ښخو نړیواله ورځ ولمانځله. د ښځو چارو وزرات په خيل تالار کې داسې مهال دغه ورځ لمانځې چې په شمال کې یوه میرمن صحرایې محکمه شوه، بله د نجلۍ په زیږولو طلاقه شوه او د هیواد په یو بل ګوټ کې بله نجلۍ په بدو کې ورکړل شوه. لاهم شعارونو کې بند پاتې یو ، لاهم د شرم لوښې ګڼل کیږو او دلیل دادی چې مونږ د حکومتونو په طمع یو، د بل لاس ته ناست یو، او د نورو غونډو ته لاسونه پړکوو.

پاڅیږئ ، روان شئ او خپل حق په خپله ترلاسه کړئ، دا طلسم مات کړئ او مقصود منزل ته ځان ورسوي او خپله ورځ بیا خپله ولمانځئ. د واقعې ورځې د درلودو او لیدو په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply