د کندوز پېښې په پلمه دې څوک ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، نه سپکوي

0 1,154


ودان روښان
په دې کې شک نه شته چې د کندوز دښت ارچي ولسوالۍ دفتاني کلي مدرسه کې د بمباري له امله پر وژل شویو ملکي وګړو ټول افغان ولس خواشینی او وېرجن دی، دا هغه څه دي چې باید نه وی شوي، د سلیم عقل خاوندان او وطنپالونکي افغانان د یادې پېښې قرباني ملکي وګړو له کورنیو سره ځانونه په دغه غم کې شریک بولي او دا ځکه چې ټول دغه ویر خپل ویر ګڼي او پرې خواشیني دي. پوښتنه دا ده چې دا پېښه ولې او څه ډول رامنځته شوې ده؟ دا لاترواسه په کره توګه نه ده مالومه ځکه چې له پېښې ډېر وخت نه تېرېږي او تراوسه هرڅه چې ویل شوي د لومړنیو مالوماتو او تر ډېره د ځان سپینولو، ځان پرحقه ښودلو، پر یو بل د تور لګولو، له وخت وړاندې قضاوت، احساساتو، تظاهر، عوام غولونې، فرصت غوښتنې، عقدې، دوښمني، ښایي په لوی لاس د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو بې اعتباره کولو یا نورو سرسري انګېرنو له مخې دي. تازه تازه افغان ولسمشر محمد اشرف غني پلاوی ټاکلی چې د پېښې هر اړخیزه پلتنه وکړي اوس تر هرڅه مهمه او غوره داده چې هرڅوک چې په دې اړه پر څه پوهېږي په ډېر اخلاص دې له پلاوي سره شریک کړي او د هیچا په خاطر او لحاظ دې کوم څه نه پټوي دا ځکه چې که څوک کوم څه پټ کړي یا د چا پر ناسمې پرېکړې یا د چا تعصبي کړنې یا د بلې هرې موخې له پاره چې وي پر برغولی کېږدي دا به له ټول ولس سره جفا وي. په پخوا کې متعصبو کړیو د ځینو سیمو او قومونو په اړه په لوی لاس او دوښمنانه پلان له مخې بهرنیو ځواکونو ته ناسم رپوټونو ورکړي وو چې په پایله کې یې بې ګنا ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې وه. د بېلګې په توګه ۲۰۰۸ میلادي کال د اګست پر۲۲ نیټه د ناټو ځواکونو هوایي برید کې د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ په عزیزاباد کلي کې ۹۰ ملکي وګړي ووژل شول، چې نیمایي یې ماشومان وو. په بمبارۍ کې پنځلس کورونه نړیدلي وو. وروسته څرګنده شوه چې په دې اړه د ناټو ځواکونو ته د هرات د هغه وخت د قول اردو قوماندان جنرال جلندر شتلي په امر یو جګړن رپوټ ورکړی و. جلندر یو پېژندل شوی متعصب و. هغه وخت دولت هم پر دې خبر شو خو څرنګه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي کله هم جلندرخیل او فهیم خیل نه خپه کول او دولس وینه یې ورته مباح ګڼلې وه نو ځکه خو چا چلندر ته دومره هم ونه ویل چې پر مخ دې څوګلان دي او دا د ښاغلي کرزي د لورېینې له امله و. دې ورته ډېرې پېښې د همدغو خلکو د ناسمو رپوټونو له امله په ارزګان، کندهار، ننګرهار، فراه او نورو ولایتونو کې هم رامنځته شوې دي، نو اوس هم وکتل شي چې د کندوز په پېښه کې خو به بیا هم د همدغو کسانو لاس وي که څه ډول؟ خو دا ټول به له بشپړې او هراړخیزې څېړنې او پلټنې وروسته مالومه شي چې لا هم وخت ورته شته. دا پېښه نور اړخونه هم درلودلی شي چې باید له پامه ونه غورځول شي او هغه دا چې طالب جګړه مار تل د خپل شیطاني فطرت له مخې غواړي له ملکي وګړو ځانونو ته ډال جوړ کړي چې په دواړو حالتونو کې یوازې خپله ګټه ویني د ولس خو دوی سره د دنیا غم نه شته ځکه چې دوی خلکو ته اخرت خو ځانته دنیا غواړي. دوی هڅه کوي د ملکي وګړو ترمنځ ځانونه پټ کړي که پټ شول او دولتي ځواکونو ونه لیدل یا یې د ملکي خلکو په خاطر په نښه نه کړل هم یې ګټه کړې او که دولتي ځواکونو په نښه او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واووښته په دې سره به هم ددوی په اند خلک له دولته واټن ونیسي او پر ضد به یې ودرېږي نور که خلک وژل کېږي، ټپیانېږي او یا یې کورونه ورانېږي د طالبانو یې په بلا. بله دا چې طالبان د مدرسو فارغانو پګړۍ تړلو کې د ځان په ګټه تبیلغ او له دغه ډول فرصتونو ګټنه کوي. ما په خپله د مدرسو د فراغت له پاره د بلنلیکونه لیدلي چې هغه بلنلیک نه بلکې د طالبانو له پاره بشپړه تبلیغاتي پاڼه وي چې په خورا لوړ لګښت رنګه او ښایي د ډېورنډ کرښې هاخوا چاپ شوې وي. په دغو پاڼو کې د طالبانو په ګټه تبلیغ کېږي، د هغو طالبانو انځورونه په کې ځای شوي وي چې له دولتي ځواکونو سره په مخامخ جګړو کې وژل شوي هغوی د حق د لارې شهیدان یاد شوي وي او نوي فارغان د دوی په وینا د شهیدانو ځای نیونکي او د شهادت تږي بلل شوي وي. د فراغت مراسم ډېر شانداره وي په ښکاره خو یې لګښت د خلکو له بسپنې برابرېږي خو لیدل شوي چې په بسپنو دغه ډول مراسم نه شي چمتو کېدی بلکې دا نورې سرچینې باید ولري. په مراسمو کې ویناې تر ډېره تبلیغاتي، احساساتي او لمسونکې وي په دې اړه د و لایتونو خبره نه کوم بلکې د کابل اړوند ولسوالیو کې دغه حالت دی، خو دا بیا ددې مانا نه لري چې پر دغو مراسمو دې بمباري وشي بلکې په دې اړه باید نور جدي تدبیرونه ونیول شي.
بله دا چې خلک هم باید اوس پردې وپوهېږي چې دغه ډول مراسمو ته په تېره هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي له ورتلو ډډه وکړي خو څرنګه چې خلک بې وزله دي او په دغه ډول مراسمو کې ډوډۍ هم وي نو ځکه خو ښایي ځینې خلک د یو وخت ډودۍ له پاره هم ورشي چې دا بیا تر ټولو زورونکې ده چې بې ګنا ماشومان او لویان دې د یو وخت ډوډۍ قرباني شي.
په هر صورت اوس چې پوځي چارواکي وایي چې د کندوز دښت ارچي ولسوالۍ دفتاني مدرسه کې یې د طالبانو مشران په نښه کړي، خو ځینې ځایي خلک او نور کسان بیا وایي چې په دغه برید کې لسونه ملکي وګړي وژل شوي. په دغه ځای کې ځینې کسان بیا له وخت مخکې د هېواد پر امنیتي ځواکونو رنګارنګ تورونه پورې کوي، ځینې کسان چې په ښکاره له طالب اورپکو سره خواخوږي لري تر ټولو مخکې د افغان وژنې او مسلمان وژنې کوکې چیغې وهي، ځینې نورو ته چې څوکۍ نه ده رسېدلې یا له چارواکو سره په هر علت چې وي تربګني او دوښمني پالي هغوی ته هم خدای ورکړې چې په دې پلمه خپل د زړه بړاس وباسي، ځینو نورو ته ښایي دا یو ډول موډ ښکاري چې د مرګ ژوبلې په اړه غبرګون وښیي پرته له دې چې په اړه یې بشپړ مالومات ولري. ځینې نور بیا د پاک احساس او عاطفي له مخې ښایي پر خپلو خلکو د زړه خوږي له امله غبرګون وښیي. دا ښکاره ده چې افغان امنیتي ځواکونه د ولس د هیلو سرچینه او مرجع دي، همدغه کسان چې په رسنیو کې ناست وي او په وازه خوله خدای زده د چا په اشاره او لارښوونه امنیتي ځواکونه غندي، په داسې حال کې د همدغو امنیتي ځواکونو د مېړانې او سرښندنې له برکته په امن کې ژوند کوي. له بله پلوه د افغانستان دوښمنان له ای اس ای نیولې تر روسانو پورې چې دواړه د افغانانو او افغانستان تاریخي دوښمنان دي هڅه کوي چې په بېلابیلو پلمو امنیتي ځواکونه بې اعتباره کړي. بیا هم وایو چې په هیڅ ډول د بې ګنا ملکي وګړو مرګ ژوبله توجیه نه لري خو پرېږدﺉ چې دا هر څه روښانه شي او له ولسمشره جدي غوښتنه ده چې د رښتیاوو له څرګندېدو وروسته د هیچا مخ څټ ونه ګوري، که چا غفلت هم کړی وي او که چا په لوی لاس د ملکي وګړو وژنې دسیسه جوړې کړې وي باید کلکه سزا وویني خو د پېښې په اړه د رښتیاوو له څرګندېدو مخکې پر امنیتي ځواکونو تورونه لګول، د امنتي ځواکونو غندل او سپکول د دوښمن پر ژرنده د اوبو له ورسپرولو پرته بل څه نه شي تعبېرېدی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply