سوریه پر کوم لور درومي؟/  سید خالد سادات 

0 823

سوریه پر کوم لور درومي؟

سید خالد سادات 
د بین المللي حقوقو استاد 
په عربي نړۍ کې د عربو پسرلي په راتګ سره د عربي نړۍ اکثره شاهي نظامونه را وپرځېدل. په لېبیا کې د معمر القذافي حکومت نسکور شو او د نوموړي واکمني د مرګ په بیه تمامه شوه. په مصر کې حسن مبارک له ۳۰ کلنې واکمنۍ لاس په سر شو، پر ځای یې اخوانیانو ټاکنې وګټلې او اخوان ګوند ته خپل دفاع وزیر فتاح السیسي سر درد شو چې بالاخره د اخوانیانو سیاسي ټغر یې ټول کړ.

سوډان په جنوبي او شمالي برخو تجزیه شو. د عربو جګړو زور واخیست او لمبې د سوریې هېواد ته ورسېدې. سوریه چې د عربي نړۍ له سټراټېژيک موقعيته برخمنه ده، د تېلو پراخې زېرمې لري او د سوړ جنګ پر مهال د دوو بلاکونو د ایډیالوژیو د تقابل ثقل مرکز پاتې شوی و، د بشارالاسد د سرټمبګۍ له وجهې د کېمياوي وسلو د استعمال تر سرحده ورسېده. اسد ته د سوریې میراثي مشري له خپل پلار حفیظ الاسد څخه پاتې وه او په ۲۰۰۰ م کال کې یې د سوریې واګې په لاس کې واخیستې. بشار الاسد د مذهبي نظریې له مخې راډیکال علوي شیعه دی. علویان د شیعه مذهبو په مذهبي سیکټاریسټي په محور کې تر ټولو سخت‌دریځه ایډیاليسټان دي. دوی د لومړي امام نظریه پر مخ وړي او علي ابن ابي طالب ته د لومړي خلیفه په سترګه ګوري.

د بشارالاسد کورنۍ نظریه کمونيسټي نظریه ده. له ننه اووه دېرش کاله مخکې د بشارالاسد پلار حفیظ الاسد له پخواني شوروي اتحاد سره د Common Defense ګډې دفاع نظامي تړون لاسلیک کړ او هماغه مهال د بشارالاسد کورنۍ سیاسي ایډیالوژي کمونيسټي بلاک ته واړوله.
د عربو پسرلي په بهیر کې سوریه په ۲۰۱۱ م کال کې ورګډه شوه. د اسد رژیم پر ضد ډېری سوریایان را پورته شول او د اسد د رژيم د خاتمې غوښتنه یې کوله. بشارالاسد د خپل ټول ډیکټاټوري قوت په استعمال سره هغه مهال د سوریایانو او په تېره بيا سنیانو وژنه د خپل ځان پر وړاندې دفاع وبلله. په داسې حال کې چې د سوریې ۶۹٪ وګړي سنیان جوړوي او ۱۰٪ علویان جوړوي. د سوریې په بحران کې د اسد عمده هدف د سنیانو وژنه وه چې له ۲۰۱۱ کال را په دې خوا تر دې دمه تر اووه لکه زیات سوریایان وژل شوي دي.

د سوریې جګړې هغه مهال زور واخیست چې روسیه د اوکراین له کړکېچه فارغه شوه او د امریکا پر وړاندې یې خپله ایډیالوژیکه جګړه سوریې ته کش کړه. په ۲۰۱۵ م کال کې اسد د رسمي غوښتنې په توګه له روسیې وغوښتل چې د داعش او بېلتون‌‌غوښتونکيو د ځپلو لپاره سوریې ته پوځونه واستوي. روسیې خپل هوايي او ځمکنی پوځ د سوریې رقې، خمیم هوايي ایر بیس او حلف ښار ته واستول او د داعش پر وړاندې یې د جګړې په موخه د سوريې مهمې سیمې بمبار کړې.

روسیه له سوریې سره خپله ملګرتیا د پخواني قرارداد له مخې د مشترکې دفاع په توګه تعریفوي. روسیه د سوریې له حاکم شخص اسد سره کلکه ایډیالوژیکه ملګرتیا پالي او پوټین د امریکا او غربي نړۍ د ايډیالوژيکي ماتې له پاره سوریه د ثقل مرکز بولي. د سوریې او روسیې ګډ تفاهم له مخې امریکا + ناټو غړیو هېوادونو د سوریې رژیم خلاف دریځ غوره کړ او د هوايي عملیاتو لار یې غوره وګڼله، ګویا اسد په سوریه کې ملکي خلک وژني. د سوریې جګړه اوس د خپلواکي او د نظام د چپه کولو له اړخه خپله معنا په بشپړ ډول بدله کړې او اوس د امریکا، روسیې، ایران او عربي نړۍ د جګړې پر ډګر اوښتې.
عربستان او څلور نور عرب محافظه‌کار هېوادونه قطر، کویټ، بحرین او متحده عربي اماراتو له امریکا، بريټانیا او فرانسې څخه په پراخه پیمانه نظامي او جنګي تجهیزات و پېرل او د سوريې په جګړه کې دخیل شول.

په ۲۰۱۵ م کال کې هغه مهال چې عربستان په سوریه کې د داعش او بېلتون غوښتونکيو پر وړاندې د جګړې د ایتلاف مشري پر غاړه واخیسته، ورځنی لګښت یې تر ۱۸۰میلونه ډالرو رسېده.
قطر، کویټ، متحده عربي امارات او بحرین په ترتیب سره د سوریې جګړې ته ور داخل شول او د اسد رژیم خلاف یې هوايي بمبار وکړ. سوریه د پنځو محافظه‌کارو عربي هېوادونو له غوښتنې سره سم په ۲۰۱۱ م کال کې د اسلامي غړیو هېوادونو کنفرانس «OIC» سازمان څخه په جزايي شکل اخراج شوه او له سوریې سره یې هر رنګ اړیکې پرې کړې.
عربي نړۍ لومړی سوریه منزوي کړه او بیا یې د امریکا او غربي هېوادونو په خوله کې واچوله چې له روسیې سره په جګړه کې قرباني کړي. دا چې سوریه ولې د جګړو په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړي حالت ته واوښته او دا جګړه په کوم لور درومي، لاندې نقاطو ته اشار کوو؛

۱. په سوریه کې د جګړې د داخلي پوتانشیل موجودیت
سوریه د عربو تر پسرلي پخوا د جګړې له پراخه پوتانشیله برخمنه وه. د سوریې په اطرافو کې د نصر جبهه چې په ایډیالوژیکي لحاظ د نړیوال جهاد مفکوره لري، شته وه. د القاعده شبکې ځالې او مرکزونه چې بعضې وختونه حتا له نصر جبهې سره په جګړه اوښتې وې موجوده وه. په سوریه کې د ډیموکراټیک پوځي قوت موجودیت چې د حکومت نظامي چوکاټ یې بیرون د بشارالاسد د رژیم ساتنه کوله او د اکثریت سنیانو په وژنه تورن پوځي قوت دی، د سوریې کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړه. د بشارالاسد د پلار حفیظ الاسد واک ته رسېدو سره سم په ۱۹۷۱ م کال کې د اسدي رژیم پر وړاندې د بېلتون غوښتونکو غورځنګ په جګړه‌یزه مبارزه لاس پورې کړ چې د سوریې په کورنۍ جګړو کې د نوموړي حرکت پراخه ونډه د سوریې د اوسني بحران د شدت ګواهي ورکوي. په ۲۰۱۱ کال کې سوریه د عربو پسرلي څپو د داع «دوله الاسلامیه فی العراق» حرکت د ش «شام» په زیاتولو سره په داعش «دوله الاسلامية في العراق و الشام» باندې بدل کړ.
په عربي نړۍ کې د داعش حرکت پخوانی نوم داع وه او د سوریې بحران په پیل سره دغه حرکت په داعش تبدیل شو. په سوریه کې د داعش شتون د روسیې او امریکا تر منځ د جګړې اصلي نقطه عنوانېدای شي. په سوریه کې د جګړې د پوتانشیل موجودیت د سوریې د بحران اصلي زېږنده تعریفولای شو.

۲. د سوریې ډیکټاټوري رژیم عقده‌يي چلند
سوریه په نسبتي اکثریت سره سني مذهبه ټولنه ده. د سوریې د ټول نفوس ۶۹ ٪ وګړي سني عربي سوریایي وګړي دي او ۱۰٪ علوي شیعه مذهبي جوړوي. حفیظ الاسد په ۱۹۷۱ م کال کې د سوریې واګې په لاس کې واخیستې او اکثریت سني مذهبو پر وړاندې یې عقده‌يي سیاست غوره کړ. په اغلب ګمان د اسد رژیم عقده‌يي چلند د سنیانو پر وړاندې د ایران په خوښه تر سره کېده او کېږي.
ایران په سیمه کې د اسد رژیم د شیعه ایډیالوژي محافظ پارټنر حسابوي. په همدې لحاظ په سوریه کې د بشارالاسد او دده د پلا ر حفیظ الاسد د حاکمیت پر مهال د سوریې اکثریت سنیان له سیاسي حقوقو بې‌برخې پاتې شول او د اسدي رژیم له خوا د جینو سایډ «نسل وژنې» له سیاست سره مخ شول.
د عربو پسرلي سني سوریایانو ته لاره هواره کړه چې د داعش ا و بیلتون غوښتونکو غورځنګونو سره یو ځای د سوریې رژیم نسکورولو لپاره جګړه ایز فعالیتونه پیل کړي.

۳. د سوریې په بحران کې د عربستان رول
عربستان د خپلې وهابي عربي مذهبي ایډیالوژي له منظره د ایران او په عربي نړۍ کې له شته اهل تشیع حرکتونو سره خپل مخالفت او جګړه مذهبي تګلاره بولي. د ایران او اسد رژیم مذهبي ملګرتیا د دې لامل شوه چې عربي نړۍ په منځني ختیځ کې د شیعه مذهبي ایډیالوژي بلاک جوړېدو خطره محسوس کړه. عربستان د عربي او پر ګرده اسلامي نړۍ حاکمیت د خپل ځان حق بولي او له ایران سره مخالفت د خپل حاکمیت پر وړاندې تهدید ګڼي؛ نو همدا علت دی چې عربستان له خپلو عربي متحدانو «قطر، کویټ، متحده عربي امارات او بحرین» سره په ملګرتیا، په سوریه کې بېلتون غوښتونکي سني حرکتونه د اسد رژیم پر وړاندې جګړه‌یزو فعالیتونو ته تحریکوي چې بالاخره دغه بېلتون‌پاله غورځنګونه د سوریې د بحران اصلي لوبغاړي شول.

۴. د سوریې په بحران کې د ایران رول
ایران د سوریې اسدي رژیم د خپل قدرت او نفوذ برخه بولي. ایران په سوریه کې دوه قسمه رول لوبوي. لومړی هغه یې د عربي نړۍ پر وړاندې په سوریه کې د خپل ایډیال نظام حمایه کول دي او دویم یې په سوریه کې د خپل نفوذ تظاهر دی. ایران په سوریه کې د روسیې په شان مستقیم نظامي حضور نه لري. ممکن د ایران لپاره دا په لوی خطر بدل شي چې په سوریه کې د خپلو پوځونو په شتون د ګردې عربي نړۍ مقابله و نه کړای شي. اما د سوریې د جګړې لپاره ایران دوه جلا جلا جنګي بنسټونه چې د اسد رژیم د ساتنې لپاره د افغانستان او پاکستان شیعه‌ګانو د جلب و جذب مسوولیت پر غاړه لري، را منځ ته کړي.

له افغانستان څخه فاطمیون نظامي کنډک په ایران کې مېشت افغانان او د افغانستان له مختلفو نقطو څخه اهل تشیع افغانان جلبوي چې د اسد رژیم په ملاتړ یې په سوریه کې وجنګوي. د راپورونو له مخې په سوریه کې تر ۱۴۰۰۰ زیات افغانان د اسد رژیم په ملاتړ جګړه کوي. د زینبیون نظامي کنډک په پاکستان کې مېشت پاکستاني شیعه پاکستاني وګړي ایران د سوریې جګړې ته لېږي. دواړه کنډکونه «زینبیون او فاطمیون» د ایرن د شورای نګهبان تر مدیریت لاندې فعالیت کوي.
قاسم کرماني چې د سوریې په جګړه کې یې د دغو نظامي کنډکونو مشري کوله، په ۲۰۱۷ م کال کې له داعش څخه د حلف ښار تر پاکولو وروسته تهران ته ستون شو. د سوریې بحران د اصلي شدت نقطه په سوریه کې د ایران د نفوذ او قدرت ساتلو تظاهر دی چې عربي نړۍ یې پر وړاندې په سوریه کې د جګړې تر لیکو هڅولې.

۵. د امریکا او روسیې تقابلي حالت
په اوکراین کې د امریکا په مشرۍ غربي هېوادونو او روسیې تر مستقیمې نظامي مداخلي یو کال وروسته، دغه هېوادونه په سوریه کې د جګړې په میدان کې ښکېل شول. د نړیوال سیاسي تقابلي حالت له منظره که د اوکراین په جګړه کې روسیه او امریکا یو د بل پر وړاندې جګړه‌یز تقابلي حالت ته کښته شوي نه وای، د سوريې جګړې ممکن دومره زور نه وای اخیستی.
روسیه په اوکراین کې له امریکا سره تقابل د خپلې جغرافیې ساتنه بولي او په سوریه کې له امریکا سره تقابلي حالت د خپلې ایډیالوژي بقا بولي. له بل لوري روسیه د خپل قدرت د بقا په خاطر د اسد د رژیم حمایت د خپل ملي امنیت د ساتنې لپاره د روسیې مستقل حق بولي. له بل لوري امریکا د خپل سیاسي خصلت له مخې چې باید پر نړۍ د یو قطبي بلاک څښتنه وي، د خپلو اروپایي ملګريو او ناټو له تړون سره په مرسته د نړۍ په هره نقطه کې د روسیې د سیاسي نفوذ او قدت مخه ونیسي، د سوریې په جګړه کې د اسد رژیم نسکورول غواړي.
ویلای شو چې د امریکا او روسیې تقابلي حالت د سوریې بحران ته شدیده ضربه ورکړه او د دغه بحران د اصلي لامل په توګه ثابتېدای شي.

پایله
اسد د خپلې سیاسي تندې خړوبولو په خاطر او په سوریه د خپل میراثي واک ساتلو په پار حتا په خپلو اتباعو د کېمیاوي وسلو استعمال درېغ و نه کړ. د اسد رژیم د دوو لویو بلاکونو «امریکا او روسیې» تر منځ د قدرت توازن و نه‌شوای ساتلای. روسیې د اسد رژیم ته په تشو لاپو د اسدي رژیم ساتلو لپاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ اما په عمل کې ناکام ثابت شو. په ۲۰۱۷ م کال کې کله چې روسیې خپل قوتونه له سوریې وایستل، پوټین خپل ځان د امریکا پر وړاندې بریالی حساباوه، اوس چې یو ځل بیا د امریکا په مشري بریټانیا او فرانسې د سوریې د تحقیقاتو مرکزونه بمبار کړل د روسیې د قدرت ساتنې سطحه خپل نهایی زوال ته ټيټه شوه. د امریکا په مشرۍ په سوریه کې د قوي بلاک له را منځ ته کېدو سره چې بریټانیا، فرانسه، کاناډا، جرمني او عربي هېوادونه په تېره بيا عربستان پکې ځای لري، په سوریه کې د روسیې او ایران نفوذ او قدرت له زوال سره مخ کړی.
ترکیه چې د سوریې په عفرین ښار کې یې درې ځله درنې هوایي بمبارۍ وکړې، په سیمه کې د روسیې او ترکیې را منځ ته کېدونکی ایتلاف په شدیده متضرر کړ. روسیه اوس پر دې پوهېږي چې ترکیه غوندې هېواد د سوریې رژیم پر وړاندې د امریکا بمباریو ستاینه کوي، ځکه یې په سوریه کې محتاطانه حرکت غوره کړی. که په سوریه کې د اسد رژیم په واک کې د پاتېدو هڅه کوي او په پټه د ایران او روسیې همکارۍ ته لاس غځوي، په ښکاره د خپل دولتي نظام د سقوط تر څنګ د تجزیې او خپل ملت د تباهۍ کندې ته ټیل وهلو بله مانا نه لري.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply