د منفي احساساتو د کنترول لپاره غوره لاره څه ده؟/ حضرت عثمان نوري

0 656

د منفي احساساتو لومړی ګوزار د هیلو وژل دي، د پرمختګ مخنیوی یې دوهم اقدام دی، دغه راز مو تصمیم او پلان نیولو ته هم نه پریږدي. ددې لپاره چې مخته ولاړ شئ او خپلې موخې را ونیسئ، لومړی خپل بدني چاپیریال او حالت ښه مطالعه کړئ، که ځان مو مسووله نه بولئ، وروسته له دې خپل ځان د خپلو کړنو مسوول وبولئ؛ که کوم چا در څخه د یو نېک کار مشوره وغوښتله، نو نېکه مشوره ورکړئ، منفي افکار وغورځوئ، او ملي موخې شخصي موخې مه ګرځوئ.

که هرې موضوع ته منفي فکر وکړای شي، نو بیا خو باید ماتې ته سر له اوسه هرکلی وکړای شي، احساسات او فکر ستاسو د ژوند سره تړلي موضوع ده؛ که یې کنترول کړئ، نو خپلې چارې مو پرې له هر ډول نیوکو او ستونزو ژغورلی شئ. که تاسې په بیړې سره پرېکړې وکړئ او له احساساتو څخه کار واخلئ؛ دا چاره مو په راتلونکې کې پښېمانه کولای شي.

ددې لپاره چې منفي افکار او احساسات کنترول کړئ، لومړی موضوع (مسلې) ته له هرې زاویې وګورئ، پېل یې په مثبت فکر وکړئ، ښه یې وسنجوئ او بیا له پوره غور ورسته د عمل جامه ور واغوندئ. په ټولیز ژوند کې ښېګڼه او بدي کول د یو شخص په فردي کړنې پورې تړاو لري، که چا درسره ښه سلوک نه کاوه، نو تاسې ورسره جدي چلند مه کوئ، او پر وړاندې یې مخالفت او غبرګون هم مه ښکاره کوئ.

منفي احساسات وشړئ؛ ځکه دا چاره تاسې مایوسۍ سوق کوي او مایوسي د انسان هیلې وژني، مه پرېږدئ چې د خپلو موخو ښکار شئ، اسانه کارونه هر څوک کولای شي، موږ باید مقاومت وکړو او د خپلو تېروتنو جبران ورکړو. هڅه وکړئ چې له منفي نظریاتو ډډه وکړئ او په هغه مجلس کې چې منفیاتو ته لمن وهل کیږي، کوښښ وکړئ چې مخه یې ونیسئ؛ که مو له وسې نه وه پوره، ناسته پاسته ورسره پرېږدئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply