د منابعو مدیریت د خلکو او نړیوالې ټولې رضایت

0 690

 

محمد بشیر یوسفزوی

 

د سپټمبر له ۱۱ وروسته نه یوازې د نړیوالو پام افغانستان ته ور واوښت، بلکې نړیوالې مرستې د سېلاب په څېر افغانستان ته راغلې، خو د ناسم مدیریت، منظم پلان او برنامو د نشتوالي له امله نه یوازې یادې منابع او مرستې ضایع، حیف او میل شوې، بلکې په هېواد کې د پراخ فساد او مافیا د رامنځته کېدو لامل شوې.

د وخت حکومت او مسوولینو له دغو مرسته شویو پیسو او منابعو څخه د موثرې ګټې اخېستو لپاره د مديريت روښانه ليدلوری نه درلود او له همدې امله دغه مرستې د منظمې برنامې او د افغانستان د لومړیتوبونو په اساس نه وې، له همدې امله یا بې ځایه ولګېدې او یا ضایع شوې.

په تېرو کلونو کې په موثره توګه له منابعو او شویو مرستو څخه د ګټې نه اخیستلو یو عمده دلیل دا هم دی چې د نړۍ والې ټولنې ژمنې او امکانات په دغو ديارلس کلونو کې د يوه مشخص او معلوم قرارداد پر اساس نه وې او خپله مرستندوي ځواکونو او هېوادونو پرېکړه وکړه چې څه وخت او څومره امکانات د کومو موخو لپاره هېواد ته راولېږي او معلومدار چې هغوی زموږ لومړیتوبونه او اړتیاوې په ښه توګه درک نه کړې.

د ملي یووالي حکومت له لومړیو څخه په دې برخه کې پام وړ بدلون راغی، که څه هم دغه مهال له افغانستان سره د بېلابېلو دلایلو په اساس د نړیوالې ټولنې لېوالتیا کمه شوې او هغوی د افغانستان پرېښودلو او له افغانستان څخه د وتلو په حال کې وو، مګر ولسمشر غني په خپلو اساسي برنامو او پیاوړي استدلال سره یو خل بیا افغانستان د نړیوالو د توجه محراق وګرځاوه او هغوی یې دېته قانع کړل چې افغانستان او افغانان د لا ډېرې پانګونې وړ او مستحق دي.

ولسمشر غني دا ځل نړیوال له افغانستان سره د بې قید او شرطه مرستو پرځای مقیدو مرستو ته وهڅول او په نړیوالو کنفرانسونو کې یې هغوی ته بیا بیا وویل چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې مشروطې کړي. یانې افغان حکومت باید د دغو مرستو په بدل کې خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې ته ځواب ویونکی وي او په دې برخه کې باید خپلې ژمنې پرځای کړي، تر څو د خلکو د ژوند وضعیت بدل او پام وړ ښه والی رامنځته او محسوس شي.

په دغو کلونو کې د منابعو او امکاناتو مديريت په بنسټیز ډول په دې پورې تړلي دي چې موږ څه ډول بريالي کېږو د خپلو امنيتي ځواکونو د زعامت لپاره پیاوړي اواغېزناک بنسټونه رامنځه کړو. افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره د اداري فساد پر ضد مبارزې او د اصلاحاتو راوړلو، د ادارې د موثریت د زیاتوالي او ښو خدمتونو وړاندې کولو، د داخلي عوایدو د زیاتوالي او د افغانستان د خودکفایۍ او په بېلابېلو برخو کې د ښو لاسته راوړنو او پرمختګونو ژمنې وکړې.

د همدغو ژمنو په اساس په تېرو درې نیمو کالو کې افغان حکومت په دې وتوانېده چې په بېلابېلو برخو کې د ښو کړنو او خدماتو په برابرولو سره د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې رضایت ترلاسه کړي، ځکه د اصلاحاتو، د عوایدو د زیاتوالي، د فساد د کموالي، د غصب د مخنیوي، د ادارې د ځوانېدو، د امنیتي او دفاعي ځواکونود پیاوړتیا، د شفافیت او حساب ورکولو د دودولو او نورو برخو کې حکومت ډېرې داسې لاسته راوړنې لري چې نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو ته د لمس او درک وړ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply