ملکي او نظامي مسوولینو ته د ولسمشر لارښوونه/محمد بشیر یوسفزوی

0 694

جمهوررئیس محمداشرف غني د ویډیويي کنفرانس له لارې د هېواد  د ټولو ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو (والیانو، د قول اردوګانو، د پولیسو د زونونو، لواګانو، د ملي اردو د کنډکونو او د ولایتونو امنیه قوماندانانو، د ملي امنیت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي رئیسانو) ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د ښه ترسره کېدو  په خاطر د هر اړخیزې همکارۍ لارښوونه وکړه.

په پام کې ده چې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر د روان کال د وري په ۲۵ نېټه د شنبې په ورځ له ښارونو او مرکزونو څخه پیل شي او په دویم پړاو کې به دغه بهیر ولسوالیو، کلیو او بانډو ته وغځېږي او دوه میاشتې دوام به وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د معلوماتو په اساس د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د دوه میاشتني بهیر له بشپړېدو وروسته به په هر ولایت کې  د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کاري ګروپ پاتې کېږي چې د نویو راستنېدونکو او له دغه بهیر څخه د پاتې کسانو نومونه په ټاکنو کې د رای ورکولو لپاره ثبت کړي.

جمهور رئیس غني ټولو هېوادوالو ته د ټاکنو ملي پروسې د شفاف ترسره کېدو په موخه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د پیلېدو مبارکي وویله او همدارنګه یې ټاکنې د ولسواک نظام مهم اصل وباله او له ټولو هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې په دغه ملي بهیر کې د ګډون په موخه په نږدې مرکزونو کې خپل نومونه ولیکي.  

جمهور رئیس د هېواد ټولو والیانو ته لارښوونه وکړه چې هم په خپله په دغه بهیر کې ګډون وکړي او هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د همکارۍ په موخه خلک وهڅوي او همدارنګه دې له یاد کمېسیون سره د همکارۍ په موخه په چارو کې د خلکو د هر ډول لاسوهنو مخه ونیسي او له عاملینو سره دې جدي او قانوني چلند وکړي.

د شفافو ټاکنوترسره کېدل د ولس غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی او مسوولینو ته ښایي چې په دغه ملي پروسه کې دې د بې طرفۍ اصل په پوره مانا رعایت کړي. مګر تر ټولو مهمه داده چې خلک د خپلو رایو په کارولو کې له نهایت دقت کار واخلي، ځکه که خپله رایه په دقت ونه کاروي، نو هم به یې د ولس او هم به یې د خدای پر وړاندې غاړې بندې وي.

د ټاکنوملي پروسه له دې امله هم ارزښتناکه ده چې هرڅوک په خپله خوښه، اراده او بشپړه ازادۍ خپل تصمیم نیسي او د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه ورکوي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې ډېر وخت د خلکو له رایو سره لوبه کېږي، نوماندان په بېلابېلو پلمو، حیلو او پیسو د هغوی رایې اخلي او همدغه رایه د خلکو لپاره په لوی سرخوږي بدلېږي، ځکه چې همدغه د ولس په رایه راغلي وکیلان د غصب، غلا، ظلم، د بډو اخیستو او د خلکو د حقونو د تلف کولو لامل کېږي، نو سر له اوسه باید ولس په دې برخه کې دقیق او هوښیار واوسي او همغه چاته خپله رایه ورکړي چې مستحق یې دی.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply