د سولې طلایي فرصت / محمد روښان ښاد  

0 691

دا باید د نه هېرېدونکي حقیقت په توګه ومنل شي چې د ولسمشر غني په مشرۍ اوسني حکومت ان له لومړۍ ورځې څخه په ټول صداقت او جرئت د سولې غږ پورته کړی، افغان وسله والو طالبانو ته یې د سولې بلنه ورکړې او هغوی یې دېته هڅولي چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې عادي او سوله ییز ژوند ته ورستانه او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

پرون چې ولسمشر غني د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د پرانیستې او په یاد بهیر کې د خپل نوم ثبتولو په موخه اماني لېسې ته تللی وو، نو د نوم ثبتولو څخه وروسته یې له همغه ځایه یو ځل بیا طالباتو ته په خطاب کې وویل، که فکر کوئ او باوري یاست چې په ولس کې رېښه لرئ، نو ټاکنې ښه فرصت دی او راشئ له همدغه فرصت څخه په ګټه اخیستنې په دغه ملي پروسه کې ګدون وکړئ.

د ولسمشر غني د دغې بلنې ښېګڼه په دې کې ده چې طالبان د تشدد، افراطیت، زور او وحشت له کارولو او لارو څخه سوله ییزو او مدني لارو ته هڅوي او هغوی ته په صراحت سره وایي چې د جنګ، ترور، چاودنو او زور له لارې نشئ بریالي کېدلی او نه هم خپل مراد ته رسېدلی شئ، که واقعاً خپل هېواد او ولس ته د خدمت فکر لرئ نو بیا د جنګ لاره پرېږدئ او د ټاکنو لاره غوره کړئ. یا په ټاکنو کې خپل ځانونه ونوموئ او یا د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه ورکړئ.

د ولسمشر غني له پرونۍ او تېرو نورو بلنو څخه داسې معلومېږي چې دوی له زړه څخه غواړي چې له افغان طالبانو سره سوله وکړي او په هر مناسب فرصت کې دوی خپله د سولې غوښتنه او بلنه له هر ډول فشار، شرط او قید پرته په ډېر قوت او صراحت سره مطرح کړې ده، خو درېغه چې طالبانو د سولې له دغو بلنو او فرصتونو څخه یا د استفادې کولو ظرفیت نه لري او یا هم ورڅخه دغه صلاحیت اخیستل شوی دی او دوی په دې برخه کې تصمیم نشي نیولی.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د سولې دغه دریځ او بیا بیا بلنه باید هیڅکله په کمزورتیا او زاریو تعبیر نشي، ځکه  چې حکومت او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه او پر راتلونکي باندې زموږ د ملت باور او اعتماد تر بل هر وخت په ښه کچه دی.

 ولس باید د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو، سرتېرو، علمای کرامو، او مشرانو قدرداني وکړي، ځکه چې نن د دوی په مټ او برکت افغان حکومت له یوه غښتلي دریځ څخه  د افغانستان لپاره د سولې غوښتنه کوي

افغان ولس او نړیوالو هم د افغان حکومت دغه برحقه او نهایت مثبت دریځ منلی او درک کړی دی او له همدې امله په ملي او نړیواله کچه تر بل هر وخت پر افغان دولت اعتماد او باور زیات شوی دی او دغه اعتماد او مناسبات ورځ تر بلې د لا پراخېدو په حال کې دي، خو که چېرې افغان طالب وسله وال له جګړې لاس واخلي او د سولې لاره اختیار کړي، نو باور دی چې افغانستان به په لږ وخت کې د پرمختګ ډېر واټنونه ووهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply