په سايبريا کې د انسانانو ۵۴ لاسونه موندل شوي

0 739

د روس په لېرې پرته او سړه سيمه کې، په يوه ګونۍ کې د انسانانو څلور پنځوس لاسونه موندل شوي دي.
روسۍ رسنۍ وايي، د چين او روس پولې ته څېرمه، هلته د سمندر پر غاړه د کب نيوونکيو يو تم‌ځای دی او له همدې تم ځای سره دغه ګونۍ موندل شوې ده.

دوی وايي، لاسونه د اووه ويشتو انسانانو دي او داسې ښکاري چې په تېره چاړه يا ساتول پرې کړل شوي دي.

پوليس وايي، دوی د لاسونو معاينه کړې ده، په ګونۍ کې يې ورسره پټۍ او ځينې درمل هم موندلي دي، خو لا هم نه شي ويلای چې دا به چېرته د انساني اندامونه په توګه قاچاق کېدل، يا د کومې ګناه په جرم له انسانانو غوڅ کړل شوي او که په روغتون کې د مړو شويو انسانانو لاسونه دي.
دغې پېښې په روسيه کې ډېر خلک وارخطا کړي دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply