پسرلی؛ د پرمختګونو او بریاوو زیري/نویده خوشبو

0 2,118
 نویده خوشبو
هره مبارزه قرباني، هڅې او زیار غواړي، پرته له ستونزو او کړاونو بریا نا شونې ده.
د نړۍ ډيرو تکړه او رسېدلې میرمنې د تکلیفونو له ډېرو پړاونو وروسته خپل هدف تر لاسه کړی دی.
د میرمنو په وړاندې ستونزې د نړۍ په هر ګوټ کې شته یوازې ډولونه یې توپیر لري. له لویې بریټانیا نیولې، تر امریکا او نورو اروپايي هیوادونو د پيړیو مبارزو د ښځو حقونه خوندي کړي او تر دې ځایه یې رسولي دي.
اوس هم د نړۍ په هر هیواد کې د ښځو مختلفې مبارزې روانې دي او ښې لاسته راوړنې هم لري:

نویده خوشبو
تاسې پوهیږئ چې؛اوس په سعودي عربستان کې ښځې د موټر چلولو اجازه لري،لوبغالو او کنسترونو ته هم ورتلای شي.
د نړۍ په کچه د جنسیتي تبعیض په وړاندې مبارزې ښه پایله لرلې او په کاري چاپریال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع په وړاندې پراخې نړیوالۍ مبارزه بریالۍ بلل شوې ده.
لومړنۍ ښځينه فضا نورده به د روان کال په مۍ میاشت کې د نارینو فضانوردې ډلې سره یو ځای کار پیل کړي.
د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو څخه یوه ورځ وروسته د امریکا متحدو ایالتونو په ۶۰۰ ښارونو کې ۵.۲ میلیونو وګړو د حقونو د خوندیتوب په یوه لاریون کې ګډون وکړ چې د امریکا په تاریخ تر ټولو ستر لاریون بلل شوی دی. په فلمي نړۍ کې لومړنۍ تور پوستې میرمن جوي مک مېلن د فلم ایډیټ په برخه کې د اوسکار جایزې ته نومول شوې ده.
امریکايې قاضي آن ډونلي د ولسمشر ټرمپ هغه فرمان چې له مخې یې دې هیواد ته د مسلمانانو د راتګ مخنیوې کېده رد کړ.
له نېکه مرغه په بېلابېلو برخو کې د افغان میرمنو په ژوند کې مثبت راغلی دی: ښځې د مدیریت او مسؤلیت اخیستنې په برخه کې تر هر بل وخت ډېر پرمختګ لري او په نږدې راتلونکې کې به ښځې د ډېرو مهمو ادارو مشري وکړي. له څه مودې راهیسې ښځې د سوداګرې په برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لري د افغانستان په تکړو سوداګرو کې ډېرې ښځینه نومونه هم شامل دي.
په سیاستي برخه کې هم د میرمنو ونډه او فعالیت ډیر شوی دی. په رسنیو کې د مهمو خپرونو د چلونې مسؤلیت ښځو ته ورکړل شوی، ځينې بریالی خپرونې چې وړاندې یوازې د نارینه په نوم پيژندل کیدې اوس یې نجونې پر مخ وړي او زما په نظر تر نارینو یې ښې او درنې پر مخ وړي. په ادبي او هنري برخه کې ټولې بریالۍ ښځينه څېرې دي.
د افغانستان د موسیقۍ د نجونو د ارکستر ډله تاریخ جوړ کړ او په نړیوالو ستیجونو کې نندارې وړاندې کړې.
د نجونو د فوټبال لوبډله په سپورتي نړې کې د نجونو د پرمختګ یوه نمونه ده. او ډیر نور پرمختګونه ……..
زه هیله لرم چې؛ نوی لمریز کال او نوی پسرلی به د ښځو په ژوند کې د پرمختګ ډیر زیري له ځان سره راوړي، تکړه او فعالې ښځې به خپلو مبارزو ته دوام ورکوي او تاریخ جوړونکې به وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply