پاکستان ولې پښتانه سره جنګوي؟ / سبحان الله څرګند

0 832

له هغې ورځې وروسته چې د پښتنو اتل منظور پښتون د خپلې حقې مبارزې لارې ته را ودانګل او هغه قوم چې د پاکستان د سازشونو له لاسه لسیزې کېږي چې لارورکی ګرځېده، ایله په سمه لاره روان کړ، نو پاکستان او په ځانګړي ډول پنجاب په سره تبۍ کښېناست او د دغه غورځنګ د نابودۍ په لټه کې دی.
پنجاب غواړي چې ډېورنډ فرضي کرښه دې رسمي شي، پښتانه دې په پاکستان پورې تړلي وي او نور ژوند دې يې په يوه غير انساني چوکاټ کې مخ ته روان وي چې کله پاکستان غوښتل له نړۍ سره کومه مکاره لوبه وکړي او د پنجاب ګټې خوندي کړي؛ نو همدا پښتانه به د لوبې خام مواد یا سون توکي وي او دوی به خپله هر ډول پروژه پرې تطبیقوي.

ځکه خو به د منظور پښتون د مبارزې مخه په یو نه يو ډول نیسي، منظور پښتون په ډېر کم وخت کې وکړای شول چې ټول پښتانه هغه که لر دي او که بر دي، که زاړه او که ځوانان دي، که پېغلې او ابۍ دي د ټولو زړونه لاس ته راوړل او د هغوی له کلونو کلونو راهیسې په ستوني کې بنده شوې د زړه کړيکه يې له خولې راوایستله.

له دې سره سره چې پنجاب د پښتون ژغورنې د غورځنګ د کم رنګه کولو او له منځه وړلو ټولې هڅې وکړې، پر اتم اپريل چې ياد غورځنګ په پېښور کې لويه غونډه لرله د پښتنو له بېلابېلو سیمو او په ځانګړي ډول ډېر ځپل شوي پښتانه چې له شمالي او جنوبي وزیرستان څخه پیښور ته ورتلل؛ نو پنجاب يې مخه ونيوله او دوی يې په ډېرې سپین‌سترګۍ پرې‌نه‌ښودل چې خپل غږ پورته کړي خو بیا هم څومره چې تمه کېده باشعوره پښتانه له هغه په زیاته کچه دغې غونډې ته راغلل.
د پنجاب همدا یو زور ورسېده چې د ای‌ایس‌ای رسنۍ یې غونډې ته له خبري پوښښ څخه منع کړي، زه افسوس کوم په داسې يوه مطبوعاتي رسالت چې د پاکستان ميډيا يې تر سره کوي، ایا د حق غږ پورته کولو لپاره هم قوم مطرح دی چې د بل پاکستاني غږ اوچتوې او د پښتون غږ دې بند وي؟ حق خو یو حق دی چې هم الله «ج» انسان ته ورکړی او هم په ټولنیزو اصولو کې انسان له خپلو حقونو برخمن دی، ولې پښتون انسان نه دی چې پاکستاني رسنۍ يې غږ نه پورته کوي؟

تر دې وړاندې به چې په پاکستان کې کوم پښتانه سر اوچت کړ او یا به یې خپله غږ پورته کړ؛ نو ای‌ایس‌ای به ژوندی په ګور ننويست او کورنۍ يې اوس هم په تمه ناستې دي چې پلار، ورور او یا زوی به يې راځي، پنجاب په دې کار سره خپلې ټولې موخې په ماهرانه ډول په مخ وړلې، خو دا ځل دی هم حيران شو او هره لاره چې لټوي څه لاس ته نه ورځي، د اتل پښتون منظور پښتون له مرګه هم د پنجاب پرهېز نه دی او نه پرې ګران دی چې له دې هر څه سره سره ژوندی ګرځي او لا هم خپل سپېڅلي عبادت «مبارزې» ته دوام ورکوي، دا ځل غږ د يوه پښتانه نه دی چې بل پښتون به ورته کتل او دی به پنجاب له کور او یا بازار څخه په هوا کړ، دا ځل د پښتون غږ د غیرت، مېړانې او يووالي غږ دی چې ان نړۍ يې ولړزوله.
د پښتانه اوسنی غږ له پخواني هغه سره ډېر توپیر لري، دا غږ په احساساتو نه، بلکې دا د شعور، فکر او کلک هوډ غږ دی، دا به خامخا رنګ راوړي او پښتون به د دغه تنور له اوره راباسي.

پوهېږئ د پنجاب نوې هڅه څه ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته بله تلکه کښېږدي او دا غږ بیا په مرۍ کې بند کړي، پنجاب اوس د ډېورنډ کرښې دواړې غاړې پښتانه سره جنګوي او په دې سره غواړي د پښتون ژغورنې غورځنګ پراخ ملاتړ او هرکلی برعکس کړي، پر کونړ توغندي، د پکتيکا، پکتيا او خوست پر پولو پر شته پوستو بريدونه، دا ټول د دې لپاره کېږي چې پښتانه يو پر بل ووژني او په دې کار سره بېرته سره راټول شوي پښتانه بیا په څو لارو روان کړي.
له کله چې منظور پښتون د مبارزې سره رنګه خولۍ پر سر کړه او د مبارزې ميدان ته راغی، په لر و بر کې يې ملاتړي پیدا کړل، په ملاتړ يې خېمې ودرېدې او سرې خولې د هر پښتون ځوان او پېغلې پر سر لیدل کېږي چې دغه کار د پنجاب خوب حرام کړی.

د خوست ځاځي ميدان ولسوالي د وړمې ورځې په بريد کې هم افغانان بریالي دي، په دریو مړو سبېره يې يو مقبوضه پښتون زخمي نیولی چې د پولې له هغې غاړې جګړې ته راغلی و، خو افغانانو ورسره د دې لپاره ښه چلند وکړ چې پښتون دی.
د خدای لپاره پښتنو ځانونه وپېژنئ
ستاسې لپاره خو به ځان ته پېغمبر نه راځي

نو ای! د کورمې پښتنو «توریو» تاسې خو هغه خلک یاست چې په تېر ۲۰۱۰ کال کې مو په ټل کې پېښور ته د تلو مخه ډب وه او تاسې د پکتيا له لارې کابل او بیا له ننګرهاره تورخم او پېښور ته تلاست، تاسې خو لږ په خپله حافظه کار وکړئ چې تاسې له هغو پښتنو وروڼو سره جنګېږئ چې د سختې په وخت کې يې لاس درکړی، تاسې يې له مرګه ژغورلي یاست، تاسې ته یې لاره درکړې وه، تاسې څنګه له داسې ورور سره د بل په اشاره جګړه کولای شئ چې تاسې ته د سختې ورځې ورور وي.

ای پښتنو! پنجاب دا ځل غواړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو تر منځ په خپل منځي جګړه «د پولې دواړه غاړې جنګ» باندې له منځه یوسي، تاسې ورته بیدار شئ، د دوی اهداف مخې ته مه وړئ او د پنجاب له دسیسو ځان وساتئ، پنجاب نورې لارې ولټولې او پکې ناکام شو؛ نو دا ځل يې دا پلان جوړ کړی چې دی د دوو هېوادونو په نوم په جګړه باندې پښتانه سره وجنګوي او دغه را پیدا شوی یووالی بېرته له منځه يوسي، پښتنو سرونه خلاص کړئ چې يو ځل بیا مو پنجاب تېر نه باسي او د جګړې اور ته مو ورټېل وهي، له فکر، شعور او کلکې ارادې مو وا نه ړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply