که له ناکامۍ ډار لرئ، دا نهه ځانګړنې غوره کړئ؛ بریالي به شئ/ حضرت عثمان نوري

0 746

     ژباړه: حضرت عثمان نوري 

     که تاسې له ناکامۍ کرکه لرئ او دا مو نه خوښیږي چې پاتې راشئ؛ باید هغه عادتونه خپل کړئ چې بریالي اشخاص ترې برخمن دي. انسان نیمګړی دی او تېروتنه ترې کیږي، خو دا چې تېروتنه د لومړي ځل لپاره وشي، که د بیا ځل لپاره تکرار نه شي، انساني کار دی، خو که تکراري شي؛ بیا حیواني کار بلل کیږي. دلته موږ هغه نهه لارښوونې ستاسو مخ ته ږدو، که تاسې یې عملي کړئ، له ناکامۍ ژغورل کیدای شئ او خپل راتلونکی مو له خوښېو ډکولای شئ.

     لومړی: صادقه اوسئ

    ریښتني خلک تل باور ساتي، له همدې آمله دوی هېڅکله خپل باور نه بایلي، چې شخصیت یې خام نه شي، پوهان وايي: هر شی چې خام شي، پخیږي، خو انسان چې خام شي؛ بیا نه پخيږی، که تاسې له ملګرو، کورنۍ او ګاونډیانو سره صادقانه چال چلند کوئ، هېڅکله به په کوم ځای کې بند پاتې نه شئ.

    دوهم: ځان مو پوره وګڼئ

    ځان ته ارزښت ورکول د شخصیت لوړونې مهم اصل بلل کیږي، ددې لپاره چې تاسې خپل هدف په اسانۍ ترلاسه کړئ، ښه ده چې لومړی پر ځان باور وکړئ.

    دریم: سخت کار ته سینه ورکړئ

     که تاسې اسانه کارونه کوئ، دا کوم نوښت او کمال نه دی، بلکې کمال او هنر دا دی چې تاسې سخت کارونه وکړئ؛ څکه اسانه کارونه خو هر څوک کولای شي.

     څلورم: ښه چال، چلند کوئ

د غوره ملګرتیا او ګاوڼډیتوب یو مهم اصل ښه سلوک کول دی، هڅه وکړئ چې اخلاق مو ښه کړئ.

پینځم: هغه څه چې کوئ، په لېوالتیا یې وکړئ

که کوم کار ته مو ډډه نه لګېده او زړه نا زړه وئ، نو د لږ وخت لپاره دمه وکړئ، بیرون تازه هوا واخلئ او واپس د یوې غښتلې ارادې سره کار سینه ورکړئ او په لېوالتیا ورته د پای ټکی کېږدئ.

    شپږم: له استثناوو تېر شئ

زیات خلک شته؛ ددې پر ځای چې د کار مثبت نقاط بیان کړي، لومړی یې منفیات بیانوي او ددې هڅه هم کوي چې له ځانه پکې نور منفیات هم ور اضافه کړي، د کار مثبت اړخ بیا، بیا وسنجوئ او له استثناوو تېر شئ؛ ځکه استثناوې لټول مو د هدف په لاره کې نږدې واټن غځوي.

     اووم: تر هغه مبارزې ته دوام ورکړئ، څو موخې ته ورسېږئ

باوري اشخاص د کار تر پېلېدا وړاندې له ځان سره ژمنه کوي چې تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي؛ څو خپلې موخې ترلاسه کړي، د همدې لپاره تاسې هم تر هغه وخته په دوام کې اوسئ، څو موخې ترلاسه کړئ.

     اتم: سخي توب غوره کړئ

سخي توب او خلاص لاسي اوسئ، که نغدي پېسې مو لرلې او چا درڅخه څه وغوښتل، نو بېنوا یې مه پرېږدئ، بلکې د خپل وس مطابق یو څه ورکړئ. که د یو کار لپاره درڅخه چا وخت وغوښت، نو بخیلتوب مه کوئ، بلکې وخت ورکړئ، چې څه غواړي او هیله یې څه ده؟ که د استعداد (وړتیاوو) غوښتنه درڅخه چا وکړه، او غوښتل یې له تاسو زده کړه وکړي، نو څه مو چې زده وي؛ ور زده یې کړئ. که چا در څخه نظر وغوښت، نو تاسې د پراخه فکر او نظر خاوندان یاست، خپل ښکلی نظر مو ورکړئ.

    نهم: خپل خوی مو ښه کړئ

بریالي اشخاص ښه خویونه لري، اخلاق یې ښه وي، مینه ناک او پاک زړي وي، ددې لپاره چې تاسې د نورو خلکو زړونه وګټئ؛ نو لومړی باید خپل خوی ښه کړئ، منفیات وشړئ او د نېکو خلکو سره ناسته پاسته پېل کړئ.

ــــــــــــــــــــــــــ

پای

2018-05-19

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply