“ګوډ” طالبان په انعام نه ارزي؟

0 970

پاکستان طالب اورپکي په دوو ډلو وېشلي دي، يوه يې ګوډ “ښه” او بله يې بډ “بد” طالبان دي.
ګوډ طالبان هغه دي چې په پاکستان کې د نېښ ختليو او بې‌زهره مارانو غوندې ارام ژوند کوي، هلته روزل کېږي او په افغانستان کې يې د خلکو ژوند په اور اړولی وي.
او بډ يې بيا هغه دي چې له افغانستان سره چندان دلچسپي نه لري، همالته تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه، پر پاکستان عسکرو بريدونه کوي او پاکستانيان وژني.
د افغانستان په ګډون سيمه او نړۍ د پاکستان پر دغه پاليسي پاکستان ملامت بولي چې د ترهګرو تر منځ د ښو او بدو توپير کوي او هغه ترهګر چې د پاکستان په هوده کې دي، پاکستانيان نه وژني او په نورو هېوادونو کې چاودنې، ځانمرګي بريدونه او هدفي وژنې کوي، ښه ترهګر بولي.

د بډ طالبانو قسمت هم خراب دی، نه يې پاکستان پرېږدي او نه يې امريکا ارام ته پرېږدي.
په تېرو کلونو که وکتل شي، همدا بډ طالبان دي چې هم يې پر ضد د پاکستان له خوا عمليات کېږي او هم يې له اسمانه د امريکا بې‌پيلوټه الوتکې په درنو بمونو ولي.
بډ طالبان چې زيات يې تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه په قبايلي سيمو کې مېشت دي، په تېرو کلونو کې يې ګڼ شمېر مشران او د سر کسان د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکو په بريدونو کې وژل شوي دي.
ځينې قوماندانان چې يې له امريکا څخه ژوندي پاتې دي، پر هغوی بيا پاکستان بمبارۍ کړې او وژلي يې دي، خو ګوډ طالبان بيا سرې سترګې ګرځي.

ګوډ طالبان د بډ هغو په څېر تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه، په يوه ځانګړې سيمه کې نه دي راټول، بلکې په کوټه، پېښور، کراچۍ او د پاکستان په نورو بېلابېلو ښارونو کې خوندي سرايونه، روزن ځايونه او د وسلو زېرمي لري.
دغه سرايونه چې ګوډ طالبان پکې اوسي، داسې نه دي چې موندل يې سخت وي، عام وګړي لا سم ورباندې خبر دي او د سيمې ټول کسان پوهېږي چې په کومو کومو سرايونو او مدرسو کې څومره طالبان اوسي، څوک يې ليدو ته راځي، څوک يې روزي او په کومو لارو افغانستان ته ننوځي.
خو په دې هر څه سربېره، په تېرو کلونو کې موږ د ملا منصور له وژلو پرته، داسې کومه بله بېلګه نه لرو چې د امريکا هوايي ځواک دې تللی وي او په کوټه، پېښور يا کراچۍ کې دې يې پر هغو طالبانو بريدونه کړي وي چې په افغانستان کې يې جګړه توده ساتلې ده.

اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP د مشر ملا فضل الله د ځای او موقعیت په اړه د مالوماتو په بدل کې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې د جایزې ژمنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې همدا راز یادونه کړې چې تر دريو میلیونو ډالرو پورې جایزه به د هغو مالوماتو په بدل کې ورکړي چې د پاکستاني طالبانو د یوې اړوندې څانګې جماعت الاحرار د مشر عبدالولي او د لشکر اسلام په نوم د یوې بلې ډلې د مشر منګل باغ د نیولو یا وژلو باعث شي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دې کسانو په ګڼ شمېر ټرورېسټي حملو کې لاس درلود او د امریکا پر ملي ګټو او همدا راز پر امریکايي اتباعو د احتمالي حملو ګواښ ترې متصور و.
په دې سربېره، د ملالې يوسفزۍ يادونه هم شوې ده چې ګواکې همدې طالبانو ورباندې بريد کړی و.

نو دغو طالبانو پر امريکايي اتباعو د بريد ګواښونه کړي وو، خو د کوټې، پېښور او کراچۍ مېشت طالبان لګيا دې درګرده پر افغان او امريکايي اتباعو بريدونه کوي.
افغان طالبان هم امريکايي سرتېري وژني، هم يې تښتوي او هم چې يې وس ورسېږي، هغومره تاوان ورته رسوي.
که د افغان طالب مشرانو پر سر چې په کوټه، پېښور او کراچۍ کې عادي ګرځي او له خلکو سره ليدنې کوي، داسې انعام اعلان شوی وای، په اسانۍ سره له منځه وړل کېدل.
خو اوس پر يوه بام د دوو هواوو روانه کيسه، د افغانانو او امريکا پر يارانه سل شکونه پيدا کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply