کوم اعمال ملي خيانت دی!؟ / شکور کامران

0 1,271

د خيانت له نامه سره ډېرو افغانانو ته ځینې تېر او اوسني لوړ رتبه خلک او حاکمان سترګو ته درېږي، ځکه د خيانت او بيا د ملي خيانت په اړه کافي مالومات نه لري چې خيانت څه ته وايي؟ يوازې عملاً د هېواد ورانونه ورته خيانت ښکاري، په داسې حال کې چې په اړوند قانون کې د خيانت د شوي تعريف له مخې د دې تر څنګ ګڼې نورې کړنې هم ملي خيانت حسابېږي.
ښايي په دې خبره حيران شئ چې عام خلک او ولس تر لوړ رتبه خلکو او حاکمانو ډېر خيانت کولای شي او کړی يې دی، که ځينې خلکو غير شعوري دا چاره تر سره کړې، ګڼو نورو په شعور او پوهه سربېره پرې لاس پورې کړی دی.
اوس که يو چارواکی غواړي خيانت وکړي، د خلکو په مټ به يې کوي، ځکه که خلک يا پلويان پسې و نه درېږي؛ نو هيڅکله به د داسې کار په کولو و نه توانېږي، دلته هم خيانت تر خلکو مشروط کېږي.

د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې زموږ د هېواد د قانون له مخې د خپل دولت او خلکو پر ضد وسله‌وال او فکـري فعاليت، همکاري او ګډې هڅې خيانت دی او که له دې مخې حساب وشي، زمـوږ ډېر خلک د ملي خيانت مرتکـب شوي او د نورو برخو او عامو ځايونو تر څنګ يې ان په ټولنيزو رسنيو کې هم منفي او وطن ضد فعاليت کړی، ان که يوه شېبه همکاري يا يوه جمله فکري ملګرتيا هم وي، ځکه خيانت خيانت دی، که لوی وي، که کـوچنی.

ځينې رسنۍ په شعـوري ډول دا کار کوي او يوازې د تخريب او منفي‌ګرايي په خاطر فعالې دي او په ټوله کې تر نيمايي زياتې رسنۍ په شعوري او غير شعـوري ډول په نامسلکيتوب يا نورو عواملو په څېړنيزو او نورو راپورونو کې د دولتي او په تېره د نظامي څانګې، پوستو، د سرتېريو د شمېر، د وسلو د ډول او ځای او ورته نور پټ رازونه افـشا کوي او د خيانت مرتکب کېږي.
د ولسواکي او خلکو پر وړاندې درېدل سوچه خيانت دی. پل، پلچک، سړک، ځنګلونه او نورې شتمنۍ د خلکو او د هغوی د هوساينې له‌پاره دي، که هر څوک د دې ټولګټو چارو پر وړاندې درېږي، تخريبوي يې او عامه امن او نظم ګډوډوي، بې له شکه خيانت دی او عامل يې ملي خاين.

څوک چې نورو ته جاسوسي کوي، له هېواد ضد ډلو سره يو ځای کېږي او مرسته ورسره کوي، ملي خاين دی او د اړوند قانون له مخې بايد په عمري قيد يا اعدام محکوم او شتمني يې کنګل شي.
له ډېره بده‌مرغه زموږ په هېواد کې اوس هم ډېر داخلي جاسوسان او پردي پال شته چې زياتې ستونزې يې را منځ ته کړې دي. دوی په بېلابېلو ادارو کې کار کوي، د همدې وطن معاش اخلي، د همدې وطن اوبه او ډوډۍ خوري، د همدې خاورې اوبه څښي او هوا يې تنفس کوي، خو په ډېر ذلالت او سپين‌سترګي کار نورو ته کوي. ملي استخباراتي او اړونده ادارو ته په کار دي چې داسې خلک مالوم او له هر ډول مصحلته په پام کې نيولو پرته له قانون سره سم يې په ټاکلې سزا محکوم کړي.

وايي که يو څوک په هر څومره سخته او شګلنه ځمکه روان وي، ستونزه نه‌شته او حرکت کولای شي، خو که يوه کوچنۍ شګه يې بوټ ته د ننه وغورځېده، لويه ستونزه را منځ ته کوي او ښايي شخص له حرکته وغورځي. داخلي پردي‌پال په بوټ کې د شګې په شان دي او هر څومره ژر چې کېدای شي بايد لېرې وغورځول شي.
هر څوک بايد قضاوت او اصلاح له ځانه پيل کړي، ګرېوان ته سر ټيټ کړي او ژور فکر وکړي چې د دې چارو مرتکب شوی خو به نه وي؟ که وي په کلکه په راتلونکي کې ځان ترې وژغوري او د وطن د مور پر وړاندې خپل مسووليت او رسالت په پوره ايمان او صداقت تر سره کړي.

کـومې چارې ملي خيانت دی؟
د کورني او بهرني امنيت پر وړاندې د افغانستان د اسلامي جهموري دولت د جرمونو قانون د لومړي فصل د لومړۍ مادې پر بنسټ؛
له هېواد سره خيانت «ملي خيانت»
۱۱. د ولسواکي، ځمکـنۍ بشپـړتيا، خپلواکي، ملي امنيت او د هېواد د دفاعي وړتياوو پر وړاندې د افغانستان د اسلامي جهموري دولت د تبعه اعمال عبارت دي له؛
ـ له دښمن سره يو ځای کېدل، د ولسواكي پر وړاندې وسله‌وال فعاليت، جاسوسي، د ځواکونو تسليمي، د وسلې ساتل، جګړه‌يز تخنيک، استحکامات او د جګـړې نور وسايل او دولت ضد ډلو، هېوادونو او سازمانونو ته د پټو دولتي او نظامي رازونو ورکول.
ـ د افغانستان د اسلامي جهموري دولت پر وړاندې له دښمنانه فعاليتونو تر سره کوونکو ډلو، سازمانونو او بهرنيو هېوادونو سره همکاري او ګډې هڅې.
ـ د دولتي قدرت تر لاسه کولو له‌پاره دسيسه.
له هېواد سره خيانت‌کوونکی په دوامداره بند يا اعدام محکوم او شتمني يې کنګلېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply