ولسمشر دې د هرات د پوهنې ریاست وژغوري

0 1,091

وطنوال

له تعصبه پوزې ته رسېدلو هراتیانو بالاخره خپل د اعتراض غږ پورته کړ. سره له دې چې زموږ هراتي وطنوال د زغم، حوصلې خاوندان او سوله خوښونکي دي او تر ډېره نه غواړي لانجه راپورته کړي خو د هرات د پوهنې ځای ناستي رییس عبدالرزاق احمدي نور د دوی زغم او حوصله پای ته ورسوله نو ځکه خو زرګونه هراتیانو له څو ورځو راهیسې د دغه سړي پرضد د اعتراض خپل غږ پورته کړی او له دندې د هغه لېرې کېدو غوښتنه کوي. په معترضینو کې د هر قوم لکه د هزاره و، اوزبیکو، تاجیکو او پښتنو هرات میشتي اړوندان ځکه راټول شوي چې نوره یې د زغم کاسه ډکه شوې ده.
د هرات پر ځای ناستي رییس ډېر معترضین د ښوونځیو هغه مدیران، امران، سرښوونکي، ښوونکي، زده کوونکي او نور د پوهنې ډګر کارکونکي دي چې په بېلابیلو نومو او پلمو یوازې د تعصب له مخې احمدي کړولي دي.
په داسې حال کې چې د پوهنې ډګر د زده کړې، یو بل منلو، زغملو، ملي یووالي، وطنپالنې او په ټوله کې د بشرپالنې پر روحیه د ځوان کهول د روزنې ځای دی خو عبدالرزاق احمدي د هرات د پوهنې ډګر د تعصب، کینې او کرکې پر ډګر بدل کړی او د پوهنې له کارکونکو سره د مور میرې چلند کوي، په دې مانا چې یوازې هغه جمعتیان چې له ده سره تړاو لري د هرات د پوهنې پر برخلیک واکمن دي خو نورو کسانو ته چې که هرڅومره وړتیا ولري ځای نه شته.
د افغانستان اساسي قانون له مخې ټول افغانان پر خپله مورنۍ ژبه د زده کړو حق لري. د اساسي قانون ۴۳ مادې لومړی بند وایي چې:« دولت مکلف دی افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنیو اجبارزي زده کړو د تامین له پاره اغیزمن پروګرام طرح او تطبیق کړي او د مورنیو ژبو تدریس له پاره په هغو سیمو کې چې پرې خبرې کېږي لار هواره کړي.» دا داسې مهال ده چې له څلورو کالو ډېره موده وشوه، چې ولسمشر په هرات کې په پښتو ژبه د لېسې او لیلیې جوړلو په اړه د هرات پوهنې ریاست ته فرمان ورکړی خو احمدي له پښتنو سره د تعصب له مخې دغه نیک کار نه دی کړي او نه یې هم اراده لري. په داسې حال کې چې په هرات کې له ۵۰٪ زیات پښتانه اوسېږي خو احمدي بیا ددغو ټولو حق تر پښو لاندې کړی او اجازه نه ورکوي چې هراتي پښتانه پر خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي.
څرنګه، چې د پوهنې ځای ناستی عبدالرزاق احمدی په خپلو تعصبي او ګوندي کارونو بوخت دی نو ځکه خو د هرات ډېرو ولسوالیو کې د زده کړو بهیر ټکنی شوی دی یا هم ښایي په لوی لاس یې دغه کار کړی وي ځکه چې غواړي د نورو قومونو په تېره د پښتنو بچیان له زده کړو پاتې شي .
احمدي د هرات د پوهنې ریاست ته د سي بي ار په ازموینه کې ناکام شوی چې دا په خپله دده د کمزورتیا او دې څوکۍ ته د نه وړتیا ښکارندوی دی خو دی لا هم داسې مهال په ناقونونه توګه پردې څوکۍ ناست دی چې د قانون له مخې یې د ځای ناستي موده هم ډېره پخوا پوره شوې ده.
پر دنده د دغه سړي (عبدالرزاق احمدي) ناسته ځکه ناقانونه ده چې دی قضایی دوسیه لري او ډېر وخت یې په دعوه کې تېرېږي نو ځکه خو د پوهنې چارو مخته وړلو ته نه وزګارېږي او باید هم دا خوکۍ پرېږدي.
د ده پرضد د بېلابېلو قومونو او پاړکو زرګونه اړوندانو لاریون ښيي چې څومره خلک ترې ناراضه دي نو ځکه خو له ولسمشره غواړو چې د هرات پوهنه وژغوري او د دومره ډېرو خلکو اعتراض او غوښتنه په پام کې ونیسي او د هرات د پوهنې ډګر له دغه ډول کسانو پاک کړي، په دې سره به خلک پر دولت باور او اعتماد زیات کړي، ددولت اعتبار به نور هم لوړ شي، خو که داسې ونه شي، دغه صابر او په خبره پوه هراتیان چې اوس سوله ییز لاریونونه کوي که غږ یې وانه ورېدل شي ښایي سبا تاوتریخوالي ته لاس واچوي چې هغه وخت به بیا هراتیان مسوول نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply