د بریا لپاره دغه ننګونې باید په ژوند کې وګالئ ژباړن: حضرت عثمان (نوري)

0 818

 

تاسې په خپل محیط کې څومره بریالي کسان پیژنئ؟ که د بریالېو اشخاصو ژوند لیکونه وګورئ، هله به پوه شئ چې دوی په اسانه دې ځای ته نه دي رسیدلي؛ ځکه دوی هر ډول ننګونې او خنډونه په ژوند کې ګاللي او بیا خپل هدف ته رسیدلي دي.

ډیری خلک ددې په لټه کې وي، څو بریاوې ترلاسه او ځان د بریالېو اشخاصو په ګروپ کې شامل کړي؛ نو موږ هم دلته ددې لپاره د یو شمېر ننګونو او خنډونو یادونه کوو چې عمومي دي، که تاسو د دې ننګونو سره مخامخ یاست مبارزه ورسره وکړئ.

لومړی: وېره (ډارېدل) هېر کړئ او هر سهار وختي پاڅېږئ

که تاسو غواړئ بری ترلاسه کړئ، باید پوه شئ چې لومړی په څه ډول خپله وېره له مېنځه یوسئ.  ډارېدل ستاسې د هدف لاره بنده وي او د مخته تګ مخنیوی مو کوي. که تاسې د وېرې پر وړاندې مبارزه ونکړئ، له لومړۍ ننګونې سره مخ کېږئ، چې پېل به مو قوي اراده په شکست او ماتې بدله کړي.

دغه راز که تاسې ټوله ورځ کار کوئ، نو سهار وخته را پاڅیږی. که وغواړئ د بریالیتوب په لاره پلي شئ؛ باید په اونۍ کې پینځه ساعته اول ټېم کار وکړئ، ځکه که تاسې زیاته انرژي مصرف کړئ، ستاسو پر ګټې تمامیږي.

 

دویم: نن او سبا(بهانې) پرېږدئ او څه چې کوئ، دوامداره یې وکړئ

قناعت کول کولای شي ستاسې د بریالیتوب امکانات په جدي توګه له منځه یوسي. که تاسې وخت ته ارزښت ور نه کړئ؛ خپل شهرت، باور، فرصتونه، امکانات او پېسې له لاسه ورکوئ. که تاسې وغواړئ چې دا پورته ذکر شوي شېان له لاسه ور نکړئ، نو پریږدئ چې ستاسې زحمتونه بریالیتوب جبران کړي.

دغه راز که تاسې وویاست چې “وخت صحیح نه دی،” یا “زه چمتو نه یم”؟ دا منفیات او چټیاټ دي؛ تاسو باید هر وخت چمتو اوسئ او له بهانو ځان وساتئ.  هېڅکله مه ودرېږئ او د خپل هدف پر لور دوامداره ګامونه پورته کړئ.

دریم: خپل مثبت بدلون درک کړئ

تاسې د بریاوو ډک ژوند ته د رسیدو لپاره بدلون ته اړتیا لرئ، ځکه مثبت بدلون کولای شي تاسې غوره ثابت کړي؛ ځکه خو یې مقاومت مه کوئ بلکې هرکلی یې وکړئ! د بدلون درک کول خورا مهم دی؛ ځکه دا په منطقي بڼه د خپل ځان ارزول دي. که څه هم دا ستونزمنه ده چې د ځان ارزیابي وکړئ او بیا یې ومنئ، مګر که خپلو موخو ته رسېدل غواړئ؛ باید مثبت بدلون وکړئ.

څلورم: هدف مو کوچنی نه، ستر وتاکئ او تشویق ته لېواله اوسئ

دا ناممکنه ده چې په لومړي ځل په دریاب یا بحر کې لامبو ووهو، ځکه لومړی باید په کوچنېو سیندونو او حوضونو کې لامبو زده کړو، بیا په سیند ور ګډ شو. که تاسې د هغو اشخاصو له ډلې یاست چې په ځان پوره باور لرئ، نو هدف مو کوچنی نه بلکې ستر وټاکئ او خپلې هیلې او اهداف خیال مه بولئ؛ ځکه د عادي او غیر معمولي یواځینی توپیر دا دی چې تاسو په دې کې لږ څه زیاتې هڅې ترسره کوئ.

دغه راز هغه فعالیتونه چې ترسره شوي وي، د کتونکو لپاره آسانه ښکاري، خو دوی له دې خبر نه دي، چې دا سخت کار دی. تاسې باید کار کوونکي وهڅوئ؛ ځکه په تشویق او هڅونې سره د هغوی روحیه او هوډ قوي کیږي، او ددې ځواک پېدا کوي څو په شته امکاناتو لا تمرکز زیات او ډېر کار وکړي.

 

پینځم: له بدبینه (بدنیته) خلکو سره ناسته پاسته پرېږدئ

ممکن ډ‌ېر کم خلک وګورئ، چې تاسو تشویق کړي، او که مرسته یې له وسې پوره وي، لاس نیوی به مو وکړي، خو که بدبینه (زهرجن) خلک له تاسو سره په یو دفتر او کارځای کې وي، ددې پرځای چې ستاسو لاس نیوی وکړي، خپل منفي نظریات او چټایاټ به ستاسو مخ کې وايي، دا ځکه زهرجن خلک فشار او د نظریاتو ټکر رامنځته کوي. دا چاره ستاسو په فعالیتونو منفي آغېزه کولای شي او د داسې وګړو له ناستې پاستې ډډه وکړئ.

شپږم: ځان ته مو یو اغېزمن پلان جوړ کړئ

تاسو د بریالیتوب لپاره اړتیا لرئ چې باید یو منظم پلان ولرئ، که تاسو له پلان استفاده نکوئ؛ بیا تاسې نه پوهیږئ چې چیرته ځئ؟ د څه لپاره ځئ؟ او څه وخت بیرته راځئ ؟ دا او داسې نورې پوښتنې ستاسې اغیزمن پلان ته اړتیا لري. د پلان نشتون د بریالیتوب امکانات کمزوری کوي.

اووم: ددې اندېښنه مه کوئ چې زما په اړه به خلک څه وايي؟

دا ستونزمن کار دی چې د نورو خلکو تبصرو او نظرونو ته اجازه ورنکړو، بریالي اشخاص په دې پوهیږي چې داسې فکر کول چې زما په اړه به خلک څه ډول نظریات لري، د وخت او انرژۍ ضایع کول دي. تاسې یواځې له هغه خلکو سره موسکا وکړئ؛ چې پرې شکمن یاست او فعالیتونه مو ښه نه ارزوي، نور یې پریږدئ او خپل حرکت ته دوام ورکړئ.

پایله: ستاسو بریالیتوب ستاسو د فکر له مخې پرمخ ځي. د نظم او تمرکز پرمټ تاسو کولای شئ؛ ډاډه شئ.  ددغه خنډونو او ننګونو سره ستاسې احتمالي بریا له ګواښ سره مخ کیدلای شي، که ورسره مبارزه وکړئ، تاسې بریالي کیږئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

پای

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply