یو شمېر افغان سرتیري د ناسمې وینې د ترزیق له امله مړه شوي

0 723

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش دفتر (سیګار) وایي چې یو شمیر افغان سرتیري له دې وجې مړه شوي دي چې د وینې ناسم ګروپ ورته ترزیق شوی دی.

سیګار په خپل یو تازه راپور کې چې پرون د پنجشنبې په ورځ خپور شوی ویلي دي چې د افغان ملي پوځ د یو شمیر سرتیرو د وینې ګروپ یا اصلاً تر اوسه نه دی ټاکل شوی او یا هم د سرتیرو د وینې د ګروپ ټاکل سم نه دي تر سره شوي.

د سیګار د راپور پر اساس دغه کار ددې سبب شوی تر څو هغه سرتیري چې په جګړه کې ټپي کیږي او وینې ته اړتیا ولري د وینې د ناسم ګروپ د ترزیق له کبله مړه کیږي.

سیګار ویلي دي چې ددغو افغان سرتیرو دققه شمیره نده څرګنده چې له دې وجې مړه شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت تر اوسه د سیګار ددغه راپور په هکله څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply