د ولس ځواکونه د ولس لپاره / نصرت الله نصرت

0 528

امنیتي ځواکونه د هر هېواد د ملا د تیر حیثت لري، دا داسې قوت دی چې له هر نوع مذهبي او سمتي مسایلو لېرې وي او یوازې د هېواد ملي ګټې ورته اهمیت لري، دا ځواکونه هر وخت هېواد له بد حالاتو او هر ډول یرغله ساتي.
دوې خپله دنده په مېړانه ترسروي، که هغه هر ډول حالت وي. که له ګرمي سر نه پورته کېږي، دوی په سره لمر کې د ولس د امنیت لپاره ولاړ وي، که له یخني په صندلۍ کې ګوزاره نه کېږي، دوی به د ولس غم وړي په واورو کې ولاړ وي.
دوی دی چې موږ د ارام ساه اخلو، دوی دي چې موږ په ارامه فضا کې له خپلو کورنیو سره په خوشالي ژوند کوو.

داچې افغان امنیتي ځواکونه تل په داخلي جنک کې بوخت دي، ځکه د هېوادونو په سطحه مسایل ترې پاتې دي. دوی په داخلي جګړو کې بوخت دي او د افغانستان ګاونډي ملکونه له دې ګټې په استفاده خپل ناوړه کارونه ډېر اسانه د ځینو بې‌وجدانه کسانو په واسطه کوي او په خپلو دسیسو کې کامیابېږي.

که چېرته ولس د افغان امنیتي ځواکونو ملا وتړي، د هېواد پر سطحه به شته کورني جنګونه ختم شي، امنیتی ځواکونه به د ملکونو په سطحه د خپلو پولو ساتلو ته اوزګار وي، نه به ګاونډیان په اساني پر افغان خاوره برید وکړي او نه به بریالي شي.
د هېواد امنیتي قواوې چې کله هم له ګاونډیو هېوادنو سره سیالېی وي، د هر ډول تېري مخه نیول کېږي، که هغه مذهبي، کلتوري او یا سمتي وي.

د دې تر څنګ د خپلو ځواکونو په درلودو سره په هېواد کې هر ډول د بیارغونې، تعليمي او روعتیایي برخې کارونه اسانه کېدای شي او هر څوک ورته ‌ژر لاس‌رسی پيدا کولای شي.
دغه ډول که مو امنیتي ځواکونه له داخلي جنګونو نه اوزګار وي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې به د سولې فضا خپره وي، اولادونه به مو په ارام زړه ښوونځي ته ځي، د هر ډول درس زمینه به برابره وي.
که مو امنیتي ځواکونه برحاله وي، پانګوال به د هېواد په هره برخه کې پانګونه وکړي، په زیات شمېر هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.
لازمه ده چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ په پوره ایمانداري وکړو چې د سولې په خوند پوه شو.
که دغه ملاتړ وکړو او امنیتي ځواکونو مو د هېواد امنیت منطم کړ، د بیارغونې کارونه به په اساني تر سره شي. اولادونه به مو له ډاره پرته ښوونځي ته ولاړ شي، ځوانانو ته به مو په ښه ډول د لوړو زده‌کړو زمینه برابره شي.

سبا به دغه ځوانان د دغه هېواد په بېلابېلو ادارو کې په بېلابېلو دندو بوخت شي، د مخالفانو لیکو ته به نه ځي او د دغه وطن په درد به دوا شي.
افغانستان په تېرو وختونو کې پیاوړي امنیتي ځواکونه درلودل، هغه و چې هغه وخت امن و، په ټول هېواد کې د هر ډول برید مخه نیول شوې وه او ګاونډیو هېوادونو زړه نه ښه کاوه چې د هېواد دننه لاس‌وهنې وکړي.
د امنیتي ځواکونو په بیا پیاوړتيا کې د ولس ډېر لاس دی، که دوی د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي، خپل اولادونه دغو ليکو ته ولېږي، غیر مسوولو کسانوته په خپلو سیمو کې ځای ور نه کړي او له هغوی سره همکاري و نه کړي، پخپله امنیتي ځواکونه غښتلي کېږي، د دوی مورال لا لوړېږي، په ډاډه زړه به خپلې دنده ترسروي.

نن سبا زموږ امنیتي ځواکونه نه د ولس له خوا ښه ډاډه دي، نه له دولته راضي دي، ولس ورسره همکاري نه کوي او دولت ورته په وخت مرسته نه رسوي.
خبره دا ده چې نه د ولس له امنيتي ځواکونو پرته کېږي او نه امنيتي ځواکونه د ولس له تکيې بې‌پروا کېدای شي.
بله خبره دا ده چې په کار ده، امنیتي ځواکونه بايد له هر ډول سیاسته لېری وساتل شي چې د فساد مخه ونیول شي، ځکه سیاسون له امنیتي ځواکونو غلطه استفاده کول غواړي او بلکې ځينې ځينې ځايونه يې کړې هم ده، د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي.
همدا راز امنیتي ځواکونو ته بويه ځان له هر ډول ژبنيو کړاوونو وساتي، ځکه سیاسون له دغسې کارونو غلطه استفاده کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply