د ژوند ملګري د انتخاب حق/ مهرتاج

0 1,309

ژوند ملګري د انتخاب حق

اسلام ښځېنه او نرینه ته د یو بل په انتخاب کې مساوي حق ورکړی دی،او په دې برخه کې یې له مور او پلار څخه د جبر او زور واک اخیستی دی، د بچو په واده او نکاح کې د مور او پلار حق سمه لارښونه ده.
مور او پلار یوازې په هغه وخت کې د مداخلې حق لري چې لور یا زوی داسې څوک انتخاب کړی وي چې راتلونکي ژوند یې له ګواښ سره مخ کوي، خو که مور او پلار د لور او یا زوی لپاره څوک انتخاب کړي، نو دوی یې د ردولو حق لري، په دې برخه کې شرعي نصوص ډېر دي.

عن ابن عباس رضي الله عنهما : أن جارية بكرا أتت النبي صلى الله عليه وسلم فذكرت له أن أباها زوجها وهي كارهة فخيرها النبي صلى الله عليه وسلم.
وصححه الألباني في صحيح ابن ماجة برقم 1520

له ابن عباس نه روايت دي چې:
یوه پېغله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، ورته یې وویل: پلار مې یو چاته ورکړې یم زما نه دی خوښ، رسول الله ورته وویل، ته واک لرې.
دا حدیث ابن ماجه روایت کړی او البانی صیب صحیح کړی دی( صحیح حدیث)

بُرَيْدَةَ قَالَ: جَاءَتْ فَتَاةٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَتْ:
(( إِنَّ أَبِي زَوَّجَنِي ابْنَ أَخِيهِ لِيَرْفَعَ بِي خَسِيسَتَهُ، قَالَ: فَجَعَلَ الْأَمْرَ إِلَيْهَا فَقَالَتْ: قَدْ أَجَزْتُ مَا صَنَعَ أَبِي، وَلَكِنْ أَرَدْتُ أَنْ تَعْلَمَ النِّسَاءُ أَنْ لَيْسَ إِلَى الْآبَاءِ مِنْ الْأَمْرِ شَيْءٌ ) ابن ماجه

بلې ښځې شکایت وکړ چې پلار مې د تره زوی ته ورکړې یم، غواړي په ما یې سړی کړي او زما نه دی خوښ، رسول الله صلی الله علیه وسلم يي پلار راوغوښت، جینۍ ته یې واک ورکړ، جینۍ وویل، ای د الله رسوله د پلار په پریکړه راضي یم، ما یوازې غوښتل چې ښځې په دې پوهه کړم چې د ملګري په انتخاب کې یې مور او په هیڅ نه لري.

اوس نو چې موږ د خپلو لورګانو او حتی زامنو څخه دا حق اخلو دا ګناه د چا ده؟
پښتنو! خپل ناوړه دودونه سم کړئ، او له اسلام سره یې مه ګډوئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply