ملاصیبانو، پدې مه قهریږئ / نجیب ننګیال

0 1,198

ملا صيبانو!
په دې مه قهرېږئ، که د چا نه خوښېږئ او نقد در باندې کوي. حقيقت دا دی چې تاسې د مسلمانانو په اخلاقي روزنه کې پاتې راغلي ياست. باور وکړئ مونږ چې وليکو “اسلام د امن دين دی”، ډېر نېک مسلمانان پرې د خندا سمبول واچوي. دغه حالت ته واقعا ځورېږم. تاسې ونشو کړای چې اساسي مسايلو ته پام وکړئ او د اسلام افاقي انساني پيغام خلکو ته و رسوئ. ستاسې نصيحت هم جنګ دی او ستاسې د وعظ له طريقې هم د تشدد بوی راځي. فتواوې مو د موډ پورې تړاو لري. که مو موډ ښه و، ورځ مو ښه پېل کړې وه، ستره ناروا، روا بولئ. که مو لږ وجود درد کاوه، په روا شي سړی کافروئ. معيارونه مو خورا سخت زيانمن کړل. هر چڼی مفتي دی او هره دوهمه کوڅه کې دارلافتاء موجوده ده. د فتواو حيثيت د قصه خوانۍ ټاپې شوې، په څلوېښت کلدارو را نيول کېږي. د وطن د هر جابر، غاصب او ظالم په حجرو کې ډلې ملايان سهار ماښام دېره وي. د مفت حجونو په لالچ همدا تاسې ياست چې دې فرعونانو ته مو حيثيت ورکړی او له ډاره يې ظلم ته ظلم نه واياست. د غريب سړي ډوډۍ هم نه خورئ او هر بې وزلی که لمانځه ته رانشي، د عذر منلو په ځای يې په لوچک، بې لمانځه، بې نسبه او لوفر په القابو نازوئ. که برعکس د خان زوی لمونځ نکوي، ښه برخورد ور سره کوئ. تاسې ياست چې د هلک او نجلۍ رضايت حتا پوښتئ هم نه او دوه انسانان په جبري نکاح محکوموئ. هو تاسې ياست چې د نجونو د پلورلو (ولور) په خلاف غږ هم نه جيګوئ، خو د نوروز په عادي خوښيو هم زارې چوئ. مکتب همدا تاسې ناروا بللی او د مکتب او مدرسې ټکر ته تاسې لاره هواره کړې، کنه حقيقت دا دی چې هر مکتبي په دوهم وخت کې د جومات ملا ته ګونډه وهلې او دين ځنې زده کوي. نيم ملت (ښځې) مو ستاسې د لاسه په داسې حالت کې ژوند کوي چې د زنکدن په وخت د تشهد کليمه لا نشي ويلی. دين او دنيا دواړه مو ځنې واخيستل.

فکر وکړئ او په خپله تګلاره بيا فکر وکړئ.
د وژنو، د جهاد تر نامه لاندې فساد، ټولنيزې بې عدالتۍ او له دين سره د خلک د زياتېدونکي فاصلې له امله خدای ته ځواب ګو ياست. دلته چې ورځ تر بلې د الحاد رنځ پراخېږي، پوښتنه يې خدای حتما درڅخه کوي. له دې مسئوليته او له دې عذابه خلاصون اسانه نه دی. چې د پيغمبر د وراثت دعوه کوې، هغومره مسئوليت به هم منې. هغومره په ديانت به هم په ټولنه کې خپل رول ادا کوې او په هغومره امانتدارۍ به د اسلام د عدالت، مينې، ترحم، زده کړو ته د لېوالتيا او د بې ګناه انسانانو د وژنو په خلاف غږ پورته کوې. دا نشي کېدای، وارث د پيغمبر يم او کردار د ابو جهل د زامنو لوبوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply