يو بيت خو کيسه بيت | بصيرالحق عادل

0 960

بصيرالحق عادل
۱۳۹۷ / ۱ / ۱۲

څو ورځې وړاندې خپل کلي کې يو فاتحې ته لاړم، سپين ږيرو او علماو د موضوع سکالو دا وه چې په غم باندې بايد صبر وشي، ګنې غمونه يو له بل نه شرمېږي، په غم پسې غم وي.
يوه سپين ږيري وويل، څو مياشتې وړاندې زما د يو ملګري يو زوی په جګړه کې شهيد شو، پلار يې ژړل، يوه اونۍ وروسته يې بل زوی ورپسې شهيد شو، دواړه ځوانانو وو، ودونه يې کړي وو. د دواړو مېرمنې يې کشرانو ورونو ته چې تنکي ځوانان وو؛ پاتې شول او ورته يې په نکاح کړې.

د سپين ږيري کاکا د دغې کيسې له اورېدو وروسته ماته د ممتاز اورکزي هغه بيت راياد شو چې:
زما په خيال دا جنګ د شرم هيڅ احساس نه لري
چې پښتنو د محبوبو په ځای وريندارې وکړې
د ممتاز اورکزي پورته بيت چې مې په لومړي ځل ولوست، ډېر ژور اغېز يې راباندې وکړ. زړه مې پرې پرې شو، د دې هېواد د هر ورور هغه خور مې راياده شوه چې بې وروره شوې ده، هغه ميندې مې سترګو ته ودرېدې چې بوري شوي دي او لا هم د خپلو زامنو لارې څاري. هغه مېرمن راياده شوه چې د خپل خاوند راتلو ته يې دروازه کې سترګې ګنډلي وي. هغه ماشوم راياد شو چې هر ماذيګر به يې د خپل پلار له لاس څخه د پاپړو خلته په خوشالۍ تښتوله.
دا بيت زما د هېواد هر کور، د هرې خور، د هرې مور او د هرې مېرمنې کيسه ده. پر موږ جګړې داسې چارې وکړې چې نه پخوا تکرار شوي او نه به وروسته تکرار شي.
کلاسيکه دوره که زموږ شاعرانو جګړه ستايلې يا يې جګړې ته تبليغات کړي، لامل يې دا دی چې دوی پښتانه له ظلمونو ژغورل، دوی دښمن نه پرېښوده چې ظلم وکړي، خو نن چې د جګړې پر ضد کمپاين کېږي لا هم داسې نادودې وشوې چې د تاريخ له سترګو به هم اوښکې څاڅي.
هو د ممتاز اورکزي په پورته بيت کې يو عالم کيسې پرتې دي، زموږ د ټولو جګړو داستان دی او زموږ د هرې خور، هرې مور او هرې مېرمنې د زړه خبره ده. دلته په هر کور د يوه ورور کونډه بل ورور ته ناسته ده، حتی يوه مېرمن دوه درې ځل هم کونډه شوې ده او زړه يې څو ځای ارې ارې شوی دی.
له رواني پلوه هم دا بيت بېلابېل اړخونه لري او زموږ د ژوند يو لوی انځور پکې نغښتی دی، داسې انځور چې خيال څخه جلا رښتيني او حقيقي دی، داسې حقيقت دی چې د هنر له خوږو پرته هم پر زړه اغېز کوي او که هغه څوک چې د دې وطن پښتنې وريندارې يې کونډې کړې دي ولولي هم به پرې اغېز وکړي او خپل ټوپک به ماټ کړي.
اخخ، زموږ د ژوند کيسې څومره دردمنې دي، چې له بيتونو مو هم اوښکې څاڅي او ځګيروي ترې خېژي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply