د پاکستان دریځ د دوی په ګډون د ټولو په زیان دی/ اېمل پیاوړی

0 645

پاکستان چې له لسیزو راهیسې د افغانستان پر وړاندې کوم سیاست او دریځ اختیار کړی دی، دا نه یوازې په خپله د پاکستان، بلکې د افغانستان، سیمې او ان نړۍ په زیان دی. د پاکستان سیاست او دریځ دادی چې د افراطي، تروریستي او توند لارو ډلو ملاتړ او روزنه کوي. هغوی تمویلوي او بیا یې د تروریستي فعالیتونو لپاره افغانستان ته را استوي.

پاکستان په دې نظر وو او لا هم په دې نظر دی چې د افغانستان پر وړاندې د زور او فشار پالیسي پر مخ وړي او دوی غواړي چې د تروریستي ډلو د فعالیتونو له لارې هم په افغانستان کې د قوي مرکزي نظام د جوړېدو مخه ونیسي، هم پر افغانستان خپلې غوښتنې ومني او دغه مستقل او خپلواک هېواد چې تراوسه یې د نړۍ هیڅ زبرځواک ته د تسلیمۍ سر نه دی ټیټ کړی دې ته مجبور کړي چې خپل بهرنی سیاست د دوی له غوښتنو او مشورو سره سم عیار کړي.

پاکستان چې کوم ترهګر په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره روزلي وو هغوی په پاکستان کې هم د خلکو ژوند نارامه کړ، ځکه تروریست ، تروریست دی هغه هیڅ ډول اصولو او قوانینو ته پابند نه دی. پښتو متل دی چې د مارګیر مرګ به له ماره وي، ځکه چې ماران روزي او ترهګر بیا د پاکستان د لستوڼي مار دی او دا نو امکان نه لري چې دغه د لستوڼي ماران دې پاکستان ته ټک ورنه کړي.

دا خو ټولو ته معلومه ده چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د زور پالیسي پر مخ وړي، مګر پوښتنه داده چې افغانستان یې پر وړاندې څه کوي؟

افغانستان د پاکستان د دې ټولو جنایتونو، ظلمونو، وحشتونو، بدبینو، دښمنیو او نارواو باوجود لا هم خپل زغم، حوصله او استقامت له لاسه نه دی ورکړی او لا یې هم پاکستان ته خپل د سولې او مذاکراتو لاس همغسې غځېدلی ساتلی او په بار بار یې پاکستاني لوري ته د دې بلنه ورکړې چې د دولت په دولت د مذاکراتو له لارې د خپلو ستونزو د حل لپاره چمتو شي.

مګر پاکستان هر ځل د افغانستان د دغې مقعولې او مشروع غوښتنې او وړاندیز پر وړاندې چوپتیا اختیار کړې. په دې منځ کې پاکستان زیات تاوانونه هم کړي دي، ځکه تر ټولو لوی تاوان یې په اقتصادي برخه کې کړی.

افغانستان چې د پاکستان د صادراتو لپاره ډېر لوی مارکېټ وو، افغانستان کرار کرار له پاکستان څخه مخ اړولی او له دغه هېواد سره یې د خپلې سوداګرۍ بیلانس ټیټ کړی دی او دا سوداګري یې له دې امله نه ده کمه کړې چې سیاست او اقتصاد یې سره ګډ کړی، یا پاکستان د افغانستان پر وړاندې د بدبینۍ دریځ لري، بلکې دا یې له دې امله کړی دی چې پاکستان به تل سیاست له اقتصاد سره ګډاوه کله به هم چې په سیاسي برخه کې د دواړو هېوادونو اړیکې خړې پړې شوې، نو پاکستان به د افغان تاجرانو پر وړاندې خپلې لارې وتړلې، د دوی مالونه به یې بند کړل او نورې ګڼې ستونزې به یې ایجادولې، یانې پاکستان په حقیقت کې له ترانزیت څخه هم د فشار په توګه استفاده کوله.

که چېرې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل اوسنی دریځ او سیاست بدل نه کړي، نو لکه څنګه یې چې په اقتصادي برخه کې مالي زیان ولید، نو همداسې به په سیاسي او نورو برخو کې داسې زیان وویني چې بیا به یې جبران د دوی لپاره ستونزمن وي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply