د مفاهمی (خبرو اترو) اهمیت

0 1,181

راټولونه : ګل اکبر راحل ځاځی
د یوی ټولنی وګړي د روزمره کارونو د سم او منظم پر مخ وړلو لپاره سم او منظم پوهاوي ته اړتیا لري تر څو وکولی شي بی له کوم خنډ څخه چاری ترسره کړي، نن صبا د ټولنی د وګړو تر منځ راپیښ شوی کړکیچ که نوری ډیری ستونزی لري خو یوه ستونزه یی ناسمه مفاهمه هم ده. مونږ که د مفاهمی په طرز او طریقه سم ځانونه پوه کړو نو د دغو ستونزو کچه به مو یو څه راټیټه کړي وي او په مینه او مینه ناکو وګړو به بدل شوي و.
مفاهیمه (خبری اتری) د پوهاي یو ډول دی چې د ټولنی د وګړو تر منځ د کارونو او روزمره ژوند د سم پر مخ بیولو لپاره په کار وړل کیږي. مفاهمه (خبری اتری) د پوهاوي هغه اهم توکی دی چې مونږ له نورو وګړو سره نښلوي، مهمه نده چې تاسی د یو مکتب شاګرد یاست او یا د دولت لوړپوړی چارواکی، خو مهمه دا ده چې تاسی د مفاهمی سالمه او نرمه لهجه ولری چې دغه نرمه مفاهمه کولی شي تاسی د ډیرو لویو اهدافو د لاسته راوړلو تر منزله ورسوي. سالمه مفاهمه کولای شي لویو ستونزو ته په سمه او منظمه توګه د حل لاره پیدا کړي، نو په همدی خاطر دا غوره ده چې دا زده کړو چې څرنګه له نورو سره په ښه ډول خبری اتری وکړو. د مفاهیمی هغه مهارتونو ته پراختیا ورکړو چې ښی پایلی لري تر څو په غوره توګه خپل پیشهنادات او نظریی نورو ته په سمه او ښه ډول انتقال کړئ شو.
زمونږ د خبرو اترو دوره له ډیر ځوان عمر څخه شروع کیږي، مثلا ماشومان د خپلو خبرو اترو لپاره له نښو څخه ګټه اخلي او په دوام یی چې هر څومره لوییږي خبری شروع کوي او د شیانو زده کړه شروع کوي. نو دا هغه لاره ده تر څو وکولای شو غوره مفاهمه زده کړو او د نورو په منځ کې تاثیرلرونکي ثایت شو. هیڅوک هم دا نشي ردولی چې غوره مفاهمه یو له هممو مهارتونو څخه شمیرل کیږي چې مونږ د ژوند په هر پړاو کی ضرورت ورته لرو. نو مهمه ګڼل کیږي تر څو یی پر تقیویه کولو فوکس وشي.
کچیرته مو د مفاهمی (خبرو اترو) ډول ناسم و د زیاتو مشکلاتو تر څنګ به مو پرمختګ هم له ډیرو ننګوونو او چیلنجونو سره مخ شي. موثره مفاهمه د ژوند جوهر بلل کیږي او باید ورځ تر بلی انکشاف ورکړل شي. که په ژوند کی پر مختګ کول غواړئ نو باید چې له دواړه ډوله (لیکلی او ویونکی) غوره او قوي مفاهمه ولرئ. مونږ باید په ژوند کی د مفاهمی په اهمیت او ارزښت باندی ځانونه پوه کړو. دا چي زمونږ په روزمره ژوند او کارونو کی سالمه او غوره مفاهمه ولی ضرور دی لاندی یی له یادونه کوو.

ولی مفاهمه (خبری اتری) ضروري دي؟
سالمه مفاهمه نه یوازی زمونږ د ژوند اساس/اصل دی بلکی زمونږ د ژوند ضرورت ګڼل کیږي، دا هغه اصل دی چې له امله یی خلک پر مونږ اعتبار کوي او زمونږ پر وړاندی د زیاتو فرصتونو زمینه برابروي.

سالمه مفاهمه د اړیکو په جوړولو کی مرسته کوي.
فرق نکوي، که تاسی کار کوی یا درس وایی سالمه مفاهمه کولي شي ستاسی او د نورو تر منځ غوره اړیکي جوړی کړي، که تاسی زده کوونکي یاست نو د ټولګیوالو او استاذانو سره د دی په خاطر مفاهمه کوی تر څو مو مشکلات حل کړی او بالاخره مو اړیکی ورسره جوړی شی. همدارنګه په دفترونو او سازمانونو کې تاسی له خپلو همکارانو، مشر او نورو هغه کسانو سره چې ستاسی په شاوخوا کې کار کوي غواړی چې اړیکی ورسره جوړی کړئ. د دوی تر منځ یواځینی متحرک عمل چې ستاسی تر منځ سالمی اړیکی رامنځ ته کړي او له یو بل سره د نطریاتو او احساساتو په شریکولو کی مرسته وکړي سالمه مفاهمه (خبری اتری) دي چې په ټوله کې ویلی شو چی د یوی سالمی مفاهمی په واسطه غوره او ښی اړیکی رامنځته کیږي.

سالمه مفاهمه کاري چاپیریال تقویه کوي.
ځینی موضاعات دي چې د سالمی او غوره مفاهمی په واسطه غوره خل لاره پیدا کوي او په ایینده کی یی له تکرار څخه مخنیوی کیږي. په یوه اداره کې مدیران او لوړ پوړي چارواکي له یو بل سره پدی خاطر مفاهمه کوي تر څو مشکلاتو ته د حل لاره پیدا کړي او خپل ارګان یا اداره په نورمال ډول پر مخ بوځي. که څه هم د اداراتو په کلنیو پلانونو کی د مفاهمی لپاره ځایونه ورکړل شوي وي نو غوره دی چې په خپل ټاکلی وخت پلي او هغه خالیګاه را ډکه کړي چې په نوموړی برخه موجوده وي.

سالمه مفاهمه کولای شي کاري ټیم غوره وروځي.
سالمه مفاهمه کولی شي چې په دفترونو او نورو ځایونو کې کاري ټیم غوره وروځي، په یو کاري ټیم کی د یو کار د ښه او غوره برمخ وړلو لپاره هغه وخت ممکن دی چې مشر یی ښه او سالمه مفاهمه ولري او هر کار په مستقیم مسیر باندی رهبري کړي. دهغه نظریاتو د تطبیق لپاره زمینه برابره شي چی یو څوک یی د یو ماموریت د ترسره کولو لپاره له ځان سره لري، نو بلاخره تاسی هر هغه کار او هدف چې لرئ یی د یوی غوره مفاهمی په واسطه ترلاسه کولی شئ او خپل هدف ته په اسانی سره رسیدی شئ.

سالمه مفاهمه سالمی حل لاری پیدا کوي.
د غوره مفاهمی په واسطه هر څوک کولای شي ډیرو لانجمنو مسایلو ته هم د حل لاره پیدا کړي. کله چی مونږ له یو بل سره خبری کوو نو مونږ د یوی موضوع د حل لپاره د نورو نظریات اخلو چې دغه نطریات د موضوع په حل کی له مونږ سره مرسته کوي، دا په هغه صورت کی امکان لري چې خپل نظریات په مثبت ځای کی په کار واچوو او په هغه وحت کی امکان لري چې د خلکو تر منځ مفاهمه رامنځته شي. سالمه مفاهمه د یو ارګان قوت بلل کیږي تر څو په هره برخه کی تری استفاده وکړي.

سالمه مفاهمه تاسی ته لا زیات درنښت درکوي.
که مشکلات هم وي، خو کچیرته مو د مفاهمی ډول درست و، نو خلک له تاسی سره مینه کوي او احترام درته لري. نو ته به یواځینی کس وی چې د خپل اهمیت د ډیریدو سره مخ شی، همدارنګه مونږ کولی شو چې د کامیابی په زینو په سالمی مفاهمی سره پورته شو او د غوری مفاهمی د مهارتونو په واسطه په خپله اداره یا ارګان کې د خپل شهرت ښه تغیرات ووینو چې دا بیا په یاده اداره کی کولی شي د لا زیات کار کولو زمینه مساعده کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply