له تېر کال مې زده کړل!/ لیکواله: نویده خوشبو

0 875

۱:آه ! مجبوري رښتیا هم ډېره سخته ده! پخوا به مې په ډېرې آسانې سره د مجبوري کلمه کاروله؛ خو په اصلي معنا یې اوس پوهه شوم. مجبوري دې هغه څه ته نه پریږدي؛ څه چې ته یې کول غواړې! لاس او پيښې درته تړي، ته به سوزې، ځوریږې او کړیږې به؛ خو هیڅ به هم نه شې کولې.

۲: سینوهه پر ځای ویلي چې نېکمرغي او خوښي دې خپل هیواد او کور کې وي. څومره چې له خپل هیواد څخه لرې تللې یم هغومره ډېره ورپسې کړېدلې یم.

۳:له ځينو ستونزو څومره چې تښتې هومره در نږدې کیږي؛ هر څومره چې له ستونزو ځان وساتې پر مخه دې راځي.

۴:خوشباوري هیڅ دارو درمل نه لري،وبه غولول شې، نه به هوښیاره شې نه به تجربه تر لاسه کړې، بیا- بیا به دې تیر باسي او ته به بیاـ بیا باور پرې کوې.

۵: استاد عزیز تحریک سمه خبره کوي: خپلوان رښتیا هم نری رنځ وي، کلونو ورسره تېر کړې د سترګو په وړاندې یې ستر شې، خو بیا به یې هم خپل نه کړي،ته به پرې د مور او پلار سود کوې؛هغوې به تربګنۍ کوي! بې علته به درسره دښمني کوي. له ځينو خپلو پردي ډېر ښه وي! ۶

: ټولګیوال، همکاران او دوستان به دې له لنډې مودې وروسته وپيژني،په ښوو او بدو به دې پوه شي؛ خوهغه خپلوان چې ورسره دې وینه او هډوکی شریک ويی د ډیرو کلونو په تېرېدو سره به یې هم خپل نه کړې؛بې سببه به دې تورنه کړي.ځینو ته ځان په ثبوت نه شې رسولی.

۷:د ژوند تر ټولو ښه وختونه ماشومتوب او پېغلتوب وي، د وختونو په تېرېدو سره خپله وینه او هډوکی هم بدل شي.

۸:له بخیلو او ګوندي مارو سره ژوند بې خونده او ستړی کوونکی وي،له ځينو به لار بېله کړې؛ خو له ځينو نه شې خلاصېدی، تل به دې زړه اوبه وي. ۹:د ژوند ډېر کلونه او وختونه تېر شول، د خوښۍ او ارامۍ لپاره مې ډېرې هلې ـ ځلې وکړې خو د زړه خوشحالي مې د مور دېدن او د هغې غېږ ده بل هیڅ هم نه !

۱۰:راته ثابته شوه چې: عقلمند د طالعېمنو غلامان دي، پوهه، فکر او لیاقت په درد نه خوري، چالاکي او هوښیاري چې چېرته وي، هلته پوهې ته اړتیا نه شته.

۱۱:هیڅوک ځان پړ نه ګني، ښه به دېنداره وي خو بې ضمیره به وي؛ ښه به پوهیږي چې زیاتی یې کړې خو حق په جانبه او سلامت به وي.

۱۲:بې حیا انسانان مې ولیدل! خدای مو له بې شرمو انسانانو وساته؛ په رښتیا هم له کالو او بوټانو سره دې په سترګو در ننوځي! ما دا کسان ولیدل!

۱۳:په پردي وطن کې به دې هیڅکله زړه سکون او ارام ونه مومي، که کورونه او ښارونه هم بدل کړې؛ خو په توپير به یې پوهه نه شې ګومان به کوې چې بې کوره او میلمنه یې.

۱۴:په هیچا حساب کول او ملا تړل نه دي په کار! د امتیاز خوند ډېر مزېداره وي، ځيني د امتیاز اخیستنې دومره وږي وي چې؛ د اړیکو هیڅ لحاظ او خاطر نه لري.

۱۵:ځينې اړیکې چې یو ځل کړکیچنې شي؛ هیڅکله بیاغلط فهمۍ له منځه نه ځي، کیدای شي یو لوری هم ملامته نه وي!

۱۶:طالعې له تربیې وړاندې ده!

۱۷:ښه به تل ځوریږي!

۱۸:روغتیا، ستر نعمت دی؛ که په بستر او رنځور شوې، نو درد سر او بوج به وګڼل شې!

۱۹:ځان ته ارزښت ورکول، ځان رسول، ځان ته توجه او وخت ورکول او ځان خوشحاله ساتل غوره صفتونه دي.

۲۰:سالمه بوختیا، دنده او مصروفیت سترې خوښۍ دي.

۲۱:که وطن کې ستونزې، نا امنۍ، لوږه او قحطي ده؛ خو هلته مینه او ارزښت شته، مسؤلیت پيژندنه، نزاکت او ادب شته، اخلاق او تربیه شته. دلته که ارامي او آسانتیاوې ډېرې دي؛ نو مینه نشته،د مشر لحاظ نه شته، صمیمت نه شته، یو ځای ناسته او مسؤلیت پيژنده نه شته، د کورنۍ نظام نه شته.

۲۲:د ژوند بشپړه خوښي هیڅ چیرته نه شته،یو څه که تر لاسه کړې د نورو هوس به کوې، قناعت نه شته.

۲۳:د ژوند د ډېرو کلونو، د ډېرو ښوو او بدو ورځو یاد به یو څو شیبې ونیسي، د ژوند سبا ته په تمه یو؛ سبا د نن آرمان کوو. ۲۴: د ژوند له هرې ورځ هرې شېبې ډېر درسونه زده کیږي.

۲۵: زه اوس په دې باور یم چې؛ د ښوو په وړاندې ښه اود نیکۍ په وړاندې نیکي نه شې تر لاسه کېدای؛ کله ته د نورو په ښوو سترګې پټوې او ډېر ځله به ستا په ښېګنو منکر وي.

۲۶: اضافي خبرې، تهمتونه له ځانه یو چا پسې خبرې جوړول د هغو ځينو افغانانو ورځنۍ بوختیاوې دي؛ څوک چې ځان له نورو غوره، دینداره، پرهیز ګاره تقوه لرونکی، با حجابه او جنتي ګڼي. ۲۷: که چیرته تا که یې ګټه نه وه؛ پروا دې هم نلري.

۲۹:له نیکواو رښتینو کسانو مهرباني زده کړل کیږي. اود ژوند هغه ملګری چې له ټولو نیمګړتیاو سره بیا هم درسره مینه ولري،ملاتړ دې وي، هڅونکی او ملګری دې وي،مهربان او زړه سواند وي ستر نعمت دی.

۳۰: د خدای شکر پر ځای کول، استغفار عبادت او ښې ګڼې ژوند خوندور کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply