د پاکستان د تفرقې سیاست باید پښتانه ونه وېشي

0 628

ژباړه: امیرجان وحید احمدزی

په پاکستان کې د خپلو حقونو د دفاع په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ له اقداماتو وروسته پاکستان هڅه کوي چې دغه غورځنګ تر پوښتنې لاندې راولي او فعالیتونه یې کمرنګه کړي.

پاکستان پرلپسې کوښښ کوي چې د پښتونخوا ملي داعیه د مذهبي بنسټپالنې پر داعیه بدله کړي او نړیواله ټولنه یې ملاتړ راوګرځوي. د پښتونخوا ملت پاله ډلو د ګوښه کېدو په موخه یې په وروستیو شلو کالو کې په افغانستان کې د مذهبي ډلو ملاتړ وکړ ، تر څو طالبان افغانستان د ځان لپاره په امن ځای بدل کړي. پاکستان هیڅ لېواله نه دی چې د ډیورنډ هغې غاړې پښتانه د قبایلي دودونو له چوکاټ څخه ووځي او د دولتدارۍ سیستم او بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو تامینولو سره بلد شي.  

پاکستان هیڅ وخت نه غواړي د افغانستان پښتانه دومره ځواکمن وي چې په راتلونکي کې د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو لپاره چې په ایجنسیو کې مېشت دي نمونه وي. په افغانستان کې د پاکستان مداخله د پښتنو د کمزوري کولو لپاره ده او غواړي د نفاق او دښمنۍ په خورولو سره د افغانستان ناورین دوامداره کړي. پاکستان خپلې موخې ته د رسېدو او د پښتنو د ازادۍ داعیې څخه د نجات لپاره غواړي د پنجابیانو تر ولکې لاندې د زمان د جبر په دلیل وېشل شوي پښتانه په خپلو کې سره وجنګوي.

پاکستان چې اوس په نړۍ کې د نظامي او اټومي ځواک لاپې وهي د یو ګاونډي پر وړاندې د خپلې اردو او نظامي امکاناتو د کارولو پرځای د سیمې خلک مسلح کوي او د افغانستان پر ضد یې کاروي.

پاکستان  غواړيد ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو تر منځ د تفرقې سیاست یو ځل بیا وکاروي، تر څو د پښتنو د ازادۍ غوښتنې داعیې څخه نجات پیدا کړي او پښتانه د علمي، اقتصادي او اجتماعي هوساینې او پرمختګونو پرځای په جنګ کې ښکېل او په خپلو کې سره وجنګوي.

د ډیورنډ هغې غاړې د پښتون ژغورنې غورڅنګ څخه پښتنو او د افغانستان نورو قومونو پراخ ملاتړ وکړ. په افغانستان کې دې پراخ ملاتړ پاکستان متوجه کړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د وروستیو کړنو او اقداماتو مخه په خپله په پښتنو ونیسي.

په وروستیو کې په پکتیا او خوست کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د پاکستان د پوځ برید د دې لپاره و چې د کرښې دې غاړې پښتنو له احساساتو څخه د پاکستانیو پر ضد استفاده وکړي .د پاکستان پوځ له دغه وضعیت څخه چې دوی په خپله جوړ کړی و د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو ته داسې وښوده چې ګویا افغان ځواکونو پر قبایلي سیمې تجاوز کړی.

دا وضعیت پاکستان په خپل لاس جوړ کړی، کوښښ کوي چې د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو له احساساتو څخه په استفادې د افغانستان د پښتنو او خلکو وروستي اقدامات او د پښتون ژغورنې غورځنګ څخه د دوی ملاتړ کمرنګه کړي.

پاکستان پوهېده بې له دې چې پښتون پر پښتنو له منځه یوسي د ډیورنډ د هغې غاړې پښتنو د احساساتو د کابو کولو لپاره بله چاره نتیجه نه ورکوي. دا د پاکستان پخوانی سیاست دی چې د تفرقې له لارې خپلو موخو ته د رسېدو کوښښ کوي. پاکستان تل د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو له احساساتو څخه د نورو پر ضد استفاده کړې.

د ډیورنډ دواړه غاړې پښتانه باید د پاکستان دغې دسیسې ته متوجه وي او په خپلو کې سره ونه نښلي. دغه ویښتیا چې د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو کې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره پیدا شوې په دومره سادګۍ باید د پاکستان د پوځ او استخباراتو د دسیسې قرباني نشي. دا غورځنګ لویو موخو ته د رسېدو لپاره را پیل شوی چې دغه غورځنګ او د هغه لوی موخې باید پاکستان د پوځ او استخباراتو د اقداماتو تر اغېز لاندې رانشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply