د پیغمبر وارث منظور پښتین دی / مجید قرار

0 1,149

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم وارث منظور پښتون دی چې د مظلوم غږ یې پورته کړ. پیغمبر هیڅ وخت د ظالم او جابر تر څنګ د خپلو خلکو پر خلاف نه و ولاړ. پیغمبر هیڅ وخت العیاذ بالله، د دلالانو چمچه نه و. پیغمبر هیڅ وخت تر خپل اصل او نسب تېر نه و. پیغمبر هیڅ وخت د خپلې خاورې دښمن نه و. پیغمبر چې عرب قوم ته کوم امتیازات ورکړل، تر ننه یې د عرب قوم ملا راسته کړه. د هغه قوم ژبه یې نړیواله کړه او د هغه قوم خرما او زراعتي توکیو ته یې د ټولې نړۍ مارکیټونه پرانیستل. د هغه قوم انسان خو څه چې تر اوښانو پورې یې عزتمند کړل. پیغمبر د عربو نالوستي خلک خیر القرون کړل. هغه د عربو خاورې ته قبله راوړه، او د نړۍ خلک یې د عربو د خاورې او ملک پر لور په لمانځه ودرول.
زموږ تر پیغمبر وړاندې نورو پیغمبرانو د خپلو ولسونو ننګه کړې وه. موسی علیه السلام د خپل قوم په ننګه قبطي وګړی وواژه او د خپل قوم د آزادولو لپاره یې د فرعون پر ضد مبارزه وکړه. داوود علیه السلام د خپل قوم په ننګه وجنګېد. طالوت د خپل قوم په ننګه وجنګېد. د خپل مظلوم ولس حق تر هر چا ړومبی او تر هر چا اساسي دی.

هغه څوک چې کله د مغلو د اکبر باچا او عالمګیر لپاره لکه اخوند دروېزه او ملا زنګی، خپل ولس وژني، کله د انګرېز لپاره لکه ګوډ ملا، او کله د پنجابي دلال لپاره لکه ټالیب او ملا فضلو، خپل خلک وژني او خپله خاوره بې حرمته کوي، هغه د پیغمبر دښمن دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply