افغان حکومت په سختو شرایطو کې ځان ثابت کړ/ محمد بشیریوسفزوی

0 521

ملي یووالي حکومت په سختو شرایطو کې حالات کابو کړل. سخت په دې مانا و چې له یوې خوا بهرنیان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې و، له بلې خواپه افغانستان کې د فاسد حکومت او د مرستو او فرصتونو د ضایع کېدو له امله نه یوازې له افغانستان سره د نړیوالو علاقمندي بلکې د دوی مرستې هم کمې شوې وې. دوی نه غوښتل چې خپل فرصتونه او منابع نور په افغانستان کې ضایع کړي.

په افغانستان کې جنګ شدت واخیست، د بودجې کسر موجود و، پر حکومت او مقاماتو بې اعتمادي زیاته وه، حتی پر خپل او د هېواد پر راتلونکي ډېر خلک بې اعتماده و، په همدغسې شپو ورځو کې د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت کار پیل کړ، خو ډېرو کورنیو او نړیوالو مبصرینو د دغه حکومت عمر نهایت لنډ ان تر څو میاشتو پورې تخمنیاوه.

ولسمشر غني د خپل پیاوړي ټیم پر مټ په لږ وخت کې حالات او شرایط داسې کابو کړل چې ټول یې حیران کړل، هغه په پیل کې د نړیوالو بایللی اعتماد بیا ترلاسه کړ، په لږ وخت کې یې افغانستان یو ځل بیا د بهرنیانو د توجه په مرکز بدل کړ او هغوی یې دېته وهڅول چې له افغانستان سره خپلې ژمنې بیا له سره تازه کړي. ولسمشر غني هغوی ته ډاډ ورکړ چې په هېواد کې به شته فساد ختم او د نظام پیاوړتیا باوري کړي.

له همدې امله د حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر غني لومړۍ څو میاشتې له بهرنیانو سره په مذاکرو او بهرنیو سفرونو تېرې شوې. دغو مذاکرو او سفرونو د افغانستان لپاره ښه پایله ولرله، ځکه نړیوالو یو ځل بیا له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې. ولسمشر غني د تېر حکومت برعکس نړیوالو ته وویل چې موږ ستاسو غیر مشروطې مرستې نه غواړو، موږ ته مشروطې مرستې راکړئ او هر ځل زموږ پرمختګونه، بریاوې او لاسته راوړنې اندازه کړئ، که درته د قناعت وړ نه وې، نو بیا خپل تصمیم هغه مهال نیولی شئ.

په ډېر لږ وخت کې د افغانستان د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د هلو ځلو له برکته د افغانستان په اړه نړیواله اجماع رامنځته شوه، د افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل، تجهیز او ملاتړ په برخه کې میلیاردونه ډالر نړیوالې مرستې جلب شوې او د همدغو مرستو له برکته افغانستان نن په پښو ولاړ، مسلکي او پیاوړي امنیتي ځواکونه لري چې شپه او ورځ په ډېر قوت، مېړانه او زړورتیا د هېواد او خپلو خلکو دفاع کوي.

همدارنګه د ادارو د اصلاح او له فساد سره د مبارزې ، د زیربنا، اقتصادي همکاریو او د لویو پروژو د تطبیق په برخه کې حکومت پام وړ کارونه کړي دي. لنډه دا چې ملي یووالي حکومت په سختو شرایطو کې ځان ثابت کړ، د نورو د انګېرنو برعکس یې خپل ژوند او عمر په ډېر قوت دادی څلورم کال ته وغځاوه او څلور کاله وروسته حکومت د محاسبې لپاره ډېرې لاسته راوړنې او بریاوې لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply