د پتلون ژغورنې غورځنګ، د پښتون ژغورنې پر ضد

0 1,217

په تېرو دریو کلونو کې دویم ځل پر ډېورنډ افغان ځوانانو له پاکستاني پوځ سره په مخامخ جګړه کې سرونه کېښودل. د ډېورنډ افغان غاړې ته ولس خپلو امنیتي ځواکونو ته اوږه ورکړه، پر پنجاب پر جوړو شویو پوستو ور وختل او د خپلو پلرونو پر خاوره یې د پاکستان درول شوی بیرغ ايسته را ګوزار کړ. په تر سره شوې څو ساعته جګړه کې دواړو غاړو ته تلفات واوښتل. په افغانستان کې ولس تیاری ښوولی چې د خپلې خاورې دفاع د سر په بيه کوي، خو په ویډیو ګانو کې ښکاري چې د پولې کوزه غاړه پنجابیانو ته تر هغه ډېر زیان اوښتی چې رسنیو ته یې په ډاګه کړی دی.

د دې شک لپاره په کورمه ایجنسۍ کې د خلکو هغه غوغا ښه دلیل دی چې د پاکستاني پوځ په ملاتړ یې د افغانستان پر ضد چیغه را پورته کړې وه. پاکستاني رسنیو په خپلو وژل شویو سرتېريو پسې ساندې زیاتې کړې او تور لګوي چې افغان ځواکونو د هند او امریکا په مرسته د دوی نظامي اډې ویجاړې او یو شمېر سرتېري یې اسیر او وژلي دي. دا جګړه پر داسې سیمه او وخت پېښېږي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ پر ضد کرکه تر بل هر وخته زیاته شوې او د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره پښتانه د پاکستان د پوځ پر ضد ناره غبرګوي.
دغه خودجوشه غورځنګ د پېښور په ناستې سره د اسلام‌اباد زړه وچاوده او په اسلام‌اباد کې پنجابي سټراټېژیسټانو د دې را بیدار شوي قوم د بې‌لارې کولو پلان یې را مخې ته کړ.

غورځنګ د لر و بر یو افغان ناره پورته کړه چې د پنجاب د راج و تاج د نړولو ښکاره ګواښ دی. دې نارې ته لوی پښتون خاموش اکثریت لبیک ووایه او دې هرکلي په پنجاب سړه او توده تبه راوستله. د پاکستانۍ ادارې ادعا ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر ټولو ډېر ملاتړ د افغانستان له خوا شوی دی او له ولسمشره تر ولسکشره یې افغانانو په ملاتړ کرښې تورې او منظورخانۍ خولۍ په سر کړې دي.

په دې کې شک نه‌شته چې د کوزو او برو پښتنو د یووالي چیغه د پاکستان د تجزیې په مانا ده. له همدې کبله پاکستان پر ډېورنډ داسې خوځښتنونه پیل کړل چې د لر و بر افغان د بېلوالې بوی ترې خپور شي. دا ګام یې په خورا ځیرک ډول پورته کړ او د وزیرستان په خوا کې یې د ډېورنډ پر داسې څوکو د نظامي پوستو جوړول پیل کړل چې د افغانستان د تېز او غوسه‌ناک غبرګون تمه ترې کېده.
کیسه تر دې دمه د پنجاب له پلان سره سمه پر مخ ولاړه او افغان پوله‌ساتي د سیمې د مېړني ولس په مرسته پر پاکستانیو پوستو ور وختل او د مرګ‌ژوبلې تر څنګ یې د ډېورنډ په کوز اړخ کې پنجابی پوځ په درنو او سپکو وسلو وویشت.

دې جګړې ته په غبرګون کې په کورمه ایجنسۍ کې د یو شمېر سر ناخلاصو پاکستان پلوه پښتنو د افغانستان پر ضد غږ پورته کړ او د پنجاب ورکړي شعارونه یې د ټولنیزو رسنیو په مټ ودرنګول.
پنجاب له دریو میاشتو وروسته بیا بریالی شو چې د پښتنو په زړه شمالي وزیرستان کې د پاکستان زنده‌باد نارې په پښتنو بدرګه کړي او د پښتنون ژغورنې د غورځنګ په مټ بیدار شوي ولس ته نوی دښمن وتراشي. په تېرو ۳ میاشتو کې د پاکستان بیرغ د پښتنو له لاسه لوېدلی و او پر ځای يې د پنجابي له ناتاره پښتون غږ پورته شوی و، خو پنجاب د خپل مشر انګرېز بابا تګلاره بیا رامخې ته کړه او د پښتنو د قبیلو تر منځ یې نوي اور ته لمن ووهله چې د بېلتون راکش کړې کرښه تازه کړي.

د پاکستان لپاره تر ټولو لومړی د بې‌فکره پښتنو پام د منظور پښتون له غورځنګه بلې خوا اړول وو. په دویم ګام کې د لر و بر یو افغان پر ځای د زنده‌باد پاکستان شعار زمزمه کول، بر پښتون د کوز پښتون دښمن کول، له یوه و بل سره مورچو ته خېژول، پر یوه او بل د ډزو تر سره کول، وژل، د یوه او بل د کور او سیمې ورانول او بالاخره پر ډېورنډ د پنجاب د دېوال درول د پنجاب د سټراټېژیک پلان مهمې برخې جوړوي.
تر دې مهمه دا ده چې اسلام‌اباد کوښښ کوي کوز پښتانه د پاکستاني پوځ د پتلون د ژغورلو په لټه کې له افغانستان سره جګړې ته رامخې ته کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ چیغه پیکه شي.

دا له څه باندې سلو کلونو وروسته لومړی ځل دی چې پنجاب د بريټانیې چل ته مخه کړې او د وزیرستان پښتانه د خوست‌مېشتو پښتنو پر وړاندې جنګ ته دروي. د افغان انګلیس په دریو واړو جګړو کې انګرېزانو په لوی لاس پر ډېورنډ د مېشتو پښتنو قبېلو تر منځ د ځمکو، اوبو او لارو پر سر داسې شخړې او لانجې راپورته کولې چې د وخت افغان واکمنو تر خپلې ولکې لاندې سیمو د دفاع لپاره له ډېورنډ کوزه غاړه پښتنو ته تریخه کوله او انګرېزانو به له دې دښمنۍ په ګټې پورته کولو کوزه غاړه ولس د افغانستان د واکمنو پر ضد هڅاوه.

انګرېزانو به لکه ننیو پنجابیانو د وزیرستان ولسونو ته ویل چې دوی د افغانستان د واکمنو په کار نه دي او باید له هغو ځانونه جلا وګڼي. پنجاب په ورته لوبه لاس پورې کړی او د کرښې د دواړو غاړو د ولسونو تر منځ د مخامخ جګړې په را منځ ته کولو سره هڅې کوي چې یو پښتنون دوه ځایه وښيي او کوز پښتون د پنجاب سکنی او د برو پښتنو دښمن معرفي کړي.
په کورمه کې د راپورته شویو پښتنو له شعارونو ښکارېدل چې یو شمېر سرناخلاصي د ای‌اس‌ای شعارونه زمزمه کوي او خپل بر پښتون ورور د هند د راو او امریکا ملګري یادوي او د پنجاب هغه تور یې په پټو سترګو منلی چې له خوسته یې پرې شوی برید د هند جګړه بللې.

د افغانستان واکمنو او سیمه‌یزو چارواکيو ته په کار ده چې کوزو پښتنو ته په دې تړاو هر څه روښانه کړي چې دا جګړه د یوې نیمې پېړۍ وړاندې کیسې خوا ته ولاړه نه‌شي او افغانستان د پښتنو د لوی کور په توګه د کوزو پښتنو وروڼه او پنجابیان د دواړو دښمنان دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply