پاکستان په خپله لومه کې ایسار دی/ اېمل پیاوړی

0 783

پښتو متل دی چې ”هوښیاره مرغۍ اول نښلي نه او چې ونښلي، نو بیا له دواړو پښو نښلي“. دا متل د پاکستان تر کړنو پورې را یاد شو، پاکستان که هوښیار نه دی، خو مکار دی او په همدغه مکارۍ یې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او دوستانه مناسبات د بدبینۍ او دښمنۍ تر کچې ورسول.

پاکستان ان د جوړېدو له ورځې له افغانستان او د سیمې هېوادونو سره د دوه رنګۍ لوبه کړې، په خوله د ښې ملګرتیا او دوستانه مناسباتو خبره کوي، خو په عمل کې هغسې نه دی، په عمل کې له دښمنۍ او بدبینۍ ډک چلند کوي.

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د دوه رنګۍ او بدبینۍ اوسنی دریځ د څو کالو نه دی، بلکې ان د لسیزو دی. پاکستان ان د پخواني پاچا او داوود خان په کلونو کې په افغانستان کې د مزاحمت د ایجاد کوښښ کاوه، دلته یې خلک د حکومت پر ضد لمسون، ناامنۍ او نافرمانۍ ته هڅول، خو کله چې پخواني شوروي پر افغانستان وسله وال برید وکړ، نو له مجبوره ورځې میلیونونه کډوال د سېل غوندې پر پاکستان ور مات شول او پاکستان زموږ د کډوالو له مجبوریتونو څخه څومره یې چې په وس پوره وه، نو همغومره سو استفاده یې وکړه.

د بېلګې په توګه پاکستان ته ورغلي سیاسیون او جهادي مشران یې په اوو ګوندونو سره ووېشل ، ملي شخصیتونه یې په یو او بل نوم ترور کړل، د دوی تر منځ یې نفاق او بې باوري زیاته کړه، د دې ترڅنګ یې د افغان کډوالو په نوم ترلاسه کېدونکې مرستې او بسپنې غلا کړې، هغه یې د خپل هېواد او خلکو په ښه ولګولې، حتی د افغان جهاد لپاره به چې کومې وسلې راتلې، هغه یې ځانته زېرمه کولې او د خپلو ګودامونو زړې او ورستې وسلې یې پر مجاهدینو وېشلې.

د کډوالو په نصاب او ښوونځیو کې یې داسې کسان او محتوا ځای پرځای کړه چې له امله یې د هغوی په ذهنونو کې د وطنپالنې او افغانیت روحیې د ځپلو او وژلو هڅه وکړه. په دوی کې یې د عزت نفس د وژلو هڅه وکړه. په دیني مدرسو کې یې افغان طالبان د افغانستان پر ضد روحیه وروزل او د همغو مدرسو طالبان نن د افغان ولس پر وړاندې په تحمیلي جګړه بوخت دي.

مګر له مودو وروسته پاکستان د خپلو دغو ټولو بدبینو، دښمنو او ناوړه اعمالو سزا ګالي، سختې ورځې او شپې تېروي، ځکه په نړیواله کچه يې څېره ټولو ته رسوا شوې، له نړیوال فشار سره مخامخ ده او د دغه فشار د کمولو او له دغې انزوا څخه د راوتلو لپاره لاس او پښې وهي. د همدې لپاره کله په کنړ توغندي راولي، کله د افغانستان ښارونو ته په چاودېدونکو توکو بار موټر را استوي، کله ترهګر او تروریستان رالېږي او کله د افغانستان په خاوره او امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

دوی غواړي افغانستان عملاً په جګړه کې ښکېل کړي او بیا نړیوالو ته په درواغو دا وښیي چې دوی له افغانستان سره دوستي او دوستانه مناسبات غواړي، خو افغانان یې پر وړاندې د دښمنۍ دریځ او لاره اختیار کړې، مګر افغانان اوس هوښیار شوي که پرون به یې یوازې د جګړې په ډګر کې ګټله، مګر نن به یې د سیاست په ډګر کې هم ګټي. پاکستان که خپل دریځ او چلند بدل نه کړي، نو تر دې لا سختې ورځې شپې به وګالي او په خپله اېښودل شوې لومه کې به همداسې ایسار پاتې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply